(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مردان او پښتو ادب

[23.Apr.2024 - 07:49]

مردان اؤ پښتو ادب

ډاکټر مصطفیٰ کمال

 

[يادګيرنه: دې لنډ ليک ته د يو ناتجربه کار اؤ نو وارِد ليکوال دې وېنا وهڅؤلم، چې په مردان کښې د يو څو کسانو نه علاوه بل چا ادبي کار نۀ دے کړے.]

د پښتو ژبې اؤ ادب په حواله د مردان کردار دومره ژوندے اؤ ګړندے دے، چې کلهم پښتون اولس له پرې وياړ اؤ افتخار پکار دے. د پښتو جديد ادب خو په خصوصي ډؤل د مردان د ادب خېزه زمکې د احسان لاندې دے، ځکه چې دې سيمې پښتو له د "قند" يو پوره ادبي دور ورکړے دے. دې مجلَې يوازې د حمزه، قلندر، اجمل خټک، ايوب صابر اؤ نورو غوندې ستر پښتانۀ شاعران اديبان نۀ دي راؤړاندې کړي، بلکې د دې د اردو برخې خو تر سندهه اؤ هنده د مردان ادبي بېرغ هسک کړے دے. د "قند" د لوړ کردار شاته د ارواښاد قمر راهي ادب شناس شخصيت ولاړ ؤ، چې دې مجلّې له ېئ يو داسې معيار ورکړے ؤ، چې د پښتو ادبي تاريخ به پرې تل تر تله وياړ کوي. کۀ دا ؤوايو چې "قند" د پښتو د شاعرانو اديبانو د پاره، د يوې پوره اکېډيمۍ کردار ادا کړے دے، نو غلطه به نۀ وي. ځکه چې د پښتو ډېر نامتو شاعران اديبان د "قند" په غېږ کښې لوبېدلي اؤ روزېدلي دي. له دغې علاوه هم محترم قمر راهي د پښتو د يو ځانګړي اسلوب اؤ خصوصاً د يو "معرّیٰ نظم ګو" په حېث ځانله يوه درنه پېژندګلو پېدا کړې وه. د "څيره" اؤ "ځلا" غوندې د ضخيمو شعري مجموعو د تخليق نه علاوه، راهي صېب د لنډو قلمي خاکو "کرښو" مؤجد اؤ باني هم ؤ.

شاعرِ امن پير ګوهر کۀ د پښتو د امنيتي شاعرۍ بنياد ګزار ؤګرځېد، نو اسرار د طورو، م ر شفق، عبدالرؤف زاهد، محمد اقبال اقبال اؤ نورو هم د پښتو شاعرۍ اؤ نثر سره خپل خلوص ؤپالۀ اؤ خپل غوره تخليقات ېئ پښتنو ته راؤړاندې کړۀ. حسن خان سوز اؤ جمال رازي هم د دغه دور داسې نومونه دي، چې د پښتو افسانې په ارتقائي لړۍ کښې ېئ خپل پوره کردارونه ؤلوبؤل. په تېره تېره د شېر علي باچا مترقي کردار هم د دغې دور يوه ستره اؤ معتبره ادبي حواله ده، چې د پښتو مجموعي ترقي پسند ادب به پرې تل وياړ کوي. اصغر لالا اؤ ډاکټر امين الحق امين غوندې ليکوال هم د دغې زنځير کړۍ وې. په تېره تېره عبدالسبحان خان د يو قام پاله اؤ ادب پاله مشر اؤ يو ويښ شاعر اديب په حېث له دغو وختونو لا تر اوسه لګيا دے، خپله قامي اؤ ادبي وظيفه په ډېره ښۀ طريقه اؤ ښکلي انداز کښې ادا کوي.

دغسې دغو وختونو نور هم ډېر پښتانۀ شاعران اديبان رامخې ته کړل، خو چې کوم نام اؤ مقام د خپلو ځانګړو ادبي حېثيتونو په حواله شمس القمر اندېش، ډاکټر اسرار، ډاکټر همايون هما اؤ نورالبشر نويد ته نصيب شو، هغه د ټولې پښتنې سيمې د شاعرانو اديبانو د پاره مثال ؤګرځېد. کۀ شمس القمر اندېش اؤ ډاکټر اسرار د ځانګړيو شاعرانه اسلوبونو خاوندان ؤګرځېدل اؤ خپل نومونه ېئ د پښتو په جديده شاعرۍ کښې داسې رابرڅېره کړۀ، چې ټول پښتون اولس ورته اجتماعي احترام ؤدرلود، نو د تخليق، تحقيق اؤ تنقيد په حواله ډاکټر همايون هما ډېر څۀ په يو وار پښتو ادب ته پېرزو کړل. زما ذاتي رائې ده چې په خپلو اخباري اؤ مجلَاتي کالمونو اؤ "د قند هېنداره" کښې د ځانګړي تحقيقي اؤ تنقيدي بصيرت نه علاوه، د محترم ډاکټر هما ليکلې يادګارې ډرامې کۀ د پښتو ډرامې د تاريخ يوه اهمه برخه ده، نو بل خوا د هغۀ "طورے" نن هم د طنز و مزاح د مېدان شاهسوار دے. بيا د ستر ميا تقويم الحق کاکاخېل اؤ د ياد ډرامه نګار اؤ يادګار براډکاسټر عبدالکريم مظلوم په حواله د هغوي کار اؤ زيار واقعي چې د ډېرې ستائينې اؤ مننې وړ دے.

