(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سانسکرټ ژبې

[05.Mar.2025 - 15:35]

دسانسکریت ژبې نامتو شاعراوډرامه لیکوال  مها کوي (لوی شاعر)   کالیداس

لیکونکي : پروفیسور رشید او پرتي  چتورویدي  د نهروپوهنتون دپښتوڅانګې د ماستري دویم ټولګي محصله

------------------------------------

کاليداس دلرغوني هند دسنسکرت ژبې ترټولو لوی شاعر او ډرامه ليکونکی اودخپل وخت لوی لیکوال هم دی. د هغه د زېږېدنې وخت په سمه توګه تراوسه نه دی معلوم. که څه هم نن ورځ ډېرپوهان د هغه ژوند د څلورمې او پنځمې  ق م پېړۍ په پيل،د دویم چندرګپتا ويکرمادتيا دواکمنۍ په وخت کې بولی. د کاليداس د ادبي فعاليت اوهلوځلوځای هم نامعلوم دی، ځکه چې دهغه په اثارو کې پرله پسې او دقيقې جغرافيائي نښې دا په ګوته کوي چې هغه په پراخه توګه هرې خواته سفرونه کړي دي.د هغه ډېرې لیکنې اوادبي کارونه ترلاسه شوي دي،خوپه دغوټولوکې يوازي ۷اثره دهغه اصلي اثار معلومیږي

د کاليداس اثاراولیکنې دا ښيي چې دی ښکلا او رومانس په خپلو اثاروکې په ډیرښه ډول سره بيانوي،دی سينګار،رس، کومیډي اوخواشينی په خپلوآثارو کې په هنري توګه موږته را ښیی ،دده په ټولواثارو کې د هلک او نجلۍ یامیرمنې اوخاوند مينه او رومانس اود بېلتانه احساسات په ژوره توګه تعريف شوي دي.ددهکومیډي هم پرشونډونرمه موسکا راوړي.دهغه شعرونواولیکنې دهرډول حالاتواواحساسات داستازیتوب له امله نامتو دي.

د هغه اپما الينکاراود پرتله کولو سټايل په ځانګړي ډول له طبيعت سره د هغه د پرتلې ډول اوسټايل ډیرځانګړی، بېساری او مشهور دی. د هغه کتنه تېزه اوژوره ده. دی د خلکوپه احساساتوددوی د طبيعت په نني او بهرنې جوړښت، اودحماسي آثاروپه ارزښت باندې په ژوره توګه پوهیده

د کاليداس هنري لیکنې ښیي چې دده د طبيعت نرم اوښکلي اړخ خوښېده.هغه د ارامواو ښايسته آشرمونو،د سيندغاړو، باغونو، ماڼيو،ونو او هوسیوښکلاپه خپلوآثاروکې په ډیرښه ډول سره څرګنده اوانځورکړې ده. دکالیداس له لیکنواوانځورونوڅخه ښکاري چې هغه د ويندياچل دغره په پرتله دهيماليا غرډیرخوښاوه ځکه یې دهغه ښکلاډیره ستایلې ده

کاليداس د انسان په تیربیا د ښځواو نارینه وو په ارواپوهنه باندې هم په ژوره توګه پوهېده. دی پوهیده چې انسان په کوم حالت کې څه ډول اوڅنګه فکر کوي، ځکه یې په لیکنوکې هم دغې موضوع ته ډیره پاملرنه کړې ده.هغه د ښځینه احساس هم ښه ترجمان واوپه هرخوا یې هم  ښه پوهېده موږیې یوه ښه بیلګه په قاصده وریځ یا میګدوتم کې لوستای اولیدای شو، لکه چې یوځای کې وایي

هغه به ډوبه ګورې ، بوخته به وي ، 

دخدای په عبادت کې ، 

اویا به ګوري  وهغه انځور ته ، 

هغه خیالي انځور ته ، 

چې زما یاد به پرې کړي ، 

زما ددغو ورځو، 

زما ددې بلتانه ، 

او یا به پوښتنه کړي ، 

له هغې ښارو څخه ،

چې په قفس کې زانګي :

ای ښکلې ښکلې ښارو ،

یاد ته دې کله درځي ، 

هغه څښتن دکله ، 

چې ته پرې ګرانه وې د زړه له کومی !

بله بیلګه

هلته به دا ووینې ، 

په خیرنو او په زړو جامو کې ، 

لکه فقیره غوندې ، 

ځکه هغه شپه  او ورځ ، 

چنګ په غیږه کې پړمخ ، 

پرته سندرې وايي ،

او زما یاد هغو سندرو کې ژوندی ساتي  

کله نا کله هم دا ، 

دچنګ له تارونو پوښتنه کوي ، 

هو کې ، زما پوښتنه  ،

هغه به زما په خیال کې ، 

دومره مدهوشه وي او ډوبه به وي 

چې د نغمو په شرنګ کې 

به په دي پوه نه شي چې ته یې خوا کې یې ولاړه

( ع . رشید ، قاصده وریځ ، پښتو ژباړه

باید ووایم چې کالیداس دخپل فکراوانځورپه نړۍ کې داسې لیکوال اوشاعر دی چې د عمل له لارې د احساساتو څرګندونه په لوړهنري اندازسره کولای شي. ځکه یې نوم اولیکنې دسانسکریت ژبې ښکلااوځلا په ډاګه کوي. دهغه په ټولو لیکنوکې هرڅه په یوه ځانګړي ډول اوهنرسره ویل شوي اوانځورشوي دي. پروفیسور رشید دکالیداس دلیکنواوآثاروپه اړه لیکي

« لنډه داچې کالیداس دسانسکریت ژبی د نامتو شاعرانو په توګه د داسې آثارو په لیکلو باندې لاس پورې کړی چې هغه ګرد سره نن سبا په ټوله نړۍ کې د ادبیاتو شهکاررونه بلل شوي دي. دده آثار نه یوازې د شعر اوشاعرۍ په باره کې دي، څومره چې دی دشعر او شاعرۍ په برخه کې نومیالی او اتل دی  په همدغه کچه  یې درامه یی لیکنې هم دځانګړې وړتیا لرونکې دي ، تراوسه دهند او نړۍ لیکوالو او پوهانو دکا لیداس دا لاندې لیکنې  په ګوته کړې دي  چې ډیری یې د نړۍ په بیلابیلو ژبو باندې ژباړل شوې هم دي

۱رتو سنبهار   دغه اثر چې د کال دفصلونو په باره کې معلومات لري

۲کمار سنبهو   دغه اثر د جګړې دخدای  دپيدایښت په باره کې معلومات وړاندې کوي

۳- رګهو ونش    دغه اثر د  رګهو دکورنۍ تاریخ بیانوي

۴میګهد وت (قاصده وریځدهغه شړل شوی اوزنداني  په باره کې دی چې خپل پیغام وریځې ته ورکوي

۵شاکونتا لا   هغه نامتو ډرامه ده چې دخلکو په وینا دومره نامتوده چې پیژندنې ته یې اړتیا نشته .

۶وکرم اروشی  دایی هم یوه له ښکلو  ډارمو څخه ده

۷مالوی کا ګني متر داهم یوه بله ډرامه ده

دکالیداس له پورتنیو اوو لیکنوڅخه لومړۍ څلور لیکنې منظومې او نورې یې نثري ډرامې دي چې نړیوال شهرت یې دځان کړی دی. » ( ع . رشید قاصده وریځ  سریزه

 

کالیداس د ډرامه لیکونکي په توګه 

 په هندي اوسانسکریت ادبیاتوکې د درامې تاریخ ډیرلرغونی دی، لویې هندی حماسې لکه مهابهارتا او راماینا چې له نسلونوڅخه نسلونوته لیږدول شوې دي، زیاتره ډرامه یی بڼه لري، موضوع ، ماحول، کرکترونه دا ټول په دغومهمو باوري اوحماسي آثاروکې دهنري څیروپه کړو وړوکې نندارې ته وړاندې کیږي، مانا داچې ډرامه دهندوستان په تاریخ کې ډیره پخوانۍ لرغونتیا لري، دسانسکریت ژبې له لویوډرامه لیکونکوڅخه یوهم کالیداس دی چې دده ډرامې نن سبا دنړۍ په ټولونامتواو ډیرو ژبوکې ژباړل شوې هم دي، دده یوه مهمه ډرامه چې زه دلته خبرې پرې کوم، هغه دده نامتو ډرامه (وکرم آرووشي ) ده چې د مینې او رومانس ټولې ځانګړنې اوارزښتونه په کې له ورایه ښکاري ، وکرم اروشي په پښتوکې دلومړي ځل له پاره زما استاد پروفیسور رشید ژباړلې خوتراوسه لاچاپ شوې نه ده

د کالیداس د وکرم ارووشي ډرامه یوه حماسي ډرامه ده، چې ده  د ریګوید د اپیم  کیسې پربنسټ پرډرامه باندې اړولې ده، په دغه ډرامه کې پاچا پریوې نیمه خدایي ارووشي باندې مین کیږي، ډرامه ټوله دهمدغې مینې، بیلتون او وصال پراصلوباندې راڅرخیږي، پاچا پوروروا او... جنتي ارووشي له یوه بل سره مینه کوي، دیو(شیطان) هغه یرغمل اوتښتوي، پاچا په خپلوټولوخارق العاده هڅواوملاتړسره هغه له شیطان څخه ژغوري،پرهمدغه مهال دوی دخپلې مینې څرګندونه یوه اوبل ته نه شي کولای، خودیوه بل لیدوته دواړه بې صبره سترګې پرلارکیږي،پاچا میرمن درلوده، خوداچې میرمنې یې احساس کاوه چې د پاچا ژوند پرته له ارووشي څخه ګران دی، نویې اجازه ورکړه چې له ارووشي سره واده وکړي، دوی واده کوي، د دوی ژوند ښه روان و، د ددوی په ژوند کې هغه مهال بدلون راغئ چې کله پاچا او ارووشي دواړه ځنګل ته ولاړل ، اروشي هلته په یوه (پروتې) باندې بدله اوله پاچا ورکه شوه، پاچا ډیرې هڅې وکړې څویې هغه له ډیروخت وروسته پیدا کړه اودواړه پاچهۍ اودربارته را ستانه شول، کله چې دربار ته راځي دپاچا زوی چې اوس لوی شوی راننوځي ، پاچا حیرانیږي ځکه چې  ارووشي هغه کله هم نه و خبرکړی اونه یې کله دخپل زوی په باره کې پاچا ته څه ویلي وو، خواوس هرڅه دخپل زوی په باره کې ورمعلوم شوي وو، ارووشی دهغې تیروتنې له امله چې دې کړې وه، اوس ناچاره وه اوباید بیرته له ځمکې څخه د تل له پاره جنت ته تللې وای، پاچا او دا اوس بیا له یوه بل څخه بیلیدل، خودجنت ټولواکمن اوپاچاپرمهربانه شو، ویې منله چې دوی باید له یوه بل سره پاتې شي اوپوروررا پاچا او ارووشي باید له یوه بل سره تل ګډ ژوند وکړي

د وکرم اوروشي لنډ تحلیل 

     د وکرم ارووشي، ډرامه دسانسکریت ژبې دکلاسیک ادبیاتو یوداسې شهکاردی چې په دغوادبیاتوکې ډیرلوی ارزښت لري، دغه اثردخپل شاعرانه اوډراماتیک کیسه یی بیان له مخې یوه بډایه ډرامه ده،چې  دسانسکریت ژبې دنامتولیکوال کالیداس چې دلرغوني هند له نامتوشاعرانوڅخه دی له خوا لیکل شوې ده. ډرامه هغه لویه وړتیا ښيی چې دهغې په واسطه ژورموضوعات چې دپیچلیوځانګړتیاووترکیب دی، را سپړي، کیسه ډرامه نه یوازې دویکرما اوارووشي ترمنځ زړه راښکونکې مینهستایي بلکی دمینې دندې اوغوښتنې، دطبعیت په اړه پراخې فلسفي پوښتنې هم رامنځ ته کوي، د ډرامې پیچلې هنري ژبه ، روښانه انځورونه اوهنري شاعرانه خبرې اترې (ډیالوګونه) په خپله دهغې د ښکلا په څرګندونه کې مرسته کوي، اوپه سانسکریت ډرامه کې د راتلونکوهڅواوکړو وړوله پاره یومعیاردیوه دوامداره میراث په توګه له خپلوهراړخیزوتعبیرونواوتفسیرونوسره منعکس کوي

کالیداس د مینې زړی یا جوهردیوه ځانګړي ځواک په توګه په پام کې نیسې، چې دخپلې وړتیا له مخې دټولنیزو اوکایناتي نورمونوله حدودوڅخه ځان اوچتوي، چې دا په خپل واردکالیداس د درک اوادبي وړتیا څرګندونه کوي

په وکرم ارووشي کې دمینې انځوردانساني احساساتوپیچلتیاوې اوهغه ننګونې چې په رومانتیکواړیکو کې سړی ورسره مخامخ کیږي په ډاګه کوي، کالیداس لکه چې ومو ویل دمینې جوهردیوه ځواک په توګه په پام کې نیسي، چې دټولنیزژوند اوکایناتي شته والي له حدودو څخه لوړیږي، هسې چې د ویکرما او ارووشي په هڅواوکړوکې ترسترګوکیږي، یوآسمانی وجود اودهغې هڅه دمینې په اړه زموږدعصرله بحثونوسره خپل سمون والي په ښه توګه سره ساتي، ډرامه دځاني غوښتنواوټولنیزوطمعواوهیلوترمنځ په مبارزه اوهڅوباندې ټینګارکوي، د ډرامې یا نندارې سپړنه دآسماني یا روحاني اوځمکنۍ تجربې په توګه دمینې په تشریح اوسپړنه کې هم ډیره ښه مرسته کوي اوهم دلیوالتیا، قربانۍ اوآزادې ارادې د برخلیک دتقاطع تلپاتې پوښتنې هم رامنځ ته کوي. ډرامه په اوسنیوشرایطوکې  دداستان په پرمخ تلونکې پیچلې نړۍ کې دمینې دطبعیت دتشریح په برخه کې لارښوده دنده په نښه کوي ، هلته چې په تیره بیا افراد د بهرنیوفشارونوپه منځ کې شخصي اړیکوته ځان وراچوي. ځکه اوس هم د هندي تیاترپراصولو اوهنري وړتیا وو باندې دکالیداس او اروو شي دډرامې اغیزه خورا زیاته ده. ځکه دایوه څرګنده خبره ده چې په سانسکریت ډرامې د داستاني لړۍ جوړښت اودکرکترونوپراختیا، وړتیا او ودېدلوړومعیارونوپه ټاکلوسره پرهندي تیاتري فعالیت اوهنري وړتیا باندې ژوراغیزکړی دی، دکالیداس د ډرامې پیچلي طرحې یا پلات اواحساساتي ژورتیا په بیلابیلوبڼوکې د ودې اوپرمختګ پرلورلاره پرانیستې ده، دودیزه نڅا، تیاتری اواوسني تفسیرونه اوتحلیلونه دلوبغاړو اوډرامه لیکونکو په کړو وړو باندې هم اغیزکوي، دغه لویه اودپاملرنه وړډرامه د کیسه ویلوله دود اوجمالیاتی ښکلا اودهغې دموضوعي پراختیا له کارسره هم پرمرستندویی اړخ باندې ټینګارکوي، دغه ډرامهسربیره پردې د روحاني مینې اوانساني احساساتود سپړنې په ترڅ کې هم دا اجازه ورکړې چې دوخت په تیریدوسره دلیدونکونورنسلونه هم د غږیدو واک اوځواک ترلاسه کړي. وکرم اورووشي،  دکلاسیکوادبیاتو دیوې بنسټیزې بیلګې په توګه دهندي تیاتراوسینما دکلتوري میراث په وده کې نه یوازې اوس بلکي په راتلونکې کې هم خپل ګټور درامایي اوهنري ځای اووړتیا ساتلی شي. دلته یې یوه برخه له پښتوژباړې څخه را اخلو اوپه ګډه سره یې لولو

« 

څلورمه پرده  

 ( د  « اکلوش » ځنګل چې د  « ګندهرمدن » په لمنه کې پروت دی

     ( دپردې شاته

 ( چترلیکا او سهجنیا » راځي  ) 

سهجنیا :    ( دچترلیکا پرلور ورګوري ) ګرانې ، څیره خودي لکه داوبو نیلوفرپه شان مړاوې شوې ده

، دزړه درد او خبره دې راته ووایه ،  کیدای شي زه هم په دغه درد کې درسره شریکه شم

چترلیکا : ګرانې ، زه خپله د لمر دڅښتن په چوپړ کې وم ، خو زړه مې د « ارووشي » لپاره ځوریده

سهجنیا  :  زه ستاسو دواړو په مینه ښه پوهیږم ، خو داراته ووایه چې څه وشول ؟ 

چترلیکا : ما دهغې دحال اوژوند په اړه مکاشفه وکړه ، کله چې ما وکتل ، نو بیا مې یوه ډیره بده پیښه ترسترګو شوه .

