(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

د ګلونو تماشا

[04.Sep.2024 - 11:57]

 انجنیر صاحب سلطان جان کلیوال  

 

 دګلونو تمــــا شــا 

 

دا د کومي باغچې ګل دی 

چی مین پری هر بلبل دی

دا په څه شی را لوی شوی

چی تازه همیش اوتل دی 

یا ویده یم اویا خیال دی 

یا دګلو کی څه چل دی

یا به ډوب یم په فکرونو 

یا نظر دی په ګلونو 

مخلوقات ورته حیران دی ـ دا جنت که ګلستان دی

له هر ځای چی ورته ګورم ـ را روان ورته کاروان دی

خوشبویی ددی ګلانو ـ را ګیر کړی پاس اسمان دی 

عجیبه وږمه تری خیږی ـ مست  د دی ګلو باغوان دی 

                     جوړوی تری امیلونه

                      د ولس پیغلې اونجونه 

 ددنیا زلمی ا وپیغلي  ـ کوی ډیر ډیر آرمانونه 

دا سودا لری په زړه کې ـ چی مې ټول وای دا ګلونه

 راروان دی عالم واړه  ـ ټولوی رنګ رنګ ګلونه 

                   تری نه جوړ یو ښکلی هار کړی

                   بیا په غاړه یی د یـــار کـــــړی 

ته ددی  خاوری بچی یی ـ ددی ګلو حفاظت کړه 

په دی بڼ کی زیار اوباسه ــ لرو برپه یووحدت کړه 

د رنګ رنګ ګلو باغوان شه ـ ښه سمبال دی  امانت کړه 

چی رادورمی تماشی ته  ــ دهغه سره الفت کـــــــــــړه

                 پاڅه پورته شه بیدارشه 

                 ددی سرو ګلو ملیار شه 

((غوړچان/ زرچاڼ :غازي خان ځاځی


بېرته شاته