پروفیسر رسول امین
[09.Jun.2024 - 13:10]د ارواښاد امین صیب یاد
په افغاني ټولنه ېو ځانګړي سېاسي سېسټم برلاسی (تسلط) وو او ددې سېسټم پر بنسټ ځیني نامتو پوهان په دربار پورې تړل شوي وو. هغوۍ ېوازې (محض) د دربار په امر او حکم لیکنې کولې ( درباري او سرکاري لیکوالان) .
زمونږ مشران لیکوال مکلف وو، چې د دربار په ګټه او طرفدارۍ لیکنې وکړي. ( پروفیسر رسول امین)
............................
پروفیسر عبدالرسول امین 10.05.1939نېټه د کونړ ولايت په وټه پور کلي کې زيږيدلي و.
لومړنۍ زده کړې يې په افغانستان کې سرته رسولى او د مينځنيو او لوړو زده کړو ترسره کولو لپاره په 1334 کال کې پېښور ته تللی و. په پېښور کې يې يو کال دانگريزي او اردو ژبې زده کړه وکړه او بيا دمينځنيو زده کړو دسرته رسولو دپاره د فارورډ سکول اينډ کالج کې شامل شو. په 1960 کال کې فارغ شو او د لوړو زده کړو د پاره دپېښور په اسلاميه کالج کې داخله واخيسته. په 1966 کې ېې دماسټرۍ سند ترلاسه کړ وروسته له هغې بيرته افغانستان ته ستون شو .
دپښتو ټولنې غړي او دکابل پوهنتون دادبياتو او بشري علمو په پوهنځي کې داجتماعي علومو داستاد په توګه دنده تر سره کړی ده.
په 1358 کال کې دوخت د رژيم دمخالفت پهله امله زنداني شو. په افغانستان باندې شوري د یرغل سره سم پېښور ته کډوال شو.
د 1980 تر 1985 پورې په پېښور کې دملي اسلامي محاذ په تنظيم کې د کډوالو رئیس او دافغان اطلاعاتي مرکز مخکښ وو. په 1985 کال کې یې دازاد افغانستان دليکوالو ټولنه (وفا) جوړه کړه چې بېا دافغانستان دمطالعاتو په مرکز ونومول شوه. دخپلواکۍ مجله ، دوفا مجله ، دوفا اخبار ، یې له مرکز څخه چاپ او خپرول .
د افغانستان په لنډ مهاله حکومت کښې دپوهنې دوزير په توگه وټاکل شو.
بې شمیره مقالې یې لیکلي او ګڼشمیر کتابونه یې پښتو ته ژباړلي او لیکلي دي.
"افغانستان د تاریخ له خطرناک پېچومي تېرېږي" کتاب یې په حقاېقو راڅرخي.
پروفيسر امين د 2009 کال داکتوبر دمياشتې په 31 داسټريليا دملبورن په ښار کښې له نړۍ سترگی پټې کړې.
اروا یې ښاده او بادونه یې تازه.
(نصیر ستوری)