(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

تړمې اوښکې

[26.Sep.2024 - 14:36]

تړمې اوښکې مې په مخ باندې دریاب جوړوي 

ظالمان مې د زړه غـوښو نه کبـاب جــوړوي

 

محبـــت او صــداقـت راته بلا غوندې شـوه 

گونگوسى د پاکې مینـې مې غوغا غوندې شوه

غمازان شـول ډلـې ډلې څه حسـاب جـــوړوي 

 ظالمان مـې د زړه غوښـو نه کبـاب جــوړوي

 

هغه زلفې چې عاشـق به ترینه ټـال جـوړوه 

 د وصال عنقا لپـاره به یې ترې جال جـوړوه

اوس مطرب ترینـه تـارونه د ربـاب جــوړوي 

 ظالـمان مې د زړه غوښـونه کـبـاب جــوړوي

 

د حـیا پـرده پـه مـخ کـونج او کنـار لټـوم 

 خـاموشي مـې اختیار کـړې خپل نـگار لـټـوم

حوصـله مې په موجـونو شـوه گرداب جــوړوي 

 ظالمان مـې د زړه غـوښـو نه کبـــاب جـوړوي

 

د چــا فکر به دنیا د چـا به کار ســره وي 

څوک به ناست په میخانه کې د خپل یار سره وي

غریب مل قلــم په لاس د عشق کتاب جــــوړوي 

ظالمان مې د زړه غوښونه کبــــاب جــــوړوي

 

آدم خان غریبمل


بېرته شاته