Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
درې شعرونه
[04.Sep.2024 - 11:37]کله راته ځان نه, دا جهان وړوکی ښکاري
کله د هر چا نه, راته ځان وړوکی ښکاري
وی به په غلطه, که تحقیق ورپسي وکړی
چا ته چې لوګی عبدالرحمن وړوکی ښکاري
(عبدالرحمان لوګی کاکاخیل)
__________________
پـیـغـام
راتــه پــــاتـــې لـــه لـویــانـو دا پــــیـغــــام دی
چـې د بــل پــه درنــاوي کـې درون مـــقـام دی
کـه نـظر دې خـپـل اوچـت ســاتـې نـو پــوه شـه
چـې لازم د بــــل نـــظــــر تــــه، احــــتــرام دی
د نــیـم ډک او د نـیــم تـش جام بــېلګــه ګـوره
چـې منفـي او هـم مـــثـبـت رنــګ د کــــلام دی
خــېـرخـواهـان وايـي، جـام ډک نــیـم د اوبو دی
بـدخـواهــان وايـي نــیـم تـش د اوبــو جـام دی
چـې د بـل پــه سـپـکـاوی کـې درنـښـت غـواړی
درون بــه نــه شـي تـل پــدې کـار کې نـاکـام دی
چـې د بــل د غـلامـۍ ســوچ لــــري ســـر کــــې
ازاد نــــه دی، د ده هــــــم ذهــن غــــــلام دی
ســتـوری وايـــي دا مـنــلـی ټــول جــهـــان دی
خــپـلــواکـي بــنــیـادي حق د هـر یــو قـام دی
(کبیر ستوری)
_____________
ستا غمونو لره ښايي که مې زړه خوري
رقيبان زما د زړه غوښې په څه خوري
لږ ديدن مې زړه له ورکه چې خوشحال شي
دا بدبخته مې بيا ټوله شپه ماﺯغه خوري
بل استاد ته یې حاجت نه وي، استاد شي
چې په مخ د زمانې څپېړه وخوري
زه پرې ځکه شوم دهوکه سره د عقله
په اومه خوله، قسمونه ډېر پاخه خوري
د رباب هر ټنګ کې زړه د آدم ژاړي
د درخو د زنې سر په دېواله خوري
مړ د غم په ترخو زهرو یم، شهید یم
په لحد کې مې د قبر چینجي نه خوري
لا خو ګرمه ده د ژوند او د مرګ لوبه
لېوني ارمان ته وایه چې ساړه خوري
څه چې کېږي ارتقا ده ، ښه به کېږي
اسرار هسې لېونى دى، ځان ته زړه خوري
(ډاکټر اسرار)