(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

نظم / دوزخۍ

[15.Jul.2024 - 10:09]

نظم/دوزخي

شاعره: کلثوم زېب

 

د  سړي په عدالت کښې 

د  سړي  پۀ وکالت  کښې 

د  سړي مقدمه  کښې  

د سړي پۀ  ګواهۍ کښې  

د سړي دي   دلیلونه 

فیصله لا شوے نه ده 

دلیلونه لا   شروع دي 

هغه  ښځه ده  مجرمه 

 

هغه ښځه چې  یو مور ده 

هغه ښځه چې  یو خور ده 

هغه ښځه چې یو  لور ده 

هغه ښځه چې  ده ښځه 

 

نن ولاړه عدالت کښې 

ګيره ور دي ترې  چاپېره

د ګناه نه خبر نه ده  

د وحشت مېدان کښې ناسته 

پۀ پټ مخ،  پۀ لوې مېدان کښې 

د وړو وړو خدایانو 

په ولقه کښې ده راګېره 

دا د مينې  تهمتي ده  

د  وحشت کلي کښې  ګېره 

یو جلاد   چابک پۀ لاس 

ددې خوا کښې دے ولاړ 

جلاد  لویې  د  يو څرمنې 

جوړ  چابک  سر ته  اوچت کړي 

او بیا ښۀ د زړه د زوره 

ددې شا باندې  راخلاص کړي 

دا دننه په برقعه کښې 

کړي ټوپونه وارخطا شي 

رور او پلار خاوند او ځوئ 

پۀ مېدان کښې تماشیان دي 

د مذهب پۀ نوم راجمع 

دا واړۀ واړۀ خدایان دي

د الله اکبر غږ د مېدان نه شي راپورته 

او جلاد چابک  راخلاص کړي 

د برقعې زندان کښې بنده 

 دا حوا  شي پۀ ټوپونو  

زمکه نه چوي لویه خدایه 

چې شي دا پکښې دننه 

شي د هر غم نه بې غمه 

دا الله الله اواز کړي 

الله هم پۀ زمکه نشته   

اسمان هم د بره خاندي 

او اسمان کښې مېشته  خدائې هم 

نن  د بره تماشه کړي 

د محشر مېدان تيار دے 

دحوا د لور  ، محشر کښې 

فېصله د تقدیر کيږي 

د دوزخ دوزخ ژؤندون نه 

بل دوزخ ته به رسيږي

کوم دوزخ چې د ازل نه

 د حوا پۀ تندي لیک دے


بېرته شاته