(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نېشنلېزم او معشیت

[09.Jun.2023 - 15:26]

 

نشنلزم او معيشت Nationalizam and economics 

ليک : فضل اشنا   Fazal Ashna 

 

يوه ډله خلک چې هر اړخيز اړیکې لکه فکري نسلي جغرافيايي فولکلوريکي نفسياتي زراعتي کلتوري فرهنګي او تاریخي سره و لري، قام بلل کېږي.و خپل اجتماعي معيشت او اقتصاد ته پاملرنه وکړي خپل راکړه ورکړه په خپلو لاسونو کې واخلي ګټه و تاوان يې اجتماعي وي او شعوري ټولنيز اجتماعيت ولري دې ته قامي معاشي يا قامي اقتصادي سسټم ويل کيږي.که څه هم زه اقتصاد پوه نه يم خو د نشنلزم يا قامپالنې سره تړلي ټول اړخونه زده کول يا مطالعه کول د يو قامپال سياسي غړي مسؤليت جوړيږي، تر څو په خپل اجتماعي معيشت او اقتصاد بشپړ لاسبری سي، چې موږ به حيث د قام ډوډۍ څنګه پيدا کوو او د نورو قامونو سره راکړه ورکړه څنګه کولای سو موږ نړۍ ته څه ورکوو او نړۍ موږ ته څه راکوي په اوسني وخت کې د خوراکي توکو يا د ژوند د‌ کولو دپاره د موادو ولي دومره ژور بحران دی چې هیڅ مو غاړي ته لاسونه نه رسیږي؟

  د هم دې تحقیق په کوڅه کې روان وم چې د مولانا وحيدالدين خان دغه کتاب چې د"سوشلزم او اسلام"په نوم  په اردو ژبه کې په کال ۱۹۹۵ کې په۲۰۷ مخونو کې په نوي دهلي هندوستان کې چاپ سوی دی .

په ياد کتاب ښاغلی مولانا پر مارکسزم او ضد مارکسزم ږغېدلی دی پر کميونزم او سوشلزم تر مارکس مخ کې او  را ورسته ږغېدلی دی.مارکسي سوشلزم ، مارکسي کميونزم ، او طبقاتي نظام يې د مارکسزم په هنداره کې سپړلی دی 

د‌ کميونزم په هکله وايې چې دا هغه مار دی چې د هر ازم چينګوشي يې ټولي خوړلي دي، خو چې د‌ کميونزم په کمزورې تيوري يې نه سي هضم کولای دا بيا دا کميونزم ناکامه تجريدي ارتقاء بولي

د کميونزم پر ناکامه بیانیه په تحقيقي بڼه داسي نظر لري چې تر مارکس مخکې د‌کميونسټان شعار داسي وو 

 " دنړۍ ټوله انسانان سره وروڼه دي"

مارکس بيا دا شعار ورکړ چې

" د نړۍ خوارکښانو سره يو سئ"

مولانا وايې چې د کال 1955م ټولو کميونسټانو سرخېلانو خپله نظريه په دې وغندل چې چيري د کميونسټي انقلاب اړتیا وه هلته انقلاب نه وسو چې چيري يې اړتيا نه وه هلته انقلاب وسو، بيا د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې کمېونسټي انقلابونه منځ ته راغله خو هغه ټول تش په نوم کمونسټانو پاتې سول

د بورژوا په هکله وايې چې مارکس ماران راټولول او بیا یې ښامار ورڅخه جوړوی، زکه ټولنه د آغاز څخه پر دوو ډلو تقسیم ده زورور او کمزوری د مارکس تش غوښتنه دا وه چې د کمزوري څخه زورور جوړوی، او بيا د دغه زورور مخه نیول هم لازمي بولي د انساني دې کش مکش ته يې دوام ورکوی

خو خير يو ځای چې د زيات تحقيق ورسته موږ په دې نتيجه رسېږو چې چیري مارکسزم وي هلته مزهب نه وي او چې په کومو ټولنو کې مزهب غښتلی وي هلته مارکسزم نسته بلکې درواغ دی

د مارکس يو قول يې را نقل کړی دی چې مارکس وايې چې يو ډېر لوی جنګ به د حالاتو سره سم د دوو طبقو تر منځ رامنځ ته کيږي 

هم دا خبره شېرعلي باچا په یو شعر کې داسي کړې ده 

يو اخري جنګ به د حالاتو سره وي لازم 

بل ځای وايې چې مارکس به ويل چې دا نړۍ تر صنعتي انقلاب ورسته يوه نوې تجزیه او تحلیل غواړي

شېرعلي باچا هم وايې

دا وطن يو نوی ادراک نوې تجزیه غواړي ..

