(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

غزل

[26.Sep.2024 - 14:13]

غزل

-

اکثر راباندې لاره کې ماښام شي چې راځم

کارونه څه نيمګړې څه تمام شي چې راځم

 

بنګړي راته راياد شي او رانجۀ راته راياد شي

تړلو سيمسارئيو ته مې پام شي چې راځم

 

توبه وکړم چې بيا د مئيکدې په لاره نه ځم

خمار ، خمار ، خمار شمه او جام شي چې راځم

 

ملګرو خيال مې نه وي چې له ما ګيله اونکړئ

سروکی غزليز غوندې مقام شي چې راځم

 

په لويه دروازه مې کشمالي په نښه کړې

ټپه او يه قربان پکښې الهام شي چې راځم

 

د ستړې ، ستړې ژوند ټول پړاوونه مخاطب کړم

اشناؤو باندې هېر رانه سلام شي چې راځم

 

زما د زړه ويجاړه دنياګۍ نه ودانېږي

معمار او لوۍ کارپوه راته امام شي چې راځم

 

د لارې په اوږدو کې جنتې غېږه کړم ياده

ښه ډېره فاصله راته يو ګام شي چې راځم

 

د پلار د سپين تارونو برکت دی نور څه نه دي

همسا راته هر يو ګواښونکی دام شي چې راځم

 

يو څه مې زنګېدلې قدمونه واک کې نه وي

يو څه د پېښوري ګډ وډ کلام شي چې راځم

-

26.09.2024

Khan Mohammad Pekhawrai 

خان محمد پېښوری

 


بېرته شاته