(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

د خوارانو

[04.Sep.2024 - 12:09]

د خورانو مـفکوره یم!

پــــــــه مـــلـــــی غــــورځــــنـــــګ زمـا ملی قــیام دی

استــــعــمـــار   او استــشمــار  ســـره  جــــنـــک   دی

غــــم او درد راســــره تـــــل چـــې د خـــــپــل قـــام دی

د پـــــښــتــون پــه ازادۍ بــانــــدی مـــــې نــــنـــــګ دی

د مـــــــلـــی وحـــــــدت ژونـــدی مــــبــــــارزه یــــــــــم

زه ســــکـــروټـــــــه د خـــــورانــــو مــــــفــــکــوره یـــم

 

پــــښــــتـونــوالــه بـــه اســـاس د قــــانـــــون کـــیـــږدم

د پــښــتـون دولـــت بــه جـــوړ کـړم خــپـــل وطــــن کـــې

اغـــــیــارانـو او پــــردو کــــلــچـــر بــــه پـــــــریــــــــږم

د پښتون  حـکـومـت   به جوړ   کـړم خپل  وطــن   کـــې

هــر د وخـــــت مـــغـل تــــه دخـــوشــال تــوره تـــیـره یـم

زه ســــکـــــروټـــــــه د خـــــورانـو مــفــــکـــــوره یــــــم

 

پــــه پــښـــــتــو بــــــه دفـــتـرونــه ټــــول چــــلــــیــږی

پــښـــتـــانـــــه   بـــه  زیـاتــی   نـه   وی   غـــلامـــان

د پـــــښـــتـون مـلــی ســـرود بــــه بـــــیـا غـــــږیـــــږی

د پـــښــتـون بــــیــرغ بــــه جـــــــک وی پــــــه جــــــهـان

انــــــقـــلاب د اســـمــــان ســـتــوری پـــلـــوشـــــه یــم

زه ســــکــروټـــــــه د خـــــورانـــو مــــفـــکـــــوره یــــم

-----------------

 

د بزګر د کور لوګی

د بـــــــــزګـــــــــر د کــــــــــور لــــــــوګـــــــیـــه !

شــــیـن اســـمــــان تــــــــه پــــورتــــه کـــېـږه !

وریـــــــځـــی راولــــــه تـــــــیـــــاره کـــــــــــړه !

بـــــر یــــــښـــنا جـــوړه کـــړه غــــــړمبـــیــــږه !

شــه ږلــۍ او تــــــنـدرونــه د ګــنـجـی په سر غورځیږه !

د بـــزګـر د کــور لـوګیـه ! شـیـن اسمان ته پـورته کېږه!

 

چــــې ګــــــــنــجــــی درنـــه خـلاص نــه شـــي

ګــــــنــجــــــی ډیــــر زیــات مـــکــــرجـــن دی

تــــــــــــــښـتــیـــدلـــــــــــی دی ســـــــــارا تــــــه

د مـــــــــچــــــــــانـــــــــــو پــــــــــه اتـــــــــــــڼ دی

 

د خوسا بوټۍ پــه شان دی ته ئې مرګ پسی پاځـــیږه !

د بـــزګـر د کــور لـوګیـه ! شـیـن اسمان ته پـورته کېږه!

 

ګـــــــنـــجـی وائـــی چــې پــــــښــــتــون یــــم

پــــه پــــــــښـــتــــو هــــیــڅ نــه پــــوهــــیـــږی

ګــــــوره پــــــام کـــــــــړه غــلــــط نــــــشـــــــی

پــــه پــــاړســـــــو بـــانـــدی     غـــــږیــــــــږی

 

د لـیـلـی د لاس غـــرګــیـه خـــطـا نـــــشی پـری لګـیـږه!

د بـــزګـر د کــور لـوګیـه ! شـیـن اسمان ته پـورته کېږه!

 

د ګــــــــنـــــجـــی نـــــــاظــــــــر ګــنــجـــــــی دی

پــــــه کـــالــه کـــې پـــــــروت پـــــر کــــــټ دی

لـــــــــــیــونــــــــــی ســــــرســـام پـــــــــمــــــن دی

حــــــــــــرکــــــــت نـــــــــــه کــــــــوی لـــــــــــټ دی

 

د زیـــارکــــښو اوسـیله ســـتـوری کړنګ وهه راولیږه!

د بـــزګـر د کــور لـوګیـه ! شـیـن اسمان ته پـورته کېږه!

-----------

 

خـپله کـیږدۍ ښـه ده 

مــــه تــــړه شـــمـلــه یـاره پـــه غـــاړه دی اوګـۍ ښــه ده

ســل بـې نــنــګ زلــمـونـــه یــــوه نـــره مـلالـــۍ ښـــه ده

 

تـــه کــیـنــه کـــرار پـــه کــور بــل دی کـــړه وړو تـه اور

مـا تــه د خــــوشــال تــــوره چـــابــکــه مـړنـــۍ ښـــه ده

 

تــه لــولـی د بـل بـــوسـتان، هــیـردی کړه د مــور لــسـان

مـــــا تــــه د غــنــی یــو ه غــــزلـــه  لـیــونــــۍ ښـــه ده

 

تـــه وای ګــلـســتــان نـــغــمی، زه وایم د رحــمـان نغمی

مــاتــه د کــــروړ مــلـی بــــدلــه پــــخــوانــــۍ ښـــــه ده

 

ځــان بـــه هــله شـی مــې ځـان ،شـی چې د وطن قربان

ســتوری د پـردۍ بـنـګلـی نــه دا خپـلــه کـــیـږدۍ ښه ده

-----------

 

قصور دی په اغا کې

مـــســافــــــــر یــــــم عـلـــــم کـــومـــه اروپـــــا کــــــــې

چــې مـــې لـوړ شـــی د وطــــن شـان پـــه دنـــــیـا کـــې

 

زه یــم خــوار وطـــــن مـــــې شــــاړه شــــانــــکـــاړه ده

بــــــې عـــلـمــۍ قـــــصــور زمـا دی پـــــه اغــــا کـــې

 

زه د جهــــل پــــه ځــنـــځـیــر یــــمـــــه تــــــړلـــــــــــی

اغـــاجــــان مـــــې نـــــه پــریـــږدی د عـــلــم خـــوا کـې

 

ځــان لــــیــــدی د جـهــالـــــت تـــورتــــم کــــې نـــــشــم

شــــم   لــیــدلـــی  ځـــان د عـلـــم   پــــه رڼــــا کـــــې

 

د نــیــکــمرغــــــه ژونــد ســــاحــــل تــــه بـــه رســــیــږی

چـــــې د عـــلــم کـــشــتــۍ جــــوړه کــړی دنــیــا کـــــې

 

د ژونــــــــدون د حــــــرکــــــت فـــلــسـفــــه زده کـــــــړه

مــحــرک شـــــه د خــــپــل ژونــد پـه ارتـــــــقــــا کـــــې

 

د عـــرفــــــان اسـمــــان کـې ســـتـــوری وځــــــلـــــیــږه

چـــې پــیــــدا شــــی تــرقـــۍژونــد پــښــتــونــخـوا کـې

--------------

 

د انقلاب د اسمان ستوری

زه وایـــــم رښــــتــیـــا ولــــوکــــه ســــر زمــــا پــه دار شـي

نــه ډاریـــږم حــق وایـــم کـــــه ځـــان زمــا ســـنګسار شي

 

حــق ویــل تــرخــــــه دی د لــــویــانــــو دا مـــــتـل پــاتــــی

تریخ له زهرو ډیر وی څوک چې چــښـلـو تــه تــیــار شي

 

زړه کـې چې مې څـه دی نور په زړه کې ئې ساتـــی نــشم

اوس به مې د زړه حـالــونـــه تــاســـی تــه اظــــهـار شــــی

 

وایـمـه چـــې حـــق دیــــته د ســیوری نــه ډاریـــږی خـپـل

ځـــغـــلـی او پـټـیـــږی چــې ئــې مـل ســیوری په لار شي

 

پوهـ نـدی نا پـوهـ دی پوهـ بـه شـي اخـر په ځـان بـانـدی

ډیر زیات وی ناپوهـه څـوک د بـل چـې خــدمتـګار شي

 

دا په ریـښـتـیا بـاز دی دوی ئـې ستـرګی ورګـنډلی دی

تل دده زحمـــت هـغـــوی د پـــاره بـیـــګـا ښـــکـار شــي

 

دا دی ډیــر بــدبــخــتــه چـې بـــل د پــــاره ښـکـار کـــوی

ځان لـره ښـکاره نکړی چــې نصــیب ئې افـتخــــار شــي

 

تره ځـوی ئـې تـربـور دی ده ئـې مــرګ تــه مـلا تــړلــی ده

صــــرف ددی د پـــاره چـــې اغـیـار ئـــې طـرفــــدار شـــي

 

خـپـل ورته پردی شول خو پردی به د ځان خـپـل نــکړی

نه خـپـلـیـږی غـیـر اخـر لیـسـتوڼــی کـې پــټ مــار شــي

 

مـــا لـــیـدلـــی ډیـر دی چـــې نـــاری د صـــداقــت وهــــی

ښـــه راتـــه مـــعـلـــوم شـــی پــه اخـر کې بیا ټـګـمـار شي

 

کـلـه چې هـنـدو شـي مسلـمان خـلـک ئـې شـیــخ بــولــی

شـیـخ چې شي ټــګـمــار د لــعنت طــوق د ده زنــیار شي

 

شـیـخـه ســـتـا ســنـدری د خـــوشــال ربــاب کـې نه وایم

زه یــمـــه پـښـــــتون پـــښـتـو زمـــا بـــه خـــواروزار شـــي

 

وخـوړه پـښـتـو چـې ګـلـسـتـان بـــوسـتـان کـې تـــا زمـــا

تا پـه خـــزان راوســـت نـــور به غـواړم چــې بــهــار شي

 

شـیـن بـڼ د پـښـتو کې تـورکارغان ناولـی نــه پــریــږدم

دیـــــتــه راولــــم پــښــتــون بـلــبـل چـــې پـــه چـغـار شـي

 

ســــر چـې نـــذرانـــه د خــپل وطــن پــه نـامـه نه کـانـــدی

قــام ولــس بـه کـلـه د وطــن خـــپـل خـــدمـــتـــګـار شـــي

 

زه د پــښـتونـخــوا د انـقـــلاب د اســـمان ســــتـوری یــم

کړنګ وهـم رالــویـــږم چــې دښـمـن زمــــا مـــردار شـــي

-----------

 

د وطن  خپل نه قربان شه

د ژونـــــد هــــره مـــرحـــلــه کـــې تـــوانـا او قــهـرمـان شـه

د سـر تـیـرو قـافـلـه کې نـنـګـیـالی غــښــتـلـی ځوان شه

 

زوړ جــــهـــان د خـــایــنـانــو د ظـلـــــمـــونـو فــســاتــونــو

ته تـبـاه مـحـوه نـابـــود کـړه ، خــپــلــه تــه نوی جهان شه

 

پـه زارۍ او سوال به خـپلــه ورځ هیــڅــکله سمه نکړی

خــواری کــښه کـاریـــګـر شه ته خاوند د سور نشان شه

 

د خـــائـن پـــه قـصر ســتوری د اسمان  نه راغـــورځــیـږه

دا تـبـاه کـړه اټــیـم بـــم شــــه د وطـــن خـپـل قـــربــان شــه

------------

 

کـنډاسه بوډۍ

راشــــــۍ ای عــــالـــــمــه څــــه عـــجـــــبـــه نـــــــــنــداره ده

وګـــــــورې بـې وســــه بــــوډۍ خــــاورو کــــې پــــرتــه ده

 

نــه ئـــــې شــتـه لاســونــه بـــل غـــاښــــونـه هـم وتـلـی دی

نــــــه یــــوه کـــــنـډاســــه، بــلــــه مــــاتــــه ئـــــې پــــښـه ده

 

وائې ډیــرځـــامــــن لــــرم خــــو ټـــولــو هــــیـره کـــړی یــم

دوی وائ رنګ دی ورک شــه پنــجابـــۍ لـه تا نه ښه ده

 

لوی مې کړل په غـیـږ کې بوتکی چې شولو منډی کړی

پــری ئــې ښــــودم ځـــانــتـه پــه بــوستان کې ئې دیره ده

 

ټـــولــــو خـــــرڅـــــه کــــړی یــــم پــــه بــــډو رشـوتـونـو زه

دوی تـــه خـــو پــــیـســه زمـــا د غــــیــږی نــــه خـــــوږه ده

 

