(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

رحمان بابا کلام

[06.Aug.2024 - 21:46]

غوړچان = متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی 

(د رحمان بابا له کلیاتو نه د طالب او مطلوب او طلب بیتونه!!!)

 

۰د دنیا طالبان ډیر دي ++ که یی مومي څوک له چا

۰خوی که په دا شان وي دل آزار ستا++څه ښادي به کاندی طلبګار ستا

۰چه امید په عمارت د دې دنیا کا++ دکاغذ په کشتۍ سیر د دنیا کا

۰کوم طالب مطلوب موندلی دی په خوب کښې++هغه څوک چې طلبګار وی څه به خوب کا

۰عمارت په سر د ریګ ې روان کاندی+++هر چه کاندی عمارت په دا دنیا

۰څه سیالي ده برابره +د مطلوب او د طالب!

۰په کې غواړم خال و خط د خپل مطلوب++چه په عشق کښی تصور کړم خپل قلوب ۰

۰آبروی د طالبانو خپل مطلوب وی++ آبروی د غلامانو خپل خاوند!

۰د دنیا په طلب ګر ځي++خپسر بولي قلندر

۰که یی سر ځي که یی مال ځي ،خدای دې نه کا+-+د طالب او د مطلوب تر میان نفاق

۰چې خدای زړهء د مطلوب کاڼی کړ رحمانه++++کاڼی پریووت د طالب پر عمارت!

 

*  اخذ لیک: د رحمان بابا کلیات /۲۰۱۸ خپرونه-خیبر بازار پیښور/ د دوست م.خان کامل مومند سمونه


06.08.2024


بېرته شاته