(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

پېغله د هلمند

[26.Sep.2024 - 14:33]

راغله  پښتنه  پیغله هیلمند نه را روانه ده 

ګل ده ګلالي ده نه ريښتیا ګل خندانه ده 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سور طلايي ټیک یې څه نخرې په سپین جبین کوي 

شونډې یې مسکۍ شوې تمسخر په انګبـین کوی 

داسې جلوه کله ښاپیرئ د چین ما چین کوي 

حورې  ترې  ځاریږي  پاکیزه  هسې  انسانه  ده 

 

تورپیکی یې خپور په سپین جبین کړ د سحر نسیم 

بوې یې ترې راپور کړ سور ګلابو زړه نسـیم

خلک یې اوتر کړل هم په خپله شو اوتر نسیم  

ځکه پرې بلبله هم شادانه غــزل خوانه ده

 

رغله راغله راغله د اوښــانو سره راغلــــله

مســته مکیــــز نه د خوانانو سره راغلله  

هو ګل خندا نه ، ښـــو ګــلانو سره راغلله

نوې راختلې له کـــابــــل او له میدانه ده

 

سر یې را اوچت کړ سلامۍ ته د چمن ګلو  

ګلو د چمن څه د هیلمند د غره لمن ګلو

ګل ته سلامي وکړه ښاخونو او د وطن ګلو 

ژبه د سـوسن  په  هرکلی  ورته ګویانه  ده

 

خدایه داهیواد بې پښتنو پیغلو زلمو مه کې 

دا چمن زمــونږه د کارغانو د پردو مه کــې 

تل لرې پښتون پښتون پښتون خوبې پښتو مه کي

مینه  مو خالصه  په پښتو باندې ودانه ده

 

(شعر د مولوي محمد یونس خالص -.غوړچان : عبدالوکیل اټک)


بېرته شاته