بل خوا نورالبشر نويد کۀ يو خوا په پښتو ډرامه کښې خپله درنه پېژندګلو پېدا کړې ده، نو بل خوا ېئ پښتني صحافت ته د "ليکوال" غوندې يواځينۍ مجلَه، له عشرو نه د خپل سر اؤ مال په قيمت ډالۍ کړې ده. د ښاغلي بشر دغه صحافتي خدمت کۀ څوک هر څۀ ګڼي، خو په څو څو حوالو دا د نړيوال صحافتي تاريخ مهمه برخه ده. ياده دې وي چې د شاعرۍ په حواله هم د ښاغلي بشر نظمونه اؤ غزلونه د ترقي پسند ادب په حلقو کښې خوښؤلي اؤ ستائيلي شي.

په دغو پسې ارواښاد مشتاق مجروح يوسفزے د ډېرې يادؤنې جوګه دے، چې په يو وخت د پښتو ژبپوهه، ادب پوهه اؤ لغت نويس ؤ. د "زرکاڼے" آؤ "ساھو پښتو" غوندې علمي کارنامو اؤ د ساهو ليکونکيو مرکې، پېښور په اجلاسونو ېئ ځان په پښتو ژبې اؤ ادب منلے ؤ. بل خوا اقبال حسېن افکار، چې د مردان د خاؤرې نه تر اسلام اباده رسېدلے دے ...اؤ هلته لګيا دے، پښتو اؤ پښتانۀ ېئ په خپلو ليکونو اؤ هلو ځلو ژوندی ساتلي دي.

په ذکر شؤ ښاغليو پسې چې د کومو شاه زلمو شاعرانو اديبانو کردار د ستائيلو دے، په هغوي کښی زيات تر نن سبا د "مرکې" د ادبي تنظيم تر سېوري لاندې راټول شوي دي. البته حضرت زبېر زبېر د يو خاموشه اديب په حېث کۀ يو خوا د "اولسي رنګزار" غوندې ښۀ کتاب ليکلے، نو بل خوا ېئ د "ګلبڼ" اؤ "پاڅون" غوندې مجلَو د ادارت له لارې د پښتو په ادبي صحافت کښې هم د خپلې برخې دروند کار کړے دے. د "مرکې" په ملګرو کښی ډاکټر زبېر حسرت له هر چا زيات کار اؤ زيار باسلے دے. د شعري مجموعو نه علاوه ېئ په درځنونو کتابونه ليکلي اؤ چاپ کړي دي .‌.. اؤ د يو کل وقتي شاعر اؤ ليکوال په حېث ېئ ځان د پښتو ادب په لوستونکيو منلے دے. "اولسي ادبي جرګه"، "د خوشحال بابا تاريخ ګوئي" اؤ ورسره په دوست محمد خان کامل اؤ قلندر مومند ليکلي تحقيقي اثار ېئ په نورو ليکونو باندې دي. د دۀ په ملګريو کښې فېض الوهاب فېض ته دا خصوصيت حاصل دے، چې د خپلې مطالعې اؤ فکر په اساس ېئ د مردان په روان ادبي بهير کښې خپل ځانله يوه درنه پېژندګلو پېدا کړې ده.

د مردان د اوسني ادب په حواله د مامون الرشيد باچا، عبدالرؤف عارف، امتياز احمد عابد،ساحل يوسفزي، لعل بادشاه خيالي، اکبر هوتي، سلېمان کامل، مهر اندېش غوندې ښۀ شاعران اديبان لګيا دي، د بېلا بېلو اصنافو له لارو په پښتو ادب کښې د خپلې خپلې برخې کار کوي. د دغو ټولو ملګريو شعري اؤ نثري مجموعې چاپ دي اؤ زيات ترو پکښې لکه د ښاغلي امتياز احمد عابد غوندې توصيفي اېوارډونه اؤ انعامونه هم تر لاسه کړي دي.

- کمال
بېرته شاته