(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

جنت وطن

[15.Jul.2024 - 10:25]

 

اوس که خپل جنت وطن کې بې وطن ېم

خو اخر ددې وطن اصلي څښتن ېم

 

د نفاق اور راکې ګډ دی، ناتوان ېم

که یوځل په اتفاق شوم توانمن ېم

 

د نفاق د رنځ له درده که زه روغ شم

بیا مې ګوره، چې دخپل وطن واکمن ېم

 

ساه مې واخله , خو پښتو رانه وانخلې

زه پښتون ېم, په پښتو باندې پتمن ېم

 

که زما ستوري په قبر چیرې راشې

په پښتو راته دوعا کړه پرې مین ېم

 

ډاکتر کبیر ستوری

Dr. Kabeer Storai 

15.07.2024


بېرته شاته