(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

سېتار

[15.Jul.2024 - 10:22]

 

سېتار ویل، چې ښه سېتار یم، خو فنکار مې نشته

فنکار ویل، چې ښه فنکار یم، خو سېتار مې  نشته

زه خپل وطن ته په ژړا شوم، ما ویل خوار ولې یې؟

وطن ویل چې زه خوار نه یم، خو غمخوار مې نشته

ما د زلمي نه تپوس وکړو، یې بې کاره  ولې؟

زلمی ویل، دکار سړی یمه، خو کار مې نشته

زما دسوال باره كې پېغلې داسې راکړو ځواب

هر څه کولی شم وطن ته، خو اختیار مې نشته

مالېوني نه تپوس  وکړو ته به روغ  شې که نه؟

هغه  ویل که دا نظام وي,  نو اعتبار مې نشته

 روغاني

Roghani 

15.07.2024


بېرته شاته