(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مودودي صیب

[29.Jul.2024 - 09:58]

ارواښاد مولانا حسن جان صاب به وائل د ابو الاعلی مودودي صاب  سره ډېر فکري اختلاف لرم خو دوه کار ئې د منلو دی ېو دا چې ليک ئې ډېر کړې دوېم دا چې خپله منظمه ډله ئې جوړه کړې دغه تنظيمي ساخت په حقيقت کښې د نړۍ په هغه وخت کښې جوړ کړل شوې چې ټوله نړۍ په ډوه قطبي ډلو کښی ويشل شوې وه د هغه وخت سیاسي ډلې د کميونسټ انقلاب نه پس په ټوله نړۍ کښی په سائنسي اصولو جوړول شوې دغه وخت کښی د پاکستان دننه په سیاسي حواله نېشنل عوامي پارټي هم د هغه وخت ېو لوئي سیاسي ميثال دې. مودودي صاب د هند د تقسيم او د وطنيت په اساس د رياست هم پلوي نه وو  مودودي صاب د خپلې مطالعې په اساس ېو ځانګړی مذهبي فکر لرلو ځکه تر نن پورې د رواېتي مذهبي فکر ورسره ستونزه ده وخت په وخت پې سختی فتوې هم لږول شوي دا وخت د مودودي صاب په ګوند کښی دهغه په منهج وسيع المشرب او علمي رويه د پروفېسر خورشید او پروفېسر غفور احمد پشان خلکو د مړينې پس د سیاسي شخړو او سیاسي انتها خوښۍ له کبله کموت ته رسېدلې ډېر ليډران ئې د نالوستي خلکو پشان  د رواېتي چغه بازی د سیاست ښکار دي د افغانستان په اړه هم نه ختمېدونکي سیاسي شخړه د  علمي رويې د سقوط لاملونو کښی ده .

بلخوا د وخت شاهان او رياستونه د اسلام نوم او د اسلام په نامه ډلې د خپل کاز لپاره څنګه کاروي ؟ 

په 1979 کښی د عربستان حکومت ابو الاعلی مودودي صاب ته د هغه په ديني خذماتو د ( کنګ فېصل فاونډېشن) له خوا لوېه جائزه وړکړه دغه ستائنه کښی دوه سوه ګرامه سره زر او دوه لاکه امريکائي ډالر شامل وو دغه هغه نزدې زمانه وه چې د جمال ناصر عرب نېشنلزم پر مخ روان وو سعودیه د امريکې په مشوره دغه وخت د الاخوان سره ډېر نزديکت او مينه کوله .

 په ټوله نړۍ کښی د ځان لپاره خواخوږي جوړول دغه راز د افغانستان دننه د امريکې په صلا د شوروي اتحاد د مخ نيوي لپاره هم سعودیه او امريکا په ټوله نړۍ کښی مذهب پاله مشران ځانته رانژدې کول د عربو د خاورې تر افغانستان پورې د الاخوان فکر او عمل ټول د امريکا په ګټه او د نړۍ په ېواځې ځان د زورور جوړولو په عمل کښی ډېره مرسته کړې  د رياستونو ټولې ستائنې او جائزې سیاسي موخې لري هره زمانه کښی د مذهبي ډلو کار اخيستل رياستونو ته ډېر آسان او ګټور وي.

هم دغه لامل دې چې کله د امريکې او عربستان سیاسي موخې د شوروي اتحاد په ضد پوره شوې نو په الجزائر ، مصر ، تر افغانستان پورې د اسلام پاله ډلو خلاف خپلو تګ لارو ته تغيير ورکړو په 2015 کښی د عربستان د وزارت تعليم له خؤا د ابو الاعلی مودودي صاب سره د اخوانيانو د نورو لارښودانو حسن البناء ، سيد قطب ، يوسف القرضاوي په اتيا کتابونو بندېز اولږولو دې کښی د مودودي صاب شل کتابونه هم شامل دي ، ددې نه ېو کال وړاندې د عربستان وزارت قانون الاخوان ترهه ګر ډله اعلان کړه په مصر کښی په صدر مورسي د جرنل سيسي د امريکې او عربستان په ډاډ تخت نسکور کړو.

دغه راز په 2010 کښی په بنګال کښی هم په اووه ویشت زره کتابتونونو کښی د مودودي صاب په کتابونو بندېز لږول شوې بنګالیانو قامي آزادي او خپلواکي ګټله او دوئي د قام په ضد ولاړ وو د قامي حرکت په ضد اودرېدو نتيجه ئې دغه ده .

مولانا خانزېب...

21.07.2024

- مولانا خانزیب
بېرته شاته