(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

فتوا

[21.Jun.2024 - 21:30]

سید عبید الله نادر

 

له ګیډې فتوې  

             

چــور او تا لا کې ،له کورنو دروازې وباســـــئ

په بی رحمۍ له هرې کلي جــــــــــنازې وباسئ

 

همدا ادعـــــا کوئ، چـــې ملا مــو ده تړلې دکار

مونږ دا دی وینو چې د خلکو نه جــــامې وباسئ

 

پټ په خلوت کې ، له کارو نه مو خبر دي خلک

چې په ورو ورو کې له تســبو ځیني دانې وباسئ

 

د موسیــــقۍ له کیـــــفیت نه، بی خـــــــــبره ډلو

د انسانیت له باغ و بڼ ځیني نغـــــــمې وباسئ

 

د معرفت له ساز و سرُ نه مو خوند وا نه خیستو

له خپل ځــانه په خپل رســـــــم، ترانې وباســـــئ

 

سپیځلي دین په مدعا باندی مــو، شـــک کړو پیدا

چې هر قـــدم کې له خپل ګیډې نه فــــتوې وباسئ

 

چې صداقت موپه رښتیاشي، ټول جهان ته ښکاره

ځانونه وڅــــــنډی، لسټونو نه، پـــــیالي وباســئ

 

یوه ســالم نیوکه نه وي ، چــــا د خـــــــولي وتلي

چې ســـــم د واره ،بیا له جیب ځیني ټاپې وباسئ

 

چیرته چې وي د علم و فن، اود تعـــــــلیم خبری

لکه دیوان له رڼائی نه ، تاســـي خـــــپې وباسئ

 

تاته ښـــودلې دي دښــــــمن د بربادۍ درســـونه

چې مکتبو او جـــــوماتو ځــــــیني لمبې وباسئ

 

 

 


بېرته شاته