(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خوشال بابا د مکتب

[13.Mar.2025 - 07:53]

« دوست محمد خان خټک« د خوشحال بابا د مکتب شاعر

ليک: ميا وکيل شاه فقير خېل

 

د ستر پښتون ننګيال شاعر خوشحال خان خټک په زامنو کښې عبدالقادر خان خټک هم  د خپل علميت او قابليت  په اساس يې په کلاسيکي ادب کښې د يوروماني ,فلسفي او صوفي شاعر په حېث نوم او لوړ مقام موندلی دا پياوړې کلاسيکي شاعر , ژباړن,صوفي او عالم عبدالقادر خان خټک ستر ننګيال خوشحال خان خټک کره په سراے اکوړي کښې په هجري کال ۱۰۶۳ کښې زيږېدلې وو چې د خوشحال بابا د زامنو په فهرست کښې په تاريخ مرصع کښې افضل خان خټک,چاپ کال ۱۹۷۴ع کښې په ۲۵۹ مخ په نهمه نومره ياد شوے 

 په عبدالقادر خان او شهباز خان دواړو سکه وروڼو د خپل ولی الله تره جميل خان فقير بابا علېه رحمت لوڼه هم واده وی.

د خوشحال بابا د( وفات ,۱۱۰۰ ھنه پس عبدالقادر خان خټک  د مشرۍ او اقتدار دعوه لرله او په دې وجه يې د خپل وراره افضل خان خټک سره په اقتدار او مشرۍ جنګ شروع شو په دغه جنګ کښې د عبدالقادر خان ورور شهباز خان هم د عبدالقادر  خان سره ملاتړ وو چې تاريخ مرصع کښې افضل خان خټک دغه ټول حالات او واقعات بيان کړي ددغه دپاره تاريخ مرصع او مناقب فقير جميل بيګ د شمس الدين کاکا خېل کتې شئ  عبدالقادر خان او شهباز خان دواړه وروڼه  د خپل وراره افضل خان خټک دلاسه په ۱۱۲۵ھ کښې په نظام پور کښې سره د زامنو قتل کړل د عبدالقادر خان خټک يو زوې و چې  نوم يې( زرنام خان )و د زرنام خان دوه زامن وو د يو نوم زمان خان او د بل زوي نوم يې محمد شفيق خان و, دمحمد شفيق زوې غلام خان د غلام خان زوې حسېن خان و, د نوښار ضلعې په شېدو کلي کښې يې اولاد وسيږي چې په قادرخيلي خانخېلو ياديږي د زرنام خان د دويم زوي نوم زمان خان و دا زمان خان د ځينيو کورنيو اختلافاتو له کبله له کوره مرور شوی او کندهار ته تلی و په کندهار کښې د ارغنداب د روډ په غاړه د محتشم په کلي کښې استوګنه اختيار کړه د زمان خان  زوې کرم خان وو د کرم خان زوې محمد اکرم خان وو د محمد اکرم خان زوې دوست محمد خان خټک و, دوست محمد خان خټک ته د کلاسيکي شاعرۍ سره سره د عربۍ,پارسۍ په علومو هم لاس بر و , او دغه وجه ده چې دبحرالعلوم په نوم يې يو کتاب ليکلی ددې کتاب قلمي نسخه چې د ديني عقائدو,فرائضو,آيتونو,احاديثو ,نصيحتونو ,اخلاقي,تاريخي او عرفاني قيصو شعري مثنوي مجموعه ده په دولسو بابونو ويشل شوي ده په کابل کښې په ملي ارشيف (National Archives)کښې خوندې ده د ا نسخه دوست محمد خان خټک په هجري کال ۱۲۹۰  کښی په خپل لاس  ليکلي ده ددې کتاب لومړې جلد په کال ۲۰۰۴ ع کښې نوموړي محقق محمد معصوم هوتک د خپلې سريزې او حاشيې سره د صحاف پبلشر کوېټه نه چاپ کړو چې زه يې په خپل کتابتون کښې هم لرم , دا کتاب ۵۵۷ مخونه لري ددې د دوېم جله قلمي نسخه په ارشيف ملي کابل کښې خوندي ده ددې چاپ کتاب په سريزه کښې محترم محمد معصوم هوتک په (و) مخ ليکي:

 دوست محمد خټک د خپل عصر عالم او د فراخې مطالعې څښتن و, په پښتو ژبه يې خورا درانه آثار ليکلي دي چي يو يې هم دا بحرالعلوم دی نور آثار يې اخلاق احمدي, (د عربۍ طريقه محمديه پښتو ژباړه) پښتو بدر منير دی, اخلاق محمدي يې په ۱۲۹۲ھ ق کښې بشپړ کړی دی او ۷۷۲ مخونه لري چې د بېتونو شمېر يې يولس زرو (۱۱۰۰۰) ته رسيږي

د پښتانه شعرا دوېم جلد مرتب د صديق الله رشتين خپرونکې علامه رشاد خپرندويه ټولنه دوهم چاپ, ۲۰۱۲ ع په ۲۴۴ مخ ليکي:

"دوست محمد د خوشحال خان د علمي کورنۍ وروستنی ستوری دی چې د کندهار په شاوخوا کښې برېښېدلی دی او د شعر په لحاظ په پښتو شاعرانو کښې ښه مرتبه لري چې دېرش زره (۳۰۰۰۰) بيته اشعار يې په خپله ملي ژبه ويلي او ضخيم کتابونه يې تاليف کړي .

او بيا د دوست محمد خټک د زيږېدنې په حقله ليکي

د دوست محمد د تولد تاريخ د (۱۲۳۰ھ) کال حدود تخمين کيږي.

نثري آثارو کښې يو ديني نثر د فارسۍ څخه يې په ۱۲۷۵ھ کال د واعظ کاشفي تفسير حسيني پښتو کړي او د عربۍ دلائل الخېرات شرحه يې هم ليکلي.٬

ارواښاد صديق الله رشتين ددې کتاب بحرالعلوم په حقله ليکي:

"د بحرالعلوم نومې کتاب يو کتاب چې په حقيقت کښې د ډېرو عربي کتابونو خلاصه او د نصائخو او حکمتونو او آياتو, احاديثو او نورو مختلفو اخلاقي,اعتقادي مضامينو مجموعه ده د پښتو په لنډو اشعارو  کښې د مثنوي په ډول ليکلي دی دا قلمي نسخه ۱۱۵۹ مخونه او تقريبا ۲۰۰۸۰ بېتونه او په دولسو بابونو منقسم ده چې هر باب يې ځانته جلا او مستقل کتاب دی چې په ډېر روان شعر کښې منظوم کړی په ۱۲۹۰ ھ ق کال د اعلي حضرت امير شير علي خان په عصر کښې د خپل کتاب بحرالعلوم د ليک نه فارغ شوی.٬

د بحرالعلوم د دوېم جله نا چاپه قلمي نسخه په خاتمه کښې د بحرالغلوم په حقله دوست محمد خټک وايي:

دا کتاب بحرالعلوم دی 

پکښې هر شی ښه معلوم ډی

پکښې ډېر نصيحتونه

له هر قسمه حکمتونه

ښه ګوهر پکښې تابان دی

تر آفتابه درخشان دي 

 

او خاتمه کښې ليکي:

له هجرته زر کلونه 

دوه سوه نