(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټرانس جیندز

[26.Sep.2024 - 14:28]

ټرانس جېندر

لیک _ محمد عالم الم

داسې اوشوه چې زه دملګری په څه کار پسې چکدرې بورډ ته تلې ووم۔په واپسې کښ 1 بجه وه ۔زه ډير وږې شوې ووم۔نو سيدمحمد مئيانو واله ته مې ګاړې ورستون کړو۔او ځانله مې څه مناسب مئيان اوې۔ژمې وو بهر په کټ کښې کيناستم۔

په دوران کښې يو بل موټر زما درموټر خواه ته اودريدو۔او يو دوه هيجړاګان او يو ډرايئور ترې راکوز شو۔

هيجړاګان په مخه دننه په هوټل کښې هاغه د خواراک جومپړۍ ته ننوتل او ډرايئور زما خواته په کټ کښې کيناستو

ما خله ورواچواله چې دا نايکان دننه ولې لاړل خو دلته بهر به ناست وو۔نو څه خبرې اترې به مو سره کړې وې

هغه ويل چې نه دوی بهر نه کينی۔بيا خلق راټوليږی او دوی تنګوی۔او کله کله پکښې څوک زوراور دوی زما نه اوچت هم کړی

ما ورته وې چې يو خو ډيره يخنی ده دوی به دننه ډيره يخنی کيږی او بل زه غواړم چې ددوی سره ددوی په ژوند ژواک خبرې اترې اوکړم

ډرائور دننه ورغې او څه ګورم چې دواړه زرق برق د کالو پترو ډک راوتل او زما سره په کټونو کښې کيناستل۔دا يو لږ د عمر نه ډير وو او دا بل ډير کم عمره وو

ما ورسره اول خپل ادبی تعارف اوکړو او بيا مې ددې کشر نه تپوس اوکړو۔چې ته پيداېشی هم داسې هيجړا ي که نه روستو بيا هيجړا شوې

هاغه وې چې زه ددې لنډې تانړې اوسيدونکې يم او زما خپل نوم شهزاد دې۔خو اوس په دې خپل مد کښې مې نوم سويټی دې

زما پلار خه دکلی شتمن او په دوو کسو کښې ياد سړې دې۔زمونږه خپل باغونه او جاييداد هم ډير دې

زه په ټولو خويندو رونړو کښې د ټولو نه کشر يم

زه د وړوکوالی نه ډير ښايسته ووم۔

چې لږ رالوې شوم او پلار په نزدې سکول کښې داخل کړم۔نو په سکول کښې به خپلو ملګرو ډير تنګولم

ما مې پلار ته اوې چې زه نور سکول ته نه ځم

ما حپل ملګری او په لاره کښې د چم ګاونډ هلکان ډير تنګوی۔

پلار مې سکول ته راسره لاړو او استاذانو ته ي شکایت اوکړو۔چې دهغسې چل دې

د هغې سره زما نه د کلاس ملګری قلار شو۔زه قابل هم ډير ووم

او هر کال به په سکول کښې فرسټ راتلم

زما دغه سلسله د لسم جمات پورې جاری وه۔خو زه به په خپله خوخه هم او پلار مور به مې هم بهر نه پريښودم

خو په ما کښې دا اثرات د ماشوم والی نه وو۔ما چې به حجرې ته چاي راوړه نو لوخی به رانه مات شو۔

زما به د خويندو اوزنانهوو سره ناسنته ولاړه وه

که بهر به دوکان ته مور پلار اوليږلم ۔نو دوکاندار ماما به تنګولم او قسماقسم ډيمانډونه به ي رانه کول۔

د خلقو دې روي زه تر ډير حده د کوره پورې محدود کړې ووم

په نهم جماعت کښې مې راله پلار يو هلک د ټيوشن دپاره اونيوو۔خو د هاغه هم ماته نيت صورت خه نه وو

او د ټيوشن په ځاي به ي راسره خرابې خبرې کولې

کله چې ما لسم جماعت پاس کړو نو د تانړې په ډګری کالج کښې داخل شوم

په وړومبۍ ورځ بلا هلکان زمانه راتاوو شو۔چې ډير ښايسته چرګ راغلې دې

او زما سره ي جسمانی پولنګونه شروع کړل۔

زما په وجود کښې د دغه جسمانی چهيړ چهاړ سره ډير چينجز راسرګند شول۔او زما تګ او لهجه د هيجړاکانو شوه

پرنسپل صيب له رپورټ لاړو۔او زه ي رااوغوښتلم

زما دډير منت باوجود ي زه د کالج نه 

 خارج کړم۔

او دکالج په ګيټ ي دننه په راتلو سټريک بنديز اولګوو

زما رونړه او خويندې ډير خفه وو۔چې دا په تا څه چل اوشو

ژوند وو تيريدو۔يو ماښام زه مور خپلې کمرې ته بوتلم او په ژړا شوه راته۔چې بچيه دې رونړو دې ستا د مرګ پليننګ جوړ کړې دې او تا په دې خبره وژنی

چې خلق ورته ستا پيغور کوی۔

نو ما ستا جامې پيزار وغيره راټول کړی دی او ته هم اوس د کوره اوتخته

ګنې دا رونړه دې بيګاله ژوندې نه پريدی

زما د خپو لاندې زمکه اوتختيده۔او مور ته مې په ژړا شوم چې زه ځم نو اخر چرته به ځم۔زه خو بهر اډو وتې نه يم۔نه راته څه لار ګودر معلومه ده او نه راته د څه ښاري پته شته

مور تسلی راکړه۔چې بس فلااينګ کوچ ته اوښيژه

او ورته وايه پيښور ته مې يو سه

په دې دوران کښې زما کشره خور چې اوس په فلانی خان واده ده رادننه شوه۔او زمونږ سره په ژړا  ژړا کښې کينسته

هغې هم راته اوې چې روری دی دې بيګاله وژنی صلاح ي کړې ده اوبس اتخته

زه په مير ماښام سره دوو جوړو جامو دکوره روډ ته راوتم

په لاره کښې يو دوه کسانو رانه تپوس اوکړو چې شهزاده په دې ټايم چاله ځې

خو ما پرې څه فام غرض اونه لرلو او ماين روډ ته راوتم

په زړه زړه کښې ژاړم۔چې زه به په دې توره شپه چرته ځم۔ماته خو هيڅ نه دی معلوم۔

په دې کښې يو کوسټر راغې او زه دتانې دباي پاس سره وراوختم

هغه کوسټر کښې ټول ناست خلق زما د ښايست په تماشه وو۔خو زما د زړه نه هيڅوک نه وو خبر۔چې په ما څه تيريږی

په لاره لاره راته خلقو داسې خبرې اوکړې چې هاغه زما دپاره ناشنا وې

دشپې 10 بجې د مردان په اډه کښې د کوسټره کوز شوم او مور خو راته پيښور ياد کړې وو نو د پېښور يو فلاينګ کوچ ته اوختم خو شپه وه نو چا ډير اونه ليدم

چې شهزاد خپله خبره دې ځاي ته اورسول نو ميانو والا ويټر زما او د هغوی ميان راوړل۔او ويټر اوې چې ناييک واي چې دننه کينۍليوی والا بيا مونږه پاعذابوی

ماورته د هر څه زمه واری واغسته چې دا ټول ليوی والا ما پيژنې هيڅ پروا مه کوۍ

ميان خوړل مو شروع کړل خو زما خواته بيا ميان چرته کيدل

غونې به رباندې زيګ زيګ شو او د شهزاد دا بې اسرې ورځ به مې مخې ته اودريده۔خير په شريکه مو روټۍ او خوړه او قهوې ارډر مو ورکړو۔او ما شهزاد ته ژړه غونې شان اکتل چې ته خپله خبره جاری ساته

دا به زه چرته ليکم او کيدې شی ستا دکلی خلق ستا درونړو په دې بد نيت خبرشی

شهزاد يو سوړ اسويلې اکړو او ماته ي بيا خبره شروع کړه

او راته ي په يره اوې چرته ددې نه زما ګورو خبر نه شی

ما ورله حوصله ورکړه اوشهزاد خپله خبره بيا شروع کړه

چې د پېښور په لويه اډه کښې کوز شوم نو حيران ووم چې زه اوس څه اوکړم او چرته لاړ شم

زما په ليدو يو څو اوباش هلکان زما خواله راغلل۔

او راته ي اوې چې ځه چې ځو۔

خو ما انکار اکړو او دغه شان دا سلسله جاری وه

او دې حد ته اورسيده

چې زمانه ګير چاپيره يو لس پنځلس رکشې راتاو شوې۔او سټارټ به ولاړې وې او هر يو رکشې والا به ماته اشاره کوله

زه ډير اويريدم او بل زه په ژوند کښې په اول ځل بهر وتې ووم۔زه خو پلار مور په کور کښې او يا زيات نه زيت په حجره کښې راليوې کړې ووم

زما دپاره دا هر څه ناشنا وو۔هيڅ فيصله مې نه شوه کولې 

چې په دې کښې مې په يو امير صیب نظر پريوتو

او دهاغه خواله ررو ورغلم۔په ماپسې دغه رکشې او دغه ټول هلکان هم د امير صيب خوا له راغلل

ما امير صيب ته د خپلې نااشناني خبره اکړه او ورته مې اويل چې ما ددې خلقو نه خلاص کړه

امير صيب اوې چې زه په دې مخامخ  بلډنګ  کښې اوسيږم۔زماسره کوارټر دې اوته دهغې تورې ستنې پورې لاړ شه اوچې پناه شې بيا اودريږه۔زه درپسې درځم۔خو ددوی په محکښې دې زه نه شم بوتلې

دا ټول خلق ما پيژنی

زه د امير صيب په وينا چاق چاق هم هاغه ځاي ته لاړم او د خلقو نه پناه شوم۔

امير صيب يو څو لهذې پس راغې او په دويم چت کښې د هاغه کوارټر ته اوختو

ما لږه ساه واغسته۔چې ځه ددغه سپو نه خو راله الله پاک نجات راکړو

چاي مو اوڅکې او بيا مې امير صيب ته سرسری خپله قصه اکړه چې ماله محفوظ ځاي اوګوره

چې ددې جنسی درندو نه په کښې پټ پاتې کيږم

امير صيب په خندا شو۔چې د ورځې چکرې لګوه۔او شپې له ماله راځه۔

خو داده چې ما به خوشالې هر شپه۔

د امير صيب نيت صورت ماته خراب شو او په ماي لاس وهل شروع کړل

زه بيا ډير اويريدم ۔چې ددې غټ خيټی امير صيب سره به اوس څه کووم۔

خو امير صيب باندې شهوت دومره غلبه شو۔چې زما د مرضۍ نه ي بغير زما سره جنسی عمل ته خبره بو

تله

شپه وه ټوله دامير صيب په غيږه کښې په يخه تيره شوه

دسحر نمر لګيدو سره د امير صيب ستر ګې ورغلې وې او زه لاندې په قلاره قلاره راکوز شوم

خو زما په وجود کښې يو ځاي هم دتلو قابل امير صيب نه پريخې۔

لاندې يو دوکاندار اوليدم اشاره ي راکړه چې ورغلم نو هاغه هم زما سره لکه دامير صيب په شان رويه شروع کړه

ما ورته جولۍ اوغوړلوله چې خداي دپاره زما مدد اوکړه او ما پوهه کړه چې زما دپاره دلته محفوظ ځاي چرته دې۔دوکاندار راله د اقبال پلازې پته راکړه او سيدها په پټ مخ رکشې ته اوختم او اقبال پلازې ته لاړم۔

هلته زما په ليدو ټول هيجړاکان راجمع شو۔چې خانې يوه نوې مارکيټ ته راغله

او بيا ي ماته لوپټه په سر کړه او د فلانی هيجړا چيلا ي کړم۔ټوله ورځ سندرې او ګډاګانې زما په کمره کښې اوشوې

دا هر څه په اول ځل زما دپاره ډير نوی وو

خو بيا هم په دې مې زړه ډاډه وو چې دلته ټول زما په شان ی۔او هيڅوک به رسره جنسی زياتې نه شی کولې

ماسخوتن شو ما خپل ګروه ته اوې چې ما بيګاه ټوله شپه خوړلې ده زه به اوده شم

هاغه سمدستی اوې چې نه ۔ستا اوله شپه به د پلازې د مالک سره وی ګنې بيا به ما دپلازې نه اوباسی

ددې اوريدو سره زما زړه درد شروع کړو۔او پټ په زړه کښې به مې رونړو ته خيرې کولې

ه هغسې اشوه۔زما شپه د پالازې د مالک په کمره کښې شوه او چې څه راباندې تير شو ټوله شپه۔هاغه دويلو قابل نه دی

سحر تباه او برباد خپلې کمرې ته راغلم۔

خو د پلازې مخې ته ولاړو کسانو عجيبه عجيبه خبرې راته کولې

په منډه منډه خپل ګروه له راغلم۔هاغه يو غټ پټ انسان وو۔او له اوده پروت وو۔

ما دروازه بنده کړه او د خوب دپاره پريوتم 

ډير مې دځان سره اوژل۔چې دا زما سره څه روان دی

چې سترګې به مې ورتلې جو چا به ور ټکوو۔

ما به واپسې جواب نه ورکوو چې ځی۔خو دومره شور او غو غا وه چې ماله پکښې خوب چرته راتلو

دور په ټکيدو زما ګروه راويخ شو او ماته ي غضب ناکو ستر ګو اوکتل چې ته کونړ ي ۔چې دور دا ټکول نه اورې

ور اوځه چې څوک دی۔ماله ي رواله

زه په نا زړه ورغلم ۔او يو دوه هلکان رادننه شو

او د ګروه نه ي زما ډيمانډ اوکړو۔

زما وجود دردرنه کول او بلکل هيڅ ته هم نه ووم جوړ۔

ګروه راته ډير قار شو۔چې داسې ګاهک هر وخت نه وې

ته نوې ي او د ا خلق درنه خبر شوی دی۔ګنې باهر ورته زمونږه نورې چيلې منتونه کوی خو د هغوی سر ه نه ځی

ما فيصله اوکړه چې ددې ځايه خو خپې ايستل پکار دی

دا خو ډير وحشی ماحول دې۔دهيچا سره زما د دردونو احساس نه شته خو هر کس زما د ښايست وږې دې

او زما سره جنسی درندګی غواړی۔

ما ګروه ته اوې چې ته دوی کينوه زه دادې راځم

هاغه دوه جوړه جامې او پيزار وغيره هم هلته پريخودو

بهر مې ځان څه په شر مولو دخلقو نه خلاص کړو چې دادې دراځم۔او سيدها يوې رکشې ته اختم

رکشې والا وې چرته به ځو۔ما ورته وې چې ماته هم پته نشته چې چرته ځو‌

او خپله سرسری خبره مې ورته اوکړه۔هاغه راته اوې چې ته خو ډير غلط ځاي ته راغلې ي۔زه دې ډبګرۍ ته بوځم هلته به ستا خه قدر او عزت وی۔او هيڅوک به درسره زياتې نه شی کولې

زه چاروناچار د هاغه سره ډبګرۍ ته روان شوم

چې اورسيدو نو هاغه زه يو صفا پليټ ته دننه کړم او هلته يو ډير ښايسته زما په شان ځوان ناست وو

رکشې والا هاغه ته اوې 

چې حاجی صيب راشی نو دې ورسره ميلاو کړه

هلته په ځان هډو پوهه وشوې نه ووم اوده شوې ووم چې راپاسيدم دشپې10 بجې وې۔زما ملګرې د ځان په ميک اپ لګياوو 

روټۍ راغله۔مونږه دواړو اوخوړه او بيا ي زه حاجې صيب له دفتر ته بوتلم

حاجی صيب جرمنۍ تمانچه اچولولې وه۔غټ غټ بريت او په سر ي قراقل ټوپۍ په سر وه

هاغه ته ما خپله ټوله قصه او بيا د اقبال پلازې قصه اوړکړه۔

چې زه ګورۍ دې قسمه خبرو ته جوړ نه يم۔زه ډير زيات نازک پلار مور لوې کړې يم

حاجی صيب تسلې راکړه چې داسې به هيڅ قسمه خبره نه وی

ته به خه د اوچتو خلقو ځايونو ته په قدر ځې چې په هغې کښې به د وطن اعلی چارواکی خانان نوابان او سر مايه داره خلق وی۔ته به تش هلته ګډيږې۔او د هغی په غيږو کښې به کينې راکينې۔ته به يواځې هم نه ي تا سره به دموسيقۍ پوره ټيم وی۔او ستا نور ګډيدونکی ملګری به هم وی

او دا به ته فری نه کوې

دغه خلق به په تاسو بلا روپۍ شيندی۔دومره روپۍ چې په راټولولو به ي داکس ستړې شی۔

او نه به دا کار هره شپه وی داکله کله وی۔ ما لږه ساه واخسته۔حاجی صیب اوې چې په دغه خلقو کښې به ډير خلق تاله د موبيل نمبر هم په جب کښې کډی۔او ستا به د اعلی چارواکو سره خه تعلق جوړ شی

پوليس انتظاميه به ستا تابع وی

دا خبرې زما دپاره نوې وې خو دستحط مې ورته اوکړو

زما زړه په ارام شو۔د شپږو کالو نه د حاجی صيب سره يم۔

ډير خوشحاله يم۔او د ډيرو خو خلقو سره مې تعلق دې

اوس هم دسوات د فلانی خان د حجرې نه راغلو۔

دا يو ډرويور او ګاډې زما دې

ما ورته ته وې شهزاده چرته کور ته بيا ورغلې ی۔

هاغه وې او يو ماښام مې مور د ګاونډی کره راوغوختې وه

ډير ی ښکل کړم۔ډير ي اوژړل۔خو ما تسلی ورکړه

چې مورې زه ډير د خشحالو ډک ژوند تيروم۔

او واپس ترې ماسخوتن راوتم

شههزاد راته اوې چې ما په رونړو دجايداد دعوه هم کوله 

خو پوهه وکيلانو راته اوې چې ستا دعوه په قانون کښې نه چلېږی

ددې خبرو سره سره دغه مشر هيجړا به د پاسيدو بابارو ې۔

شهزاد په اخره کښې د خندا شين شو او ماته راتر غاړوتو چې دا هر څه اوليکه۔او بيا ي په دې نمبر ماته راته راوليږه۔

شهزاد څو څو ځله ټيلفون اوکړو چې زما هاغه قصه دې ليکلې ده ۔

خو زما د مصروفياتو د وجې به زمانه پاتې وه۔

بيګاه مې اوليکله او شهزاد ته مې سينډ کړه

واپسي شکريه دپاره ټيلفون اوکړو۔

چې دا اوس زه خپلو خويندو او مور ته په څه طريقه رسوم

 محمد عالم الم

- محمدالم
بېرته شاته