(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

ته هم دلته جنتي یې

[15.Jul.2024 - 10:18]

ستا اوچت اوچت بانګونه

ستا اوږده اوږده مونځونه

ستا روژې او ستا حجونه

ستا تسپې او ستا ذکرونه

ستا په تخرک کې کتابونه

ستا منبر باندې وعظونه

 

زه منم دا هرڅه ښه دي

په دې ته جنت ته رسې

ولې ماته پکې څه دي؟

په دې ته جنت رسې

 

ته هم دلته جنتي يې

ته هم هلته جنتي يې

هلته حورې ګل خوبانې

دلته مستې شاګردانې

هلته یخ شراب جامونه

دلته ګرمې حلواګانې

 

زه هم هلته دوزخي يم

زه هم دلته دوزخي يم

نه زه دلته جنتي يم 

نه زه هلته جنتي يم

 

د ژوندون په سور دوزخ کې

د سامراج په اور کې سوځم

د دونیا د جنتیانو

زورورو زور کې سوځم

 

خپل ژوندون راباندې بار دی

په اوږو ګرځوم بار ژوند

وږی تږی وچې شونډې

د نیستۍ ډک خوار و زار ژوند

اول دلته جنت جوړ کړه

پس ته هلته جنت ښايه

يو غریب په خيټه موړ کړه

پس بيا لويې لويې وايه

 

نو راشه پرېږده دا جومات 

د حجرې په ګوټ کې کښېنه

يو چيلم د بنګو ډک کړه

خدای په نوم یې کړه خیرات

 

چې نېشه شې،د جنت نېشه دې کوزه د سر نه

چې خبر شې د دونيا  د دوزخيانو د خبر نه 

 

که خدای راکړه جنتونه

د مېوو نه ډک باغونه

د شېدو سپين نهرونه

د شرابو مست جامونه

پوسې پوسې ښکلي جونه

د پالنګ خوږه خوبونه

بخملين زرين شالونه

د مرمرو محلونه 

زه زرين به يې لوګی کړم

په دې خړو ديوالونو

د دونيا د دوزخيانو

د جونګړو په سرونو 

 

(زرين پرېشان)

Zarin Parishan 

15.07.2024


بېرته شاته