(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

بندګي

[15.Jul.2024 - 10:20]

 

د وړو وړو خدایانو دې بنده کړم

لویه خدایه! زه به چا چا ته سجده کړم؟

 

ملګرتیا که څو رندان راسره وکړي

دا حرم به یوه لویه میکده کړم

 

د وصال د شپې بدل به دې خلاص نه کړم

ټولې شپې که د خپل عمر شوګیره کړم

 

شيريني د پېغلتوب له پېغلې غواړم

خوله به ستا په عنابي شونډو خوږه كړم

 

چې مسکۍ شې، لږ يې ښکل کړې، بیا یې راکړې

سل توبې به هغه جام نه صدقه کړم

 

قافله د پسرلي دې، په دې راشي

خپل ژوندون به يې په لاره کې ډېوه کړم

 

لېونيان راسره کوره پورې لاړل

هوښيارانو نيمه لاره کې دوکه کړم

(سیف الرحمن سليم)


Saifurrahman Salim

15.07.2024


بېرته شاته