Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
تړمې اوښکې
[29.Jul.2024 - 07:03]
تړمې اوښکې مې په مخ باندې دریاب جوړوي
ظالمان مې د زړه غـوښو نه کبـاب جــوړوي
محبـــت او صــداقـت راته بلا غوندې شـو
گونگوسى د پاکې مینـې مې غوغا غوندې شو
غمازان شـول ډلـې ډلې څه حسـاب جـــوړوي
ظالمان مـې د زړه غوښـو نه کبـاب جــوړوي
هغه زلفې چې عاشـق به ترینه ټـال جـوړوه
د عنقا مرغه لپـاره به یې ترې جال جـوړوه
اوس مطرب ترینـه تـارونه د ربـاب جــوړوي
ظالـمان مې د زړه غوښـو نه کـبـاب جــوړوي
د حـیا پـرده پـه مـخ کـونج او کنـار لټـوم
خـاموشي مـې اختیار کـړې خپل نـگار لـټـوم
حوصـله مې په موجـونو شـوه گرداب جــوړوي
ظالمان مـې د زړه غـوښـو نه کبـــاب جـوړوي
د چــا فکر به دنیا د چـا به کار ســره وي
څوک به ناست په میخانه کې د خپل یار سره وي
غریب مل قلــم په لاس د عشق کتاب جــــوړوي
ظالمان مې د زړه غوښونه کبــــاب جــــوړوي
استاد آدم خان غریبمل
29.07.2024