(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پاڅون مجلې

[15.Jul.2024 - 09:08]

 

د پاڅون مجلې اتلسمه کليزه

لیک: سيد افضل شاه

په 25م اپريل 2024 د زيارت په ورځ دوه بجې ماسپښين د پاڅون اداری له اړخه د دوه مياشتنئ پاڅون مجلي اتلسمه کليزه په تړون شادي هال مردان کښی د ياد شاعر اديب محترم اسرار د طورو په صدارت کښی ونمانځلی شوه د نظامت چاری اکبر هوتي ترسره کړې. د دی دستورې باقاعده آغاز اويس قرنی د قران پاک د تلاوت نه اوکړو . حضرت زبير زبير د پاڅون پيژندګلو اوکره او دا چي د پاڅون ترتيب او څه قسمه مواد لری د هغي ذکر ئ اوکړو د پاڅون د ادارتي څانګی د ملګرو خدماتو اعتراف او ستاينه يې وکړه او د پاڅون د ذکر سره سره یې وخت په وخت د مردان نه د چاپ شوی مجلو ذکر ئ هم اوکړو .

راقم سيد افضل شاه د پاڅون سفر په موضوع خپل ليک وارولو د پاڅون مقصد او مرام ئ واضحه کړو . د اتلس کالو ښه وختونه او ستونزې ئ په محتصر توګه بيان کړی. عثمان مردانوی د پاڅون د منتخب سر پاڼو تفصيل مونږه سره په پروجيکټر په ذريعه شريک کړو. چي په دی سر پاڼو کښې د دي وطن تاريخي ځايونو کردارونو فصلونو موسمونو حتی چي د ژوند د هر اړخ يادونه دې . ډاکټر سرور علي د ګرځنده پاڅون ذکر اوکړو چي اوس به هر کس سره په جيب کښی پاڅون وی په فيسبوک ټويټر يوټيوب وټس ايپ ويبپاڼې هر ځايه کښي تاسو پاڅون ته رساي کوی شی بريښنا ليک کوی . اشرف هوتي ايدوکيټ پاڅون ته راغلې خطونو باندې خبرې وکړي

حصرت ګل ګل چي د عبدالولي خان پوهنتون مردان نه ايم فل کوی چي موضوع ئ د پښتو ادب په پرمختګ کښي د پاڅون مجلې ارزښت ده. په دی مقاله ئ کار شروع کړی دی.په دی دستوره کښی ورته د محترم ډاکټر اسرار په لاس د حوصله افزاي د پاره شيلډ ورکری شو دوی د خپلې مقالې باره کښی ئ تمهيدی خبري اوکړي خو د وخت د کمی په وجي ورته زيات وخت ورنکړی شو. ښاغلی ډاکټر ظفرالله بخشالی چی ئ نګران دی.هغه هم په دی محفل کښی موجود وو هغوی هم د موقع مناسب خبري اوکړي. ډاکټر محمد همايون هما صاحب په پاڅون مجلې خپله ليکي مقاله بيان کړه د پاڅون جاج ئ واخستو ډاکټر صيب د پاڅون په مستقل ليکوالو کښی شامل دی. سابقه صوبايي وزير محترم عبدالسبحان خان د پاڅون په اتلس کاله سفر خپل ځلنده نطر مونږه سره شريک کړو دوی وئيل چي پاڅون يو تاريخ رقم کړو او ډاکټر اسرار صيب د دي تاریخ د ځلنده نامو په سر وځليدو اوس دا ليتکے د ادب په اسمان نمر شوے دے چی  په پوکو به مړ نه شی.

ښاغلي فريدالله شاه حساس هم خپل شګفته ليک په ښه انداز کښی وړاندې کړو. د ښاغلي تاج الدين فطرت په تکل ښه مټ بر دی خو زوړ تکل ی وارولو د موقعي مناسب ئ ليک نه وو کړی. خور فرزانه رسول صنم د پاڅون په حواله خپل تاثرات بيان کړل.زمونږه قامي شاعر رحمت شاه سايل صيب په پاڅون او د پښتو په املا خبري اوکړی . د پښتو او پښتون قام د بنيادي مسلو ذکر ئ هم اوکړو .او تازه غزل ئ په خپل مترنم اواز مونږه سره شريک. ښاغلی ډاکټر اسماعيل ګوهر د پاڅون په اداريو خپل جامع ليک وارولو. د دی تقريرونه مقالو او تاثراتو په مينځ مينځ کښي يو څو شاعرانو خپل کلامونه واورول چي سامعينو تری ډير خوند واخستو او داد ئ ورکړو.په دی ښاغلي شاعرانو کښې اباسين يوسفزی.عزيز مانيروال.ھدايت الله ګل . مصطفی کمال.ساجده مقبول تنها شامل وو. د حضرت زبير زبير ماشومی لور صفوره زبير ډير په خوږ اواز پاڅون والو ته سلام نظم پيش کړو

 ډاکټر اسرار صيب محتصر خبری اوکری اود ټولو شرکت کونکو شکريه ادا کړه د حاضرينو په فرمايش ي غزل وارولو. د دی نه علاوه چي په دی پروګرام کښي کوم ښاغلي شاعرانو اديبانو صحافيانو سياسي او سماجی شخصياتو او ادب ذوقه خلقو برخه واخسته د هغوی نامی څه په دی ډول دی  ګل محمد بيتاب. م ر شفق. .ميا وکيل شاه فقیر خېل. نورالبشر نويد. فضل سبحان عابد. رشيد احمد. ډاکټرمحب وزير . ډاکټر خليل. فيض الوهاب فيض. انور مانيروال . پروفيسر عظمت هما . پروفيسر ګوهر نويد. مراد باچا. مقبول باچا . فياض باچا. ساجد ټکرلعل باچا خيالي. سبز علي خان . اظهر خټک . ساحل يوسفزي. عبدالروف عارف. نور الرحمان سحر. روښان يوسفزي. اکبر علي اکبرسيد شير شاه باچا. غلام حبيب. فيصل. ظاهر علي ظاهر. سعد الله ميوند . ممتاز اتمانخيل. ډاکټر امير محمد خان.سرير احمد يوسفزي . مهر انديش .عاصم افتاب. پروفيسر معراج . اعجاز افغاني. معاذ باچا. حميد هاتف .وصال قريشي . اقبال حسین افکار. راحت شباب. نور واحد نصير. عبد الوحيد ګران .امين الله خان .سيار باچا . شاه حسين تنها. سعيد ګل سعيد. شاه جهان. سيد محمد علی. سابقه ايم پي اے احمد خان بهادر او نور ګڼ شمير ښاغلي او ميرمنې.

 

 صاحب صدر محترم اسرار د طورو د پاڅون مجلې په باره کښی ښه مدللی او جامع خبری اوکړی په صدارتی خطبه دا يادګاری محفل سر ته اورسيدو.

په اخر کښی لاس په دعا يو چي الله تعالی دی د پاڅون دا هلي ځلې تل تر تله جاری لری امين

26.04.2024

- اتلسمه کلېزه
بېرته شاته