یــو نــه وائـې مــوری راشـه ! ســـتا شــــډلـه غــیــــږه کې

رنــــــګـارنــــګ خــونـــدو کــې د جـــهـان مـــــزه پـرتــه ده

 

یـو ځـل نـه دی خپل خپـلـوانــــو څـــو ځـــلــه شـړلــــی یــم

څـــــه وکـــــړمـــه ربــــه ! د پـــــردونــــه څـــــه ګــــــــیــله ده

 

زه ئـې سـکـه مـور یـمـه پـــالــــنـه مــــې هـــیـڅ نــــه کـــوی

شـوم ورتــه پــــردۍ د پــــیـسـو مــــور ورتـــه ســــکـــه ده

 

غـیږ کې ورتــه مــا د ازاد ژونـــد خــپــل درس ورکړی و

اوس چه غــلامـان شـول بـــخــــت طـالــع زمـــا چـــپــه ده

 

وکـــړلـــی بـــوډۍ خـــبـری ډیـــری زړه ئـــې تــش کـــړلـــو

داسـی مـــعــلــومـیــــږی پــه ســخــتــــیـو کـې پــــخـــه ده

 

راغی یــو تــنـد بـاد بـوډۍ ئـې سـیـــنـد ورګـــذار کــړلــه

ســیـال کـه ئـــې کـــوی څـــوک دا لا بــــلــه تـــــمــاشــــه ده

 

وائـــې غــــنـی خــان چــې زه پــه  ژۍ ورتـه   ولاړ  ومه

غــږ شـو چـــې ســـیــنـد وړی بـوډۍ خـــانـه پـښــــتـــنه ده

 

ســتـوری وائـــې مـــوری غــیـږه ســـتا پـه دنیا نه ورکوم

تـــــــه زمــــا دوائـــــی کــــــه مـــــزه دی اوس تــــــرخـــــه ده

---------------

 

جنت وطن دی

ځــان تــه دی بـل کـــړه نــور د پــوهــی چـــراغان پښتونه

ساینس او تخـنیک دواړه جامه کړه نور د ځان پــښتونه

 

بـهـار د خـــلـکــو پــــه چــمـن او پـــه دمــن بــانـــــدی دی

چـمـن ، دمـــن بـانـــدی سـتا ځـان له دی خـزان پـښتونه

 

د پـښـــتـونـــوالـــی د کـلــــــچـــــر پــــه لاره ولــی نــه ځـی

پــردو پــه لاره بــانـــدی تـــه ئـــې اوس روان پـــښـتــونــه

 

جــــنــت وطـــــن دی دښــــمـــنــانــــو دوزخ کـــړی تـــا تـــه

پـخـپـل مـــکـان کــې تــا تــه نـشـته دی مـکـان پـښتـونه

 

خـپـلـو مـــنـځـــو کــې د ګـــونـــدۍ او تـربـکـــنئ د لاسـه

ځان ته جوړ کړی دی خپل کور تا ګورسـتـان پــښــتونه

 

د جهان خلک تا نه ډیـر زیـــات مــخـــکـې تـلـلـــی کـنه!

د جهان خلـکـو سره ځـان دی کـــړه یــو شــان پــښـــتـونه

 

د پــښـتـنو د ژونـد جـــهـان د اســـمان ســتـوری شــه تــه

وایــمـه تا تـه کــړه ازاد پــښــتـونــســتان پــــښـــــتـونــــه

-------

 

پښتونخوا چې زما ده

وطـن بــــانــــدی نـــازیــــږم پــــښــتـونــخـوا چــې زمــا ده

ســـــنـګـــــر د مـــــیـــړنــــو د پــــلار بـــابــــا چــــې زمـــا ده

 

وطــــن کــــه د اغــــیـــارو شـــی جـــنـــت زه بـه ئې څه کړم

جــنــت د پــښــــتـونــــخــــوا خـــپـلـه دنــیـا چـــې زمـــا ده

 

کلچر او فـــــرهــــنـــګ زه د پــــــردو کـــلـــه نـــــازیــــــــږم

د خـــپـل فـــرهــــنـګ کـلــچـــــر نـــاوی زیــبـا چـې زمـا ده

 

تـــقــــلـیـد د مــــوډ فــیـشــن د اروپـــا مـې نه خـوښـیـږی

ښــه خـــپـلـه پـښــــتـونــــخــوا لــــه اروپـــا چــې زمـــــا ده

 

مــــلـی غــــرور او حــــس د پښـــتـونــوالی مې پکار دی

پـــــــدی کـــــې تــــــــــــرقــــــی او اعــــتــلا چـــــې زمـــا ده

 

ازاد یــــــم زیــــږیــــدلــــی ازادۍ بــــانــــدی بــــه مــــرمـــه

پــښــتـون یـــم د ازاد ژونــــدون فــــــضـــا چــــې زمــــا ده

 

خـــتـــلــــی یــــمـه ســــتـوری د سـبا په پـښـتـونـخـوا کې

نـــــــــــاره د انـــــــقـــلاب تــــــا تـــه ســــبــا چـــــې زمـــــا ده

---------

 

غل دی شی

پـــــه زړه چـــې ئــې د مـــیـــنی اور بـــلـیــږی بـــل دی شی

کـه ســــری ویــــنــی د زخــم نـــه تـلــیــــږی تـــل دی شــــی

 

غـمـاز وائـې چـې ځان به دی په مینه کې شل شوټ شی

پـه مـیـنـه کـــې کـــه ځـــان زمــا شــلـــیـږی شــــل دی شـی

 

چـــــې مــیــــنــی انـــتـهـا ته ورسـیــــږی ســیـــزل کــیــږی

کـــه مـیــنــه کــې پـــتــنګ ســره مل کـیـږی مـل دی شی

 

چې غــــل د مــحـــبـت شـــی د خـــوبـانـو پـه مـحـفـل کـې

روا ورتــــــه دا غـــلا ده کـــه غـــل کــیــږی غـــل دی شـی

 

زنـدۍ د تــورو زلـفـو کـې کــه ئــې غــاړه تــه راولــیــږی

مــــرئ کـــه ئـــې دا   ول پـــه   ول کـیــږی ول   دی شـــی

 

پــه مـــیـنـه کــې د زړه ویـــنـو نـــه جـــوړی که دا نی شــی

پـــه ژرنـــده د هــجـــران کــه بـــیــا دل کـیـږی دل دی شی

 

شـعار انـــقـلابـــی د اســمــان ســـتوری  نه  ته زده کړه

د ژونـــد ســخــتـه مــعـما دی پی حل کیږی حل دی شی

------------

 

فلسفی خیال

یــــوازی نـــه د یـــار د زنـــــی شــــنـه خـــالـــونــــه لـیــکـــم

زه شـــــاعــــرۍ کـــې د مــــوړ، وږی تـــضادونـــــه لیکــم

 

د محـبـت درس مــې لــــو ســــتــلــی بــې خـــبـره نــــه یــــم

په زیـر بــیــنا کې میــنـی لـوږی ته بعــــدونــــه لــیــکـم

 

د مــیـنـی جــــوړ شــولـــو کــارګــــر مــینـه   د کار انرژی

زه تـــولیــدی د مــیــنــی ځــــکــه خــاصـیــتـونـــه لـیـکــم

 

د مـیـــــنــی لــــــ-وږی د لــــوړتــیـا پــــوره کـــــوو د پـــاره

افــغــان ولــس ته فــلـسـفـی یــو څــــو شــــعـرونـــه لیکـم

 

قـــانـــون د ضـد وای په هر شی کې تــضــادونه شته دی

اصـلــی فـــرعـــی ددی تـضـــادو دوه قــسـمـونــه لـیـکــم

 

قـانــــون د نفی وای چـې نــوی تـل د زوړ ځای نیسی

ځـــــکــــه د نــــــوی تــکــــامـــــل زوړ زوالــــونــه لـیـــکــم

 

قــانــــون د ټــــوپ وای پـــه یــو وار شه کیفیت شی بدل

خــودی بـــدلـــون تـه د کـمـی مـعــیـن حـــــدونـــه لـیــکــم

 

قانون   د ټوپ وای په یو وار سه کیفیت   شی   بدل

خو     دی   بدلون   ته   د  کمی   معین   حدونه   لیکم

 

د لـعـل پـه رنګ په وینو رنګ چې شو د حق په غوښتو

هــــغـــوی پـــه یـــاد انـقـــلابـی یـو څــو شــعـرونــه لیکم

-------------

 

د دلبر پلو!

ونـــــیـــســــــــه پـــــــلـــــــــــو د ســـــالــــــو ســـــر پــــــــلـــــــو

د ا پــــلـــــــو چـــــې ســــــتـــــــا دی د دلــــــبـــــر پــــــــلــــــــو

 

دا د پــــــښـــــتـــــــــنـــــی د ســـــــر پــــــــــــړونـــــــــــــــی دی

ځـــــــکــــــه مــــــــاتــــــه دا دی بــــــخـــــــتـــــــور پــــــــلــــــو

 

د یـــــــــکــــې د غـــــیــــرت او حـــیــــــا نــــښـــــی شـــــــتــه

دی د پــــــښــــــتـــونـــــــــوالـــــــی د ســـــنـــګـــر پـــلــــــــــو

 

ژونـــــــد ســـــره اشــــــنـــا پــــــه کــارو زیـــــــار کــــــې دی

دا د کـــــارو زیــــــــــــــار دی د هـــــــــــــنـــــــر پــــــلــــــــــــــو

 

ســــــتـــوری د اســـــــمـــــان  شــــــــه وځــــــلـــــیــــږه  تـــــــه

دا پــــــــړونـــــــی ســــــــتـــا دی د ځــــیګـــــــر پـــــلـــــــــــــو

-------------

 

ښــه ده شـاجـهانـه ده

زړه رانــــه بـــــــې لاری شــــــو مــــل شـــو د اشـــنــا ســـــره

حــال مــــې د مـــجــــنـــون شــــولــو سر شوم د بیدیا سره

 

ځـــــکـــــه چــــې صــحــــرا زمــــا ښـــــه د ګــلــســتــانــه ده

خـــاورو کــــوډۍ خـپـلـــه مـــې ښــــه ده شـــــاجـهـانـــه ده

دا د پــښــتـو شــــعـر مــــې جـــوړ شــــو د مــــــعــمـا ســره

 

شــــــعــر ســـیــلابــــــی زمـــا ســتـا د ژونــد کمال شـولـو

اوګـــوره بـــرکــــت ددی ســـتـا د ژونـــد ښــه فـال شـولـو

مـیــنه مـــې پــیــدا شــــولـــه خــپـلـــه وطــن زیــبـــا ســـره

 

خـیـال دی د پـښـتـون زمـا مـیــنـی کـــې ښـــــاغـــلـــی یـم

مـور چـې قـربـانـۍ تــه خـــپـل دیــــتـه زه ســـاتـــلـــی یـــم

ســتـوری د سـبـا کـــړه ځـــان خـــپــلــی پـښتونـخـوا سره

-----------

 

خوږی شکری شی

مـیــــنــــه چــــــې د ژونـــــد ســــــره مـــــلـــــــګــــری شــــــی

هـــلــــه بـــــیـــا خــــــوږی د ژونـــــــد ســـــنـــدری شــــــــــی

 

بـــــې مـیـــنـی ژونــــــدون پـــــه ژونــــــد حــــســاب نـــدی

دا لــــــکـــــــــه د غـــــــــــره کــــلـــــکـــــی کـــــمــــری شـــــی

 

نـــــــه ئــــــې زړه کـــــــــې ډار و هـــــــــــم د چـــــــا نــــــــه وی

چـــــــار چــــــاپــــیــر د دیــــــنــه کـــه لـــښــکـــــــری شــــــی

 

دا ډیـــــر کـــــرامـــــت بــــــرکــــــــت د مـــــــیــــــــنــــــی دی

ځـــــوک چـــــې شـــی مــیــن زهــــر     ی   شــــکری شـــــــی

 

مـــــســـــت ازاد بـــــــــــیــــداره جـــــانـــــانـــــه شـــــــــــی دا

ورکــــــــی ئــــــــې د زړه نــــــــــــه بـــــیـــا خــــطــــــری شـــی

 

پـــــوه شـــــی د ژونــدون خـــپــل پــه مــــــانــــا بــــانـــــدی

ژونـــــد کــــې مـــــرجـــــانــــونــــه مـــلــــــغـــــــــلـــری شـــی

 

