(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

زیارت په پښتو

[05.Mar.2025 - 15:37]

زیارت په پښتو لنډیو ( ټپو ) کې

 

چې خدای کوي هغه به کیږي

هرما زيګر په زیارتو مکړه سوالونه

سر که مې یو ماښام سرتور که

بیا به دې مور په زیارتونو ګرځوېنه

په زیارتونو جانان غواړي

یار مې شرمیږی چاته نه وایي حالونه

په زره می ته وې خدای را نکړې

په زیارتونو شمعې څله بلومه

سبا له بیا د تورو جـنګ دی په

په زیارتونو راغوړیږي یار یې ځینه

په مخ می شړق د زلفو ورکړو

اوس یی ادی په زیارتونو ګرځوینه

خدای به مې زړه له تانه تور کړي

په زیارتونو به می غواړی نه به یمه

دطبیبانو وس مې نشته

رنځور جانان په زیارتونو ګرځومه

د لیونۍ ارمان پوره شو

په لاره ځي په کاڼو ولي زیارتونه

راځه چي دواړه ملنګان شو

په زيارتو به ښوروو ببر سرونه

ته چې زيارت په زيارت ګرځې

تر تا ړومبی په زيارت ما ايښي لاسونه

(ډاکتر یاد)


بېرته شاته