(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پیپل منډیۍ چلم

[26.Sep.2024 - 14:03]

 د پيپل منډۍ چيلم 

لیک: صابر شاه صابر

چيلمه خدائيګو چې دې مات کړم

مئين په ما دے غم په تا غلطوينه

 

,,,,, چيلم ښۀ شے وو اوکۀ بد , خو دا حقيقت دے چې يو وخت کښې به پرې زمونږ  د جرګه  مارو  مشرانو  د حجرو د ژمې د اوږدو اوږدو شپو محفلونه , مېلسونه تاودۀ وو / په پښتونخوا کښې کۀ يو خوا د ساده ساده خو فراخه حجرو ځاےاوس وړووړو کالين بسته بېټکونواونيوو نوبل پله خو د چيلم د څکلو روايت بېخي ختم شو  / يا به په هر کلي کښې د هر دوکاندار سره کۀ چيني غوړي نۀ هم وو خو د تماکو د پاڼو ټيمان به ورسره ډک ډک پراتۀ وو خو اوس ( خصوصا " د پېښور په مترقي علاقو کښې ) کولاو تماکو پېدا کول دمرغۍ پۍ پېدا کول دي / د پېښور ښار په مشهوره تهزيبي او تاريخي " پيپل منډۍ " کښې هم صرف يو دوکاندار دے / حاجي اقبال / چې هغه تماکو هم خرڅوي او يو وړوکے ښائيسته چيلم يې هم د دوکان مخې ته پروت دے د چپلم شوقيان مشران د لرې لرې نه دے چيلم له ځانونه رارسوي او شنې لوخړې ترينه اوباسي

 

په چيلم راغله ټس يې ورکړو

د.جنجالي پېزوانه يې شنې لوخړې ځينه

 

خوښۀ خبره دا ده چې اقبال حاجي د زړو رواياتو د برقراره او تازه ساتلو په خاطر هر چا ته يو " تلے مفت " تماکوورکوي / زۀ  دوکاندار يم او زۀ په هفته کښې دوه درې ځل د سحر په خړه کښې " ښار " ته سودا راؤړو د پاره ځم / په دے وخت کښې بېخي خاموشه خاموشي وي / نۀ رش روش اونۀ د ګاډو هارنونه  شور لوګي وي , بس کۀ شنۀ شنۀ لوګي او لوخړې وي نود هم دے چيلم وي , زۀ چې هره ځله هم تلے يم نو د زړو رواياتو او خپلوخوږو خوږو رڼو رڼو يادونو په خيال دغه مشرانو سره شېبه ګهړۍ کينم /( خو ګوره د چيلم نچه مې کله خولې ته نۀ ده نيولې) او دا جوړ ځکه چې د هم دے ساده ساده مشرانو د حجرود ناستې پاستې او " مېلسونو " د برکته ما د خپلو کلتوري اومعاشرتي اقدارو رواياتو نه يووخت کښې لويه زده کړه او څکه کړې ده ,,,,,,,

د کوټې چت په تا راپروځه

چې د چيلم  "نچه " دے خوله کښې پاتې شينه

 

22ستمبر 2024 ( صابر شاه صابر)

- صابر شاه صابر
بېرته شاته