بــې مـــیـــــــنــی ژونــــــدون ســـــتــوری کـــــــوی کـــلــــــه

ژونـــــــد کــــې کــــه هــــر څــــو ښــــښـی سـنـګــــری شـــی

-----------

 

د فرایډ دلائل

د جـــبـر جــــدائــــې ده یــــاره هــــــر چـــــیــرتــــه چــــې وی

مـاتـــــه بــــه دخـپلـــو لـیـــچـو مـیـنــــځ کـې ځــای سـاتـی

 

شـعرمې فـلـسفه شولو چـې ځـان مې خپل تحلیـل کړلو

عـــــقـــــل مـــــې د« فـرایـډ »پــــــــه دلائـــلــــــو ودریــــده

 

وامــــې چـــــو نــــظـــر د مــــاشوموالـی تـنـګو سخـتو ته

ســخـــتـه وه مـــــاشــــوم تـــــه چــې د مــــــور نـــه بــلــیــده

 

ویــــره ورســره بــه شوه چې مور تری نه په څنګ به شوه

دې د خـــپـلـــــې مـــــور دورکـــــــــیـــــدونـــــــــه ډاریـــــده

 

فــکـــــر کــړو مـاشـوم چــې مــورمې لاړه بیا به رانه شی

ډار د جــــدائــــــی ســــره هـــمـــیــــــش تـــکــــــــراریـــــــده

 

لـوی چـــې شــی مــین هم د کوچنی ماشوم په رنګه شی

نـــــدی کــــړی هــــیــڅـــــوک د مـــاشــومـانــو   نه ګـیلــی

 

زه د مــیـــنـی لانــــدی جـــسـمــــانــی یـووالـی نـه پـــیــږم

مـیــــنـــه یــــواحــساس دی غـــریـزی پـوره کــیـدل نــدی

 

خــیال مــــې کـړو چـــې میــنـــه به عادت وی د اشنا سره

پـوه شـومـه چــې مـیـنـه یــــار ســـره عــــادت کـیدل ندی

 

وکــــړه تــــجــربـــه مـــې تــــشـــابــــــه ډیــــــره مــــهــمــه ده

د یــار تــسـل پـی کـیـږی خو د یار عـوض کـــیـدل نـــدی

 

مـیــــنـه نـــه ورکــیـږی خــو بـــدلیږی په ګرانښت باندی

ګـرانـښــت د مـیـــنی جــــز دی هـــډو مـیــنه کمیدل ندی

 

ســتـوری د پــښـتون یــم پـښــتـونـوالــه پـه مـا ګـرانه ده

مــیـــنــه پــــښـتــنـه ده پـــــــښــتـونـــــــوالــــــــــه بــه مـــنـی

----------

 

خـیال د عـلم مـقدم دی

بــیـا د چـا لـه غـــمـه مــې راټـــول ســتـرګــو کـــې نـــم دی

کــومـی خـــواتــــه وتـــــښـتـمـه هــــره خــــوا ســـــتـــم دی

 

نـه می شـته خواخـوږی چې د غــم بار  راسه پورته کړی

ځـــانـــــله دا درونـــد بــــار پــورتــه کـوم پـه ما مـاتـم دی

 

نـــوی ربــــاب نــشـتـه دی چــې نـــوی نـــغــــمـه وغـــــږوم

زوړ ربـاب   بی ســـــوره   دی شــــلـیدلــی زیـــر و بـــم دی

 

ای د حـس نـاوی د ښـــکـلا پـه نـــــنـــدارتـــون کې خـپـل

زړه مــــــې تــــا تــــه فـــرش دی ستادپـــاسه پـــه قـدم دی

 

ســـتــوری د ښــکـلا د مــحـبـوبـو خیالـونـه پـریـږده نـور

دا بـــــه دی غــمــجـــــن کـــړی خــیـال د عــلـم مــقــدم دی

------------

 

بـیـګـانی خوب

بـــیـګـا راتــــه پـــه خـــوب کـــې مـحـــبــوبـــا راغــلــی وه

د مـــــور او پــــلار نــــه پــــټـــه دا پـــه غـــــلا  راغــلـی وه

 

د خــپــلـو زلــــفـو ټــــال بـــانـــدی پــه نـــاز نــاز ځـنـګـولم

بـرقـــونـــه خـــدایـــګـــو خــړ شـــو چــې رڼــــا راغــلــی وه

 

نـیـولــی وه جــذبــی د مینی غـیږ کې ئې راټــیـنـګ کـړم

د مـســـتـی مــیــنــــی خـــپـــلـــه پــه ښـکـلا راغــــلــــی وه

 

دی ویــلــــی ګــرانــه یـــاره پــــه ځـیـر ځـیـر راتــه وګــوره

مـــــا نـــــه شــولــو کــــتـــی ورتـــــه حـــــیــا راغـــلــــــی وه

 

مـحـــــفــل د خــــوشــــالـۍ خــنـدا هــوش د میــنی سازو

دا ځـــمـــکــــه د یـــــورپ چـــــې پـــــه ګـــــډا راغـــلــی وه

 

د ډیــری خـوشـالــۍ نـــه زړه زمــــا پـــه دریــنـــچــــقـــو

اســیـا نـــه چـــې یـــــورپ تــــه مــــې لــیــلـــی راغـلــی وه

 

د مـــیـــنــی درمـــــــزونـــــو پــه الـــــهـــام ئـــې پــوهــیــدم

لــــیـــلـــی مـــې ســــبـاون کــــې پـــــه خـــنـدا راغــلـــی وه

 

چــې وبـــوګـــنـیــدم خـوب کې بیا راوښ شومه تنها وم

هــجــــران کــــې د لـــیــلــــی مــــاتــه ژړا راغــلـــــــــــــی وه

 

اسمان کې د لـیـلـی او مـجــنـون ســـتـوری و يــریـوتـــی

ددی پــــه ځـــــای چــــې ســـتـرګــه د ســـبـا راغــــــلـــی وه

---------

 

د چای خانی یار

لاړی پـــدی ځـــای کـې ستا میلی او چرچې تیری شوی

ځان چې دی بانډه کړه د خـان بوټی شونډی پیړی شوی

 

