(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بلۍ په پښتو ټپو کې

[15.Jul.2024 - 09:52]

بلۍ په پښتو ټپو او سندرو کې :

- ډاکتر لطیف یاد -

 

بلۍ ته ځینې خلک دبام سر ،دکوټې سر اوبنېره هم وایي او همدارنګه ځینې خلک د کړکیو پر سر چې د باران نه دبچ کېدو لپاره کوم رپک جوړ شوی وي هغې ته هم بلۍ ویله کیږي .په انګریزي کې ور تهLedge او cornice وایي.

باران وریږي بلۍ څا څي

په ما راڅا څي دجانان خواږه یادونه

دزړه برجونه دې محکم کړه

زه ددېدن بلۍ ته توپې خیژومه

اوس په بلۍ ختلی نشي

دکور دننه ژړا ما پسې کوینه

ستا ددېدن باران دې وشي

که غولی ډنډ شو په بلۍ به ګډه شمه

که چاویل چې جانان راغی

که غولی نه و په بلۍ به ګډه شمه

ستا دراتلو زیری دې وشي

که انګړ ډنډ وي به بلۍ به ګډه شمه

بلۍ ته وخیژه نارې کړه

چې دترلې اوتربور نه کیږي کورونه

آخر به ما په چا حلال کړې

ښکاره کوي چي په بلۍ سپین مړوندونه

چې جمعه شپه شي زړه مي ښه شي

بلۍ ته جګه شمه ستا لارې څارمه

پاس په بلۍ کټونه ډير دي

بنګړو ته شرنګ ورکه چې ودې پېژنمه

په بلۍ کلکه ګټه کېږده

د عاشقانو ناسته تل په بلۍ وينه

پرون دې ویل سبا به درشم

نن تر ماښامه په بلۍ ولاړه ومه

سپوږمۍ په ما دې احسان نشته

د ديدن غل مې د بلۍ په سيوري ځينه

زړه مې اوچت شي هوا وخوري

د يار په دنګه بلۍ کېني وژاړينه

د نيمې شپې راتلو دې ځار شم

لکه ګيدړ په بلۍ چرګې له ورځينه

ته په کوڅه کې سپو چپه کړې

زه د بلۍ په سر خندا نسکوره کړمه

ته په کوڅه کې سپي نسکور کړې

زه د خندا نه په بلۍ نسکوره شومه

په بلۍ راشه تماشې دي

سکروټې سرې دي پکې زه ولاړه يمه

دلته باران دی هلته واورې

که غږ مې اورې په بلۍ ولاړه یمه

پاس په بلۍ کوترې راغلې

زه په پوړو د یار پوښتنه ترې کومه

ته رانه بل وطن ته لاړې

زه ماخوستن په بلۍ کېنم وژاړمه

پاس په بلۍ ناستې بلبلې

نصيب د چا یې اوبه زہ درخېژومه

نن مې د يار د راتلو ورځ ده

په بلۍ ګرځم ناسته خوند نه راکوینه

د ليلا دوه ځايه ديدن دى

يا په بلۍ يا به د سيند په غاړه وينه

پۀ بلۍ ورو ځه پښې دې پرېوزه

زما جوړه ورونه ویده دي ویښ به شینه

په بلۍ څوړی څوړی کيږي

خداۍ دې ارتاو که چي پښتۍ دې وشمارمه

د کاسيري په صابون سپينه

په بلۍ ګرځې د څرخې دې ووېستمه

په بلۍ ورو ځه پوندوره

لاندې مې غبرګ ورونه ويده دي ويښ به شینه

او بلۍ په پښتو سندرو کې :

زه پناه ولاړه یمه

هلکه بلۍ مه نړوه

لیدی مې نشې

(یاد)

-------------------

https://youtu.be/vxUEO2qTZtM

- ډاکتر یاد
بېرته شاته