(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

بېلابیل

[09.Jun.2024 - 13:20]

لاس راکړې! پرېوزمه! نشه راباندې راغله

سترګې یې راپورته کړې! چپه راباندې راغله

 

ځوانې ولولې او له وصاله نه پرهېز

سم چې پسرلی شو نو روژه راباندې راغله

 

ته وایې چې دا ولې ساړه غوندې مې وشو

زه وایم چې دا ولې خوله راباندې راغله 

 

راغله، راغله، راغله، د خندا نه په شا راغله

راغله، راغله، راغله، څه اوده راباندې راغله

 

تا خو تکلیف وکه، عزرائیله خپه نه شې

ساه مې چې په چا پسې خته، راباندې راغله

 

راغله یو ناڅاپه په شیبو شیبو یادونه

څوک چې مې په زړه راوریده راباندې راغله

 

ډیر په پښتنه اوښکه ناظره ننګیدمه

کله چې په چا پسې لویده راباندې راغله

 

**************************

 

څوک بـت پرست، څوک زر پرست شو,خدای پرست څه شولو؟

ځـان  پرســتـان   دلـۍ  دلـۍ  دي,  #قـام_پـرســت  څـه شولو؟

 

درنــو حــجــرو  نــهچـې د ټـــنــګ ټــکـور  اواز، نـه  راځـي

هـنـر مــنــدان  او شـاعـران  ادب پـــــرســـــت څـــه شولو؟

 

تــــورو کــارغــــانـــو , چــې د  بـــــاغ  ګــلان تـــالا والا کـړل

ښـکلـي بـاغونـه ئـې  چې ساتل،  ښکلا پــــرســـت  څـه  شولو؟

 

چــې  د وطــن لـه  ګـټـو،  ګــټــې د خـپل ځـان کــړي قربـان

ســتوری  ئــې  هـر ځـای  لــټـوي  وطن پـرســت څـه شولو؟

(کبیر ستوری)

*****************

 

 

سـتــوري   له  مـداره  کـــډه   وکـــــړلــــه

څړېکــي  ئــې لــه پـرهــاره  کـډه   وکــړلـه

 

نور  نـو پـه دې کلي کښې څـوک پاتي دي

تـا  چــې،  اوس  هـم  یاره! کـډه   وکـړلــه

(سعید زابلی)

****************

 

 


بېرته شاته