تـــه چـــــې راســــــره وی الــــمــانــۍ کــتــابــخـــانـــه کــې

ټــولـی مســـخــری بــه وی پـه لانــدی چــای خــانـــه کــې

تا بـه ویــل «جانلاک» د زمــانـــی خـــبــری ډیــری شــوی

ځان چې دی بانـډه کړه د خان بوټی شونډی پیړی شوی

 

ټــــولـــه مســخــره وی تـــا بــــه زه ډیـــــر خــــنـــدولــــــمــه

مــــا کـــه نـــه خــــــنــدلــــی تــا بــــه پــټ پــټ تــښــولــمــه

یو ورځ دغه ټوکی «ســر بـنبـلی» د غـوږ تــیــری شــوی

ځان چې دی بانډه کړه د خان بوټی شونـډی پیړی شوی

 

وویـــل «ســـر بنبـلــــــی »    دا غـــــــړۍ دی مـــــاتــــومـــــه

بـــــیـــا کــه دی څــــه وویـــل په والله کـــه دی پــریــږدمــه

تا ویــل مــامــا تــښـتم خـطـری مــی د ســر ډیــری شـوی

ځان چـې دی بانډه کړه د خان بوټی شونډی پیړی شوی

 

خیټه او پوزه دی بــدلــه کــړه هــیــچــا نـــه پــیــژنـــدلــی

د شــپــی بـــه ګــرځـــیـدلــی د هــر چــــا نــه پــټـــــیــدلـــی

ټـــول وی مــصنوعــی چــې کــله ســتـوری ولــــیــدلـــــی

غږدی کړه ماما چې پخوانۍ کیسی دی هــیــری شـوی

ځان چې دی بـانډه کړه د خان بوټی شونډی پیړی شوی

---------

 

زما لـیلی ئې کنه ؟

مــــــحــــبـــــوبــــــه تــــــه مـــې د وفــــــــــا ئـــــــې کــــنــــه ؟

زیــــــــنـــــــت د ژونــــــــد او د ښـــــــکـــلا ئـــــې کــــــنــــه ؟

 

مــــــحـــــبــــوبــــــو حـــــس بـــــه خـــــجــــل شــــــی درتــــــه

کــــــــه حـــــســــن تـــــــــه ورتــــــه وښــــــــــائـــــــې کــــنــه ؟

 

قــــــســم پـــــــه تــــــــا پـــــــــوری مــــــــې زړه تــــــــــړلـــــــی

ځــــــکـــــه چـــې تــــــه مـــــې روح او ســــا ئـــــې کـــــنــــه ؟

 

شــــــــربـــــــت د شـــــــــونـــــــډو دی را وځــــــــنــــــځــــــــوه

زمــــــــــا د زړ  ه چـــــــــــــې  تــــــسـلا   ئـــــــــې کـــــــــنـــه ؟

 

زمـــــــــــا د ژونــــــــــــد د تـــــــــــــرګــــــــــــمــــــۍ د پـــــــاره

د نـــیـــمـــکــــــرغـــــۍ د ژونــــــد رڼـــــــا ئـــــــې کـــــنــــه ؟

 

وطــــــنـــــه ! ســتـــا پــــه مــیـــــــنـــــه ژونـــــــد کــــــومـــــه

ځـــــکـــــه چـــــې تـــــه زمـــــا لـــیــــلــــــی ئـــــــې کــــــنــــه ؟

 

د ســـــتـــــوری ســــر او مــــال قــــــربــــان شــــه تــــــا نــــــه

تــــــــه ئـــــــې لـــــیــلـــــی پــــــدی دیـــــــنـــا ئــــې کــــنــــه ؟

------

 

د ملګری سره مخه ښه

ورځـــه پـــه مــخ دی ښـه ملــګـری ګــرانه خدای په امان

وطـن تــه پـه خـیر لاړ شـی ګــرانه ځوانـه خــدای په امان

 

وطــــن کــې وږو تـږو ســترګــی مــونــږ تــه دی نـیولی

ګــیـډی چــې پــشا کــړی وی او پونــدی وی چــاودلــی

بــیــغـوره نــشی دوی خــلاص کــړه بلانه خدای په امان

وطـن تــه پـه خـیر لاړ شــی ګــران ځوانـه خــدای په امان

 

هــــــــغـــــو یـــی تــه چـــــې د اوږی، وږی لا وږی کــــــوی

بـــیـــکــاره وی بــنــګـــلـو کـې ځــان تــه ډمــی ګــــډوی

تـــنــدر ئــې راولـیــږه نــا ګـهــانــه خــــدای پــــــه امــــــان

وطـن تــه پـه خـیر لاړ شــی ګـرانه ځوانـه خــدای په امان

 

ساپی او پــه مــومـندو   اپریـدو   کـــې کـــور پـــه کــور

د ټــولــی پــښـتـونـخـوا غــرونــو رغــو کې لــور په لــور

د ســتــوری ســلام وایـــه پــریــمــانـــــه خـــدای پـه امـان

وطـن تــه پـه خـیر لاړ شــی ګــران ځوانـه خــدای په امان

-----------

 

د حـسن لـیلـی

ما چـــې ورتــه وکــتـل دا شـنــه شــوه پــه خــنـدا شــولـــه

خواته شوه راوړاندی پـه قــلــنــګ د خــولی رضا شوله

 

نـــاز او کــرشــــمـــی ئــې د ښــکـلا ســره مــلــګــــری وی

غلی اداګــانــی ئــــــې د مــیـــــنــــــی خـــــونـــــدوری وی

رای کړه دعوت د خولی بیا پـه پـټـه پـه مــشــکا شــولـه

مــا چــې ورتــه وکــتـل دا شــنـه شــوه پــه خــنــدا شــولـه

 

رمــز د مسکـــا ئــــې د ځــــوانــــۍ د ســــاز نـــغــمــی وی

ســــترګــو کی پــــرتـــی پــټــی د مــیـــــنــی فـــــواری وی

مسـته وه مسـتـۍ کــــې د مــستۍ نـــه پــه نــڅــا شـولـه

مـــا چــې ورتــه وکــتــل دا شــنه شـوه پــه خــنــدا شــولـه

 

شــوه کــــږه وږه زلــــفــی خــوری شــوی پــه مــخ بــانــدی

ستړی چې شوه پــری وتــو پــه کــټ کې لانـدی بــانــدی

تـــوره شــپـه دی زلــــفــو کـــې ســهر و چــې رڼـــــا شـــول

مـــا چــې ورتــه وکــتــل دا شــنه شـوه پــه خــنــدا شــولـه

 

