(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

کابل په

[05.Mar.2025 - 15:34]

ما درته ویل کابل ته مه ځه 

مڼې خوږې   دی مابه هیره کړې مینه 

پاس دتنګي مستې ځدراڼې 

جینکۍ ژاړي وړکي بیاکابل ته ځینه 

باد د کابل له لوري راغى

په نورو تريخ خو پر ما خوږ ولګېدنه

کابل ته مه وایه چې وران شې 

پکې پراته دي ښه ځوانا ن کاږه بریتونه

کابل ته مه وایه چې وران شې

کابل کې شته دي دولیانوزیارتونه

کابل ته مه وايه چې وران شي

چې دی ورانيږي زما زړه ورسره چوينه

مخ دې کتاب شونډې دې پاڼې

لکه د زاڼې د کابل کوي سیلونه

ته د کابل د سر ټپه شه

زه د خیبر د سر شپیلۍ درته وهمه

مخ دې کابل خال پېښور دى

ﺯنه دې کوټه، کندهار راياده وينه

کابل ته مه وایه چې وران شې

په سر چوک کې بنګړېوالې ناستې دينه

اوړی دې پاس کابل کې تېر کړ

په ژمي راغلې سلامت غواړې ګلونه

روح مې کابل او زړه مي سوات دی 

تورخمه وران شې د جانان دیدن له ځمه 

-----------------

د اباسین اوبۀ ونه څکې

د کابل جان نه پکې سرې وينې راځینه

پاس په کابل مې ګل کرلې

زه په تورخم ولاړه يم بوي يې راځينه

پهٔ کـابل سپينـې واوري وشـوې

يخـه هـوا يې پښتـونخوا بـاندې راځينه

خدایه! ډیورنډ په سیلاب یوسې

چې روژه ماتی د کابل په آذان شینه

کابل نړېږي ﺯړه ډوبېږي

چي بيا جوړېږي ﺯه به تورې خاورې يمه

د کابل ژمی زمهرير دی

ما د بتخاک د ګاګرو تېره کړه چې ځمه

کابل ته لاړم جانان نه و 

په پخوانو کوڅو کې ډير وګرځېدمه


بېرته شاته