دويمه برخه يې سوشلزم او اسلام دی مولانا وايې چې اسلام د ژوند کولو دپاره يوه مزهبي يا‌عقيدوي نظريه او قانون دی، او سوشلزم يوه معاشي نظريه ده. ريښتيا هم سوشلزم يوه ډېره ناولده نظريه ده کوم چې موږ ورته د سماجي اجتماعي کړو وړو تيوري وايو داسي هم نه ده خو خیر ما چې څه په کې موندل هغه مې ترې خپل کړو د مارکسزم کميونزم او سوشلزم سره زما هیڅ اړه نسته البته په دغه حواله مې وختي لا نظر خپل کړی وو زکه زما ورکه په نشنلزم کې ده

د قامي معيشت او اقتصاد ډېر څه مې په کې وموندل په دې چې موږ پښتانه به حثیت يې قام خپل هیڅ نه لرو نه توليد لرو نه انتقالي مواد د راکړې ورکړې لرو او نه يې بديل لرو نو زموږ په زر يا پيسو د نورو کارخانې ابادي دي مثال د يوې کارخانې پرانيستلو ته ډېري زیاتې روپۍ په کار وي نو د هم دغه مسلې د حل دپاره يې استعماري سامراجي قوتونو د محکومو او مستعمره قامونو څخه پيسې داسي راټولوي چې د سيکورټي او شرح سود په نوم بانکي حساب يا بېنک سسټم ورته جوړ کړ په دا کې خپل پېکج ايله کړي زموږ پيسې ټولي کړي او بیا يې د بورژوا يا په بله معنا د رياست و شتمنو ته په سود ورکړي شتمن په يادو پيسو کارخانه ولګوي او بيا د کارخانې تيار مواد راوړي په لوړه ګټه يې پر محکومو يا مستعمره قامونو خرڅوي او په ګټه کې هغه د بانک سود هم د شنه اسمان د زامنو څخه واخلي او خپل بانک ته يې جمع کړي، ولي چې موږ پښتانه يا هر بې هنره قام تش د نړۍ د هر مارکېټ کنزيومر يا پېرېدونکي دي. نو د رياست خاوندانو ته کارخانه د بل په پيسو ارزانه په لاس ورسي او بينک ګټلي پيسې بيا په سود نورو سوداګرو ته ورکوي ...

د قامي معيشت غښتلتيا دپاره او د محکوم قام د معيشت له منځه وړلو دپاره انشورنس کمپنياني ، سينماوي ، فلمي سنسر بورډ ، رشوت اداري فساد او عقيدې په نوم ډبل شاه ، ملا شفيق  کراچي والا د مضاربت په نوم ، يا تهري الائنس کمپني،جاوا انټرنيټي کاروبار، دا ټول هغه استعماري کړۍ دي چې هر وخت يې د یو محکوم بالخصوص د پښتانه قام معيشت او اقتصاد ته ضربه رسولې ده يايې د خاوري سره خاوري کړی دی. دويم زورواک رياست يا مقتدر قوتونه د قام مارکېټنګ او منډۍ بازارونه د امن د خرابولو په نوم له منځه يوسي تر ناين الېون ورسته به د ټول رياست تجارتي کړۍ د پښتونخوا وطن سره په اړيکه کې وې او تجاران به پښتونخوا وطن ته راتلل مالونه به يې رانيول او خپلو ښارونو ته بي لېږدول رياست د مور او ميرې چلن وکړ خپل تجارت او تجاران يې خوندي کړه په پښتونخوا وطن کې يې اوور بل کړ موږ بې روزګار کړو او زموږ نړيوال مارکيټ د نړيوالو تجارانو پر مخ وتړل شو خير دا موضوع نور ډېر سپړل غواړي ياد کتاب کې مولانا صېب د هغه خلکو پر ژوند هر اړخيز ږغېدلی دی چې ریاست يې هر څه په لاس کې اخیستې دي که څه هم مولانا وحيدالدين خان دغه معاشي او اقتصادي قصه د اسلام له نظره هم بیان کړې ده. د قامي سياست د ډګر فعال غړي بايد دا کتاب د خپل سياست د معاشي پرمختګ او پياوړتيا په پار مطالعه کړي، تر څو د سياسي سړیتوب پیمانه يې غښتلې سي او د خپل دښمن دسیسې وپېژني چې زموږ معيشت او اقتصاد ولي پر ځای نه دريږي ؟ 

قامي معيشت ، قامي تجارت قامي زر يا پيسه ، قامي مارکيټونو قامي توليدي مواد قامي هنري کادرونه قامي مزدور او قامي پابريکې دا ټول يو ميکانيزم ته اچول او د نړۍ سره معاشي پرمختګ او اقتصادي سيالۍ ته وتل د‌ ويښو او قامپالو قامي زيرکتيا او بيداري ده او په کار هم دهکنې وخت به راځې چې بشپړه قام به وچه ډوډۍ نه سي پيدا کولای په قامي سياست کې غښتلی معيشت سنجول هم ډېر لازمي باب دی ...

قامپالو مطالعه وکړئ تر څو خبر سئ

نو تاسو کتاب مطالعه کړی زه به د بل کتاب "قوموں کے عروج و زوال " ترتيبات ونيسم 

او خپلې شنې ترخې چای به پر را کښ کړم.

فضل اشنا Nationalism au Maashiat By: Fazal Ashna

-
بېرته شاته