(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

زما کلی

[15.Jul.2024 - 09:13]

زما کلے

  ————-

 شاعر: اعجاز یوسفزے 

 

د محرومیو  او بې وزلیو پهٔ غېږه کې د یو روایتي پښتون کلي هنداره زما پهٔ دې نظم کې وګورئ!

 ——————

د انسان ژوند لوغړن دے ددې خټو په کوټو کې

تلوسې ستړې ستومانه د لېمو په مقبرو کې

ده سړو اسوېلو ځالې د چتونو په واښو کې

حسرتونه په سينو کې مات خوبونه په ککو کې

 

دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے

دغه زوړند کور چې وينې ، دے زما د ژوندون څلے

 

اولنے کور

 

نهر نهور ماشوم دې اوليد په سلګو سلګو اودۀ شو

په ځولۍ د بې وسۍ کې په زبېرګو زبېرګو اودۀ شو

غټه اوښکه ئې په سور مخ ننکۍ دمُفلسۍ ده

د غريبې مور په چل ول په دهوکو دهوکو اودۀ شو

 

دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے

دغه زوړند کور چې وينې دے زما د ژوندون څلے

 

بل کور

 

د ډيوې تته رڼا کې وحشتونه راوريږي

د مجبورې کونډې اوښکې په خيرن بالښت څڅيږي

د ژوندون په پانسي ګاټ کې چې د مرګ لارې ته ګوري

په صليب د غريبۍ چې هره ورځ مري،بيا رغيږي

 

دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے

دغه زوړند کور چې وينې ، دے زما د ژوندون څلے

 

بل کور

 

چې خاوند ئې د مودو نه مزدورۍ پسې بهر دے

د يو اوږد انتظار بوجهـ د سرتورې په ځيګر دے

د ساړه انغري خواته په سړه ايره کې ناسته

د غمژنې مور په غيږ کې درې کلن ماشوم نهر دے

 

دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے

دغه زوړند کور چې وينې ، دے زما د ژوندون څلے

 

يو بل انځور

 

دا رنځوره چې پرته ده ، دا ددې کلي ابۍ ده

په خيرن خچن ماحول کې د ارمان يوه سلګۍ ده

تش بوتل د دوائۍ ته په چاؤدلو سترګو ګوري

په زړه بړستن کې ملاسته يو قيصه د بې وسۍ ده

 

دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے

دغه زوړند کور چې وينې ، دے زما د ژوندون څلے

 

د دې کلي يوه کوڅه

 

د کتاب او د مکتب نه چې محرومه په ازل دے

چې د رزق په تکل کې په پښې ابله پښو په زغل دے

د لقمان په لاس کې لور دے ، افلاطون په سنډه سور دے

د غربت منګول کې نښتې څه مجبوره مستقبل دے

 

دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے

 

د ازل تور شوکوؤمه ددې خاورې د تندي نه

بس تر پوزې پورې راغلم د ماحول د ساه ډوبي نه

د خزان ددې خپسې د منګول نه ځان اوباسم

دا د ے خپله حصه اخلم ، نن په زور د پسرلي نه

 

دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما

د خاورو کلے

 

دغه زوړند کور چې وينې د ے زما د ژوندون څلے.

 ( انجنئیر اعجاز یوسفزے)۔

Eng. Ejaz Yousafzai


بېرته شاته