سهجنیا :   ( په حیرانۍ سره ) اخرڅه وشول ؟ 

چترلیکاداسې وه چې ارووشي له خپل مین سره د تفریح اوساعترۍ په لامل د ( ګندهرمدن ) ځنګل ته ولاړه او پاچا هم خپل کارونه وزیرانو ته پریښودل

سهجنیا : هو، رښتیاهم په داسې ځای کې کیدای شي، سړی خوشاله شي ، ښه نو بیا څه وشول ؟ 

چترلیکاخبره داسې شوه  چې «ارووشي » هلته په قهرشوه ، ځکه چي بریمن پاچا د« ودیادر» لور « اودیوتي » ته چې د « ګنګا» پرغاړه یې لوبې کولې اوله شګو یې غومبازۍ جوړولې وکتل

سهجنیاکیدای شي ، ځکه چې د زړه له کومي مینه داسې څه نه شي زغملای، نو بیا څه وشول ؟ 

چترلیکابیا یې د پاچا زارۍ ونه منلې،په هغه سرچې له کرکې اونفرته ګرزیدلی و ،  د «کمار » ځنګل ته ننوته،هلته چې دښځو لپاره دتلو اجازه نه وههلته ولاړه څیره یې واوښته اوپه پروتې باندې بدله شوه

سهجنیا : دا ټول کارونه د برخلیک خبره ده ، دریغه چې داسې توده مینه اوداسې ناڅاپی ناوړه پاي  ، داووایه چې اوس دخوارکي  پاچا څه حال دی ؟ 

چترلیکادهغه حال اوس دادی چې شپه او ورځ په هم هغه  ځنګل کې دخپلې میرمنې په لټه ګرزي را ګرزي ، دبخت وریځې برسیره پردې چې نیکمرغه کسان ځوروي ، بدمرغه کوي یې هم  اود خواشینیو اوناخواله ډند ته یې وراچوي

سهجنیا :   ګرانې ته داومنه ، چې دا ډول څیرې ډیرې نه رنځیږي ، خامخا د دعا په مرسته یوڅه وسیله کیږي چې هغوی بیرته  دوصال شربت یوځای سره وڅښي  ... ځه چې نورنوځو دلمر دالهې په انتظار شو، چې نوره نو راپړکیږي اوڅرک راوهي

( دپردې شاته

 ( پاچا دلیونیانو په کالیو کې راځی

پاچا : ای شراچونکیه دیوه ، زما محبوبه  چیرې وړې ؟ آه ، هغه دغره څوکې ته رسیدلې اوما په غشو ولي  ( په ځیرځیر ګوري ) ، نه نه، دا وسله وال اوشریردیونه دی ، دا له اوبو ډکه وریځ ده ، غواړي ، چې واوري ، داپرغشي سپره لیندۍ نه ده،دادبوډۍ ټال دی ، دادغشو ویشتو شرنګي نه دی ، بلکي دا تیزسیلاب لرونکي باران دی،هو، دا «ارووشي » نه ده ، دا بریښنا ده پرتیارې ورغورځی، داسې لکه دسپینو زرو کرښه پرډبره باندې. ( په ژورفکرکې ځي ) ... »( رشید ، وکرم ارووشي ، پښتوژباړه  ناچاپ »  

ماخذونه-

جې کی ، ورما ، میګدوت ( ژباړهد   کال  نوی ډیلی .

ویراج ، وکرم ارووشي او مالویکا ګن میتر، ( ژباړه )   ۲۰۰۸ کال ، نوی ډیلی

ع . رشید ، میګدوتم ، فارسیدری ژباړه ۲۰۰۳کال  نوی ډیلی ، 

ع . رشید ، وکرم اروشي ، پښتو ژباړه   ناچاپ

 ..عزیز. میرزا   وکرم اروشي اردو ژباړه د ۱۹۰۷ کال چاپ .

- شاعر
بېرته شاته