(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پښتنو
که پښتو سره پښتو کړۍ پښتنو
سره يؤ شۍ ، شۍ يؤ موټۍ د پنجو
اوس د علم او فن جګړه ده خبردار شۍ
توپک پرېږدۍ قلم خپل کړۍ ميړنو
دغه لنډ عمر کې یؤ د بله جار شۍ
تېر په هېر کړۍ ټغر ټول د تربګنو
مورنۍ ژبه کړۍ خپله مکړۍ تاسې د پردو
که نه درومي درنه لاړو جوړ وطن مو د پلرو
ملتونه پېژانده شي په خپل ژبه هم په کړو
ستا نه دواړه درومي لاړل په ورو ،ورو
د کلتور او د فرهنګ مو تلل مکړۍ په پېسو
دمور ژبه هېره نکړۍ چې ځای راشي د روپو
که په کار وئ که په کور وئ که په ښار که په بانډو
پښتو واېئ ، پښتو ليکۍ پښتو وکړۍ د نيکو
ګيله مند ، زه د بل نه يم هر څه ورک کړل خپل بچو
ونې تبر ته اسره کړه لاستۍ زما ېي د شاخو
چې پېښې کاندي د نورو خپلې هېرې شي درنو
شي را يادې ماته پېښې بيا د زرکو د کارغو
د حامد چې اوښکې تړمې ، تړمې څاڅي
د اوښانو د کاروان رسۍ تر څو تړۍ په خرو
ما ځولۍ درته نېولې د مور ژبې خېر دې غواړم
ګوندې وکوي اغېزه په دا بعضې لېونو
Hamid Alwataand
بېرته شاته |