Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دوه شعرونه
[13.Nov.2024 - 23:06]توره شپه رڼه وه که تيارو نه خپل عادت هېر وو
کړې يې راته بلې د عمرو ډيوې رڼا شومه
جسم مې دنيا کې وو، تر تا مې رسېدل ګران وو
نور له جسمه ووتم او روحا ستا ثناء شومه
زه د خپل باطن د نندارې دنيا ته ښکته شوم
هسک شوم له هغه ځای بیا رانغلمه فنا شومه
تاته مې د روح تسلیمېدل وو او که بل څه وو؟
زه په ټول وجود درته ذره ذره سماع شومه
ستا د مينې فيض مې زړه روښان او بینا سترګې کړې
زه مې تر راتلونکې عمر مخکې روڼ سبا شومه
(پروانه شېرزاد)
*****
سکون څه دی مينه څه ده؟؟
دا چې مينه انساني ده
او سکون ارام کول دي
د تودې خونې په کنج کې
يخ لاسونه ګرمول دي
د خوښيو په محل کې
تر آبده اوسېدل دي
د مئينو له لاسونو
سره ګلونه خپلول دي
دا تفسير خو ډېر ساده دی
د نړۍ ظاهر ليدل دي
د خپل حسن غلامۍ کې
آزموينه هېرول دي
په کرار پسې په منډو
د خوږ عمر لنډول دي
سکون دې څېزو کې نشته
سکون رب ته ستنېدل دي
د بینا سترګو له ديده
حقیقت ته رسېدل دي
د خپل جسم اسانۍ ته
د نفس بار ښکته کول دي
په وصلت د ذوالجلال کې
يو بڼکه ګرځېدل دي
ددې خټو جوړ کالبد نه
د ارواح د نور تراشل دي
مينه خپل زړه کې سفر دی
او د ښکلي روح موندل دي
مينه مينه يو تعريف دی
(فنا فی الله) کېدل دي
( پروانه شېرزاد)