Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د کونړونو ولایت
[19.Nov.2024 - 11:47]#د_کونړونو_ولایت
د کونړونو ولایت پر لمر خاته پروت دی
دا د ډیورنډ په فرضي پوله دبرېده پروت دی
دواړه خوا غرونه دې تر منځه یې ایسار لاره ده
د سیند د غاړې او ګودرونو د چینار لاره ده
په ونو بوټو پوښل شوی ګل ګلزار لاره ده
دا هره لاره د سکون او د قرار لاره ده
یوه د “پارون”, یوه د “چترال” , یوه د “ننګرهار” لاره ده
“اسداباد” یې په دامنځ کښې لکه زړه پروت دی
*****
"نورګل" او "خاص کونړ","څوکۍ" کوزې په لار پرتې دي
د "سرکاڼو" او د "نرنګ" پسې قطار پرتې دي
"شیګل", "شلټن" او "مروره" تر"اسمار" پرتې دي
"دانګام", "ناړۍ"," غازي اباد" په خپل خپل وار پرتې دي
"وټه پور" , "پېج", "چپه دره" څنګ ته کنار پرتې دي
کم په اواره دې اکثر نفوس په غره پروت دی
*****
بر ځنګلونه د نخترو دي په غرونو باندې
دا سپېنې واورې تل پرتې وي پاس په کونډونو باندې
زلمي میلې کوي په ګډه په چمنونو باندې
څاروي رمې رمې څړېږي په څړځایونو باندې
څنګ ته وړوکی تبرګی د هر "شپانه" پروت دی
*****
دې خاورې "سید جمالدین افغاني" روزلی
دې د "غازي میرزمان خان" په څیر غازي روزلی
دا "کبیرستوری" یې لیکوال او فرهنګي روزلی
"عبدالخالق اخلاص" شاعر یې غیرتي روزلی
"مجروح" خپل کلي کښې د مرګ په خوب ویده پروت دی
*****
ښې شنې درې لري, ویالۍ ویالۍ سیندونه لري
د پښتنو درانه، درانه د شمار قومونه لري
لري
لرې ښې تړې, ښه دودونه ښه رواجونه لري
دېرې حجرې لرې ابادې ډک جوماتونه لري
په اتفاق دې ولسونه ښه صفتونه لري
دغه انځور یې د "صاېم" سترګو کښې ښه پروت
*****
(شاعر: رمضان صایم)
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-