(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

ګیله من وزیر ته

[15.Jul.2024 - 07:07]

سید عبید الله نادر

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تکړه غړي او حماسی شاعراو ادیب قدرمن ګیله من وزیر ته !

 

ګیله من وزیره            

ته دښمن ته ســور انـــګار یې ګــــــیله منه

د دردمن زړونـــو قـــــــرار یې ګــــیله منه

د وطن په میـــــــنه مســـت یې بی پروا یې

ظــــالمـــانـــو ته، آزار یـې ګــــــــیله مــنه

شــهامت په ځـای کې تل ، سر قــــافلې یې

ته زړور علمـــــــــبردار یې، ګـــــــیله منه

د ښـــــــــکلا په باغ وبڼ کې د زړه ســـره

ته وږمه د روڼ ســــهار یې ، ګـــــــیله منه

دښــمنانو ســـازشـــــــونه دي، رســوا کړل

دسیـــــــسو ته یې ، بــیدار یې ګـــــــیله منه

چې دښــــــــمن چیرته سومبۍ وي ښورولي

ته یې لـــــــه رازه خـــبر دار یې ګـــیله منه

ځکه تا نه د دښمن،  ســـترګه ســــــــوزیږي

چې دښــــمن د ســـــترګو خار یې، ګیله منه

د دښـــمن زړه کې، اورونه تا ګــــــــډ کړي

د سر کار په زړه کې ډار یې ، ګـــــــیله منه

چې د حق په ځای کې چپه خوله دوی ناست وي

له هــغو خلــــــــکو بیزار یې ، ګـــــــیله منه

په میدان د شـــــهامت کې ، تا درس پریښود

د نهـــضت عظــــیم سالار یې ، ګـــیله مـــــنه

نادانان تل، د غلـــــــــیم مــرســـــته کـــــوینه

دا ته ځکه، دلــــــــته خوار یې ، ګــــــیله منه

هم د بـــــــــزم او مـــــیړانې په مـــــیدان کې

یو عظیــــــــمه شهـــــســوار یې ګــــیله منه

څومره پروت په تا کې شور د ځبلواکۍ دی

ځکه تل ، خــــمار خمـــار یې ګـــــــیله منه

مونږ دي ویـــنو د وطن په درد و غــــم کې

چې بســـــــتر کې نا قــــرار یې ګـــــیله منه

که څه وشـــو که زخمی پروت یې بستر کې

ته د لر او بر ســـــــردار یې ګـــــــیله مــنه

خدای دي روغ کړه د دردمــــــنو د زړه سره

ته زینـــت د دي دیــــــــــــار یې ګـــیله منه

خــپــــل یارانــــــو ته په مینه محـــــبت کې

لـــکه وریــــځ د نو بهـــــــار یې ،ګـیله منه


بېرته شاته