لمر ئــې پــه سپین مــخ بــانــدی ګـلــګـون شال اچولی و

ستوری پــدی شــال کـې ئــې دنـــنه پـــټ نـــغــښـتـلــی و

راغـــلــو مــازیــګــر لــیــلــی د حسن بــیــا جـــدا شــولـــه

مــا چــې ورتــه وکـــتـل دا شــنـه شــوه پــه خــنــدا شــوله

------------

 

سـلام د مـیـنی

نــــــــــــن مــــــــې تـــــــــــړلـــــــــــی دی لام د مـــــیــــــنـــــــــی

ګــــــونـــــدی واصـــــل شـــــــم پــــــــه کــــام د مـــیــــــنـــــی

 

کــــــــــوه د مـــــیــــــنــــــــی جـــــــــرګــــــه پــــــه مـــــــیــــــنـــه

چــــــې بـــــــرکـــــتــی شـــــی کـــــــــلام د مـــــیـــــــــنـــــــــــی

 

مــــــا خــــــو ویـــلــــــی چـــــې مـــــیــــــــنــــــه نــــــــشــــــتــه

اوس شـــــــــــوم بـــــــــنــــدی زه پــــــه دام د مـــــیــــــنـــــــی

 

د ګـــل ویـــــــشــــــتـــل دی زمــــــــــا پـــــــــــــه ذهـــــــــــــــن

کــــــــه یــــــــار مــــــې وکـــــړی انــــــــعــــــام د مـــیــــــنـــــی

 

مـــیــــــنــه پـــــه عـــــــرش کــــــــې بــــــــــالا وســـــــــیــــــږی

خـــــــلــــــقـــــه عــــــــــــالــــــــی دی مــــــقـــام د مـــیـــــنـــــی

 

هـــیــلـــــی مـــــــې     ســــپـــــړی   غـــــــوټــــــۍ د ګـــلـــــــو

چــې کـــیـــږدم شـــــونــــــډی پــــــه جــــام د مــــــیـــــــنـــــی

 

ریـــــــــبــــــاره راشـــــــــــــه د یــــــــــــــــار د لــــــــــــــــــــــوری

خـــوږ     نه     خـــوږ    راوړه    پـیــغـــــام     د مــــــیــــــنـــــی

 

د اســــــــمــان ســـــــتــوری هـــــمــــدومـــــــره بـــــــــس دی

چـــــــــې یــــــــار      رالـــیـــــږی     ســـــــــلام د مـــیـــــــنـــــی

-----

 

بـس دی!

هـــــــر څـــــــه مـــــــــې یــــــــاد څــــــه ویـــلـــــی نــــــــــــشــــم

ســـتــرګـــــــی بــــــیــــنــــا لــــــرم کـــــــتــلــــــی نــــــــــــشــــم

 

کـاشـــکــی چــــې ګـــــونـــــګ دی پــــیــدا کـــــړی وی زه

چــــــې خــــــولــه کـــــې ژبـــــه خــــوځــــولـــــــی نـــــــــشــــم

 

ســـتــرګــــــی پــــــیــــدا دی د لـــــــیـــــدلـــــــــو د پـــــــــاره

خــدایـــګــــو چــــې زه پـــــری تـــا لــــیــــدلـــــی نــــــــشــــم

 

کــــــــــه ئــــــــــې   دراړوم   ګـــــــــــنـــــډی ئــــــــــې راتــــــــه

ســتــرګــــی د بـــــاز پـــــه شـــــــــان ګــــــنـــډلـــــی نــــــشــم

 

ســــتـــا د ظــــلــمـــــونـــــــو تــــړنــــګـــــونـــــــو بــــانـــــدی

ظـــــــــالـــــــمـــه نــــــــور زه پـــــی خــــتــــلـــــــی نـــــــــشــــم

 

ســـــــتــــا د غــــــــړمـــــــــبــــــار او د قــــــهرونـــو   نه     زه

بـــــــــس دی نــــــور هـــیـــڅ  زه   ډاریــــــدلـــــی نــــــشـم

 

ســـــــتـــوری پــــــــــه قـــــصــر دی ډیــــــر وځـــــــلــــیــــــده

نـــــــور دی پـــــــــه قـــــــصــر ځـــــــلـــــــیـــدلـــــی نـــــشــــــم

--------

 

تاله چرګه لـنګوم !!!

نـــوی زمــانــــه شــــوه زه خـــــپـل زوړ ژونـــــد بـــــدلـــــوم

ســــاز ســــرود   دی نــــوی زه خــــپـل زوړ ټـکور    وهـــم

 

یــم پـه مـیخـانـه کـې څــنـګ شــرابـــونـــه پـــرهـــز وکــړم

مــســت یـــــم رنــدانــه یـم پـیـــمـانــــی خـپـلـــی چــــښـوم

 

ای واعــــظــــه راشــه چـــې دی زړه کـــې رڼـــا ئــې وشــی

ســـر، ســره دی خــپــــلــــه پــــیـــمــــانــــــه زه چـــنــــګـــوم

 

غواړی که ظاهر باطن دی پاک شــی ریــا کار   نه شــی

وچــــښـه پـــیــمانــــی ډیـــری چــــــې تــــــا زه خـــــــنـــدوم

 

بنده صومعه کـړه مـیـــخـــانــی دروازه خــــلاصـــه شــوه

راشــه د نــــیــــشــــو پــــه ټـــال چــــې تـــــا و ځــــنــګـــوم

 

مــسـت خــرابــاتـی یـم خـرابــات د پـــیـر بـالـــکــی یــمــه

خـم د مـیـخـــانـــی ځـــانـــلا خـپـل ځــــانــــتـه ځــــنــځـــوم

 

ســتـوری د اقــبــــال یـــمه واعـــظــه ورځ دی ښــه شــوله

غـلــــی کـښـیـــنـه چــــپ شــــه تــالــــه چـــرګــه لـــنــــګــوم

---------

 

په خیالونو کې زما

د مـیــــنــی ســـاز غـــــږیـــــږی پــــه چـــــرتـــونــو کـی زمـا

ټــالــونـــه دی شـــی زلــــفـــی پــه خــیالــــونــــو کـې زمـــا

 

د مــیـنـی غــلـبـلـو کې انـدیـښـنی دی شـــی شـــریـــکــی

الـهــام کــیـږی د مـیـــنـی بــــیـــا خـــــوبـــونـــو کــــې زمــا

 

تخـنـیـږم وبوګـنـیږم خوب کــې لــوټ پــه لــوټ زه اوړم

ښـکـاره شـــی مـیـــنه ســتـــا د زړه ســـوزونـــو کـــې زمـا

 

معصوم مـاشـوم زړګی مې ژاړی تــا پــسی تــا غــواړی

د ویــــــنـــو فـــــواری شـــــی زړه زخــــمــونـــــو کـــې زمــا

 

چې ګـرم مـې نکـړی یاره لـیونی غــونـدی کــه ښــکــارم

راځـی لـیـونــۍ مـیـــنه ســــتـا فـــکـــــرونــــو کـــــې زمـــا

 

کــه څــــړیــکـــی او د زړه دردونــــه ویــــنـی زمـــا راشـــه

د څـــړیـــګـــو شـــمـار ئـــې نـشـته زړه دردونـــو کــې زما

 

د ســـتـوری پــاکـــه مــیــــنه نـــــازولـــی چـــې پـــه تــــا ده

جــــذبـــــه د مـیـــــنـــی ســــتا شــته پــه شــعرونو کې زما

----------

 

پـښـتـنه مـیـنه !

نــه خــوښــوم دا ګــلــونـــه خـوا کـې چـې مـې یـار نـشـتـه

دا دی د پـــردو بـــاغـــونـــه خــپـل زمـــا ګـلـــــزار نــشـتـه

 

هـر طـرف ته پــیـــغـلـــی ســتــرګــکـــونــه اشــاری کــوی

څه به کـړمه دغـــه سـترګــی، ســتــرګــی د نـګـار نـشـتـه

 

دلــتـه تـــور پـــړونـــی، پـښـــتــنــی غــیـرتــی نـشـتـه دی

ورکــی دی شــی دا بـــی حـیـا هــیـڅـوک حـیـا دار نشته

 

دا پیغلی قربان شه، تور پړونی د نـــیـم نـــوک ځــــیـنـی

هغه دی معصومې پیغلی دوی د یــارۍ شـمــار نـشـتـه

 

دلــتـه د پــــوډرو مــــخ سـپیــنی او بـــی بــــاکـــې زور ده

کله بـه ځـم هــغـه مــلــک ته چیـرتـه چـې سـنـګـار نـشـته

 

هـغـه بـــې سـیــنـګــاره خـــدای پـیـدا د لـیـلـی خور کړله

مـیـنـه یی پـښــتـنـه ده د بـل چـــا ســــره ئـــې کـار نــشـتـه

 

ســتـوری پــښــتــنـه میـنـه په مرګ جـــدا کیــدای نـشی

ډیـره ده سـپـڅـیلـی دیـکې هیڅ چې خــنـډ و خــار نشته

-----------------

 

سـتا پـه انـتـظار !

پــتـنـګ مـیـنـه کې نــاســـت دی د رڼـــا پــــه انــتــــظــــار

زه سـتـا وصــال تـــه نـــاســـت یـــمـه خـطـا په انــتــــظـــار

 

وعـده دی وه بــیــګــالـــه تا ویـل بیـګـا له بـه   درځمـه

بــیــګا تـــیـــر شـــو ســبـا شــــو د بــیــــګــا پــه انــتــظـــار

 

رنــځـــور نـه یــم د تـــبــی ، یـــم رنـــځــور د محــبــت ستا

دارو   مـه  راوړه ما تـــــه یــــمــه ســتـا پــــه انــتــظـــار

 

مــنــم چـې مـحـبـوبــو ســـره جــــفـــا شـــتــه وفـــا نــــه وی

یـــــوځــــل راشـــــه زه یـــم ســتـا د جـــفـــا پــه انــتــــظـــار

 

زمـــــا د لـــــیــــونــــی زړه لــــــــیـــــونــــۍ خــــبـــری واوره

چــې مــاتـــه وائــــې یــــم زه د لــیــلــــی پـــــه انـــــتــظــــار

 

شــبـنـم پـه ګـلـو نــــه دی دا د ګــــل د ســـتـرګـــو نـــــم دی

ســــبـــا کــــــې چــــې ګــل ژاړی د بـــــورا پـــه انــتــــظـــار

 

د سـوزو سـاز د مینی په جــهــان ئې ســـتـوری ســوځـــه

کـــه غــــواړی کــیـــنــاســتـل د دلـــــربــــا پــه انــتــــظـــار

----------------

 

پـه ترږمـۍ کې رڼـا

چــــپــــه چــــــــوپــــــــیــــا وه  ســــــپیـــره ډاګـــــــــــــونــــــــه

ټــــــــــــــول اغـــــــــــزی ؤ     نـــــــــه و ګـــلــــــــــــونــــــــــــــــــه

 

تـــــــــــــــوره پــــــــــــــــــرده وه د غــــــــم نـــــــــــــــه ډکــــــــــــه

نــــــــه    خــــــــو شــــا لــــــتـیـا وه       نــه  ســــــــرودونـــــــه

 

دی تــــــرږمـــــــۍ کــــــې څــــــــه رڼــــــــــــا راغــــــــــــلــــــــه

غــــوږ تـــــه مـــــې راغـــــــلــــــــل څـــــــه فــــــریـــــــادونـــــه

 

زه   ور روان شـــــــــوم چـــــې کـــوم      درمــــــــنـــــد   دی

وی   خـــوری     زلـــــفــــــی زنــــــګـــــیـــن ټــــــالـــــونــــــه

 

مــــــــا ویـــــــــل راشـــــــــه ! ټـــال کـــــــــې و ځــــانـــــګـــــه

ګــــــــونــــــــدی ورک ســـتـا شــی د    زړه     دردونــــــــــــه

 

درد مــــــې ورک نـــــه شــــو لا پـــــسـی زیـــــات شــــــــــــو

آه و فــــــــــغــــــــان کــــــــــړی تـــــــل زخــــــــــمــی زړونـــــــه

 

د وطـــــــن مـــیـــــــنــه کـــــې ځــــــان قــــــربــــــان کــــــــــــړه

ســــــــتــوری پــــــــکـــار دی انـــــــــــــــــقــــــلابـــــــــونـــــــه


بېرته شاته