(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګیله من وزیر

[15.Jul.2024 - 06:08]
ګیله من وزیر څوک وو

کراچۍ, فضل عزیز - ډېوه راډیو 11.07.2024

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مرکزي کونسل غړی او د پښتو نوی ټوکېدلی شاعر ګيله من وزیر د اسلام اباد په روغتون کې په حق ورسېدو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پمز روغتون مخې ته د ګیله من د مړینې اعلان وکړ او ویې ویل څومره چې ممکنه وه کوششونه وشول چې د ګیله من علاج وشي خو وایي نور بېوسه شول او ګیله من نور سترګې پټې کړې.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په خبره، په ګيله من باندې په اسلام اباد کې د آزاد داوړ نومې تن ګڼو ملګرو حمله کړې وه او دومره زیات یې په سر وهلی وو چې د اسلام اباد په پمز روغتون کې یې ډاکټران په درملنه کامیاب نه شول

په نوموړي باندې د پاکستان نه بهر ته په تللو بندیز پورې کړل شوی وو.

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين په يو ويډيو بيان کې د ګيله من د روغتيا په اړه په لومړۍ ورځ ويلي وو، ګيله من د اسلام اباد په پمز روغتون کې په داسې حالت کې دی چې ډېرو دعاګانو ته ضرورت لري.

پشتين ویلي وو، د پي ټي اېم فعال غړي او د پښتو شاعر ګيله من وزیر باندې د 2024 کال اوومې جولايۍ په ماښام په اسلام اباد کې بريد شوی، لس، پينځلس کسان راغلي او په هغه یې بريد کړی وو.

پشتين په اېکس يو پوسټ کې ويلي وو، "ګیلامن وزیر باندې نن آزاد داوړ نومې کس سره د ګڼ شمېر ملګرو حمله کړې ده او ګیلامن بیخی سخت ټپي شوی دی".

په ګيله من بريد او مقدمه

د اسلام اباد په سنګجاني پوليس تاڼه کې په ګيله من د شوي بريد مقدمه د زاکيم خان په مدعيت کې د آزاد داوړ او هغه سره د 10, 12 کسانو پرضد درج کړل شوې ده.

د سنګجاني پوليس تاڼې اېس اېچ او عاشق خان په لسمه جولايۍ وي او اې ډيوه ته وويل، په مقدمه کې په ګیله من بريد کوونکی تورن تن معلوم دی، دوی یې سي سي ټي وي ريکارډنګ ترلاسه کړی، په اسلام اباد کې د دغه کس ځای او دفتر تړل شوي او دوی ته معلومات ترلاسه شوي چې هغوی د اسلام اباد نه وتلی دی.

نوموړي زياته کړه دوی هڅه کوي چې په دغه کس او ملګرو پسې یې شمالي وزيرستان ته هم پوليس وليږي، او زر به دوی په مقدمه کې تورن کسان ونيسي. خو پولیسو ډیوه ته ویلي چې دوی ته وزیرستان ته د تګ لپاره لا اجازه ورکړل شوې نه ده.

د پي ټي اېم د فعال زاکيم خان په مدعيت کې په ګيله من د شوي بريد مقدمه درج شوې ده. د مقدمې ترمخه زاکيم ویلي، "تېر د اوومې جولايۍ په ماښام ناوخته 7:15 بجې زه او ګله من د اسلام اباد د B-17 سېکټر په مرکز کې په يوه کېفۍ کې ناست وو، د چای انتظار مو کوله، په دغه وخت کې يو تن د ګيله من په سر د ډنډې ګوزار وکړو، هغه زخمي شو راوغورځېد، په وينو کې لت پت شو، د ډنډه په لاس کس سره نور لس، دولس کسان نامعلومه کسان وو او د هغو په لاسونو کې هم ډنډې وې او په هغو کې ځينو په ما هم ګوزارونه وکړل او چې زه ګوزار شوم دوی وتښتېدل".

زاکيم زياته کړې، "بيا ما د خپلو ملګرو سره ګيله من په خپل موټر کې روغتون ته وړلو، لا په مرکز کې ووچې مخامخ آزاد داوړ د لسو، دولسو تنو سره ولاړ وو، هغه زما ګاډی ودرولو، خپله تماچه یې لوډ يا ډکه کړه، زما پله یې وڅنډوله او وې یې ويل چې خبردار د دلته نه به چرته نه ځئ، کنه وبه مو ولم، ما چې د ګیله من حالت وکتو، د دوی پرواه مو ونه کړه او ملټي ګارډن روغتون ته لاړو، د هلته نه بيا پمز روغتون ته راغلو".

نوموړي زياته کړې، په تېر غټ اختر کې د آزاد داوړ او ګيله من ګاډي په ټکر شوي وو په هغې دوی خبرې اړولې وې، آزاد په هغه خبره په قهر وو او د هغې په وجه یې په دوی حمله کړې ده.

په ګيله مند بريد ته غبرګون

په ګيله من شوی بريد پخوانيو افغان ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي غندلی، او د هغو افغان کرکټ لوبغاړو هم د ګيله من د روغ صحت دپاره د دعاګانو پوسټونه کړي وو.

پاکستان کې پښتنو ملت پاله ګوندونو هم په ګيله من د بريد غندنه کړې، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نيشنل ګوند، نيشنل ډېموکرېټک ګوند، پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند، جمعیت علما اسلام ګوند او تحریک انصاف ګوند پلاوي روغتون ته ورغلي او د ګيله من پوښتنه یې کړې ده.

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاو هم په ګيله من بريد غندلی دی.

ګيله من د پي ټي اېم فعال او شاعر

د پي ټي اېم د فعالو په وينا ګيله من د شورو نه د پي ټي اېم فعال او منظور پشتين نزدې ملګری وو، هغه به د پي ټي اېم او پښتنو شاعري کوله تر افغانستانه ډېر مشهور وو.

ګيله من په خپله فېس بک پاڼه په سر دغه شعر ليکلی،

د پښتنو په قتلِ عام خاموش مَلک او مُلا

له تاسو دومره ګیلامن یمه چې حد نه لري

ګيله من به په ټولنيزو رسنیو د پاکستان په رياست او د پوځ په پاليسيانو ښکاره نيوکې کولې.

په فېس بک پاڼه یې وروستي پوسټونه د پي ټي اېم د اوومې جولايۍ د احتجاجونو په اړه کړي وو. او په يوه ويډيو کې یې ويلي وو، "د اسلام اباد ملګري دې د پرېس کلب مخې ته راشي هلته به مونږ هم په دې احتجاج کې ګډون کوو".

ګيله من د تېر 2023 کال جولايۍ په میاشت کې د پېښور هوايي اډې څخه نيول شوی، او سږ کال 2024  د فرورۍ په میاشت کې نزدې د اتوو مياشت بند وروسته په ضمانت خوشی شوی وو.

ګيله من وزير څوک وو؟

د ګيله من وزیر خپل نوم حضرت نعيم وو، هغه د شمالي وزیرستان رزمک د اسېد خېلو اوسېدونکی وو.

مدني فعال عالمزېب وايي، ګيله من، د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال وو، نه يواځې کلک فعاليت یې کولو بلکې د شاعرۍ د لارې یې د پښتون قام دپاره ډېر لوی کردار وو.

هغه وويل، ګيله من په بحرېن کې مزدوري کوله، خو د پاکستان د حکومت لخوا په هغه پي ټي اېم ته د بحرېن څخه د فنډونو رالېږلو تور وو او په کال 2020م کې هغه د پاکستان په وينا د بحرېن څخه ايستل شوی او دلته یې نوم په اېګزټ کنټرول لسټ (د ملک څخه بهر نه تلونکي فهرست) کې اچول شوی وو.

د عالمزېب په خبره، ګيله من د شمالي وزيرستان د رزمک تحصيل اسد خېل کلي وو، دوه ودونه یې کړي، د لومړۍ مېرمن نه یې پينځه بچي (درې لوڼه او دوه زامن) دي

د ګيله من دوه وروڼه او شپږ خوېندې دي، وروڼه یې په بهر هيوادونو کې مزدورۍ کوي، مور يې ژوندۍ او پلار یې مړ دی

Gelaman Wazir tzook woo , By : Fazal Aziz diwa radio

 

- څوک وو
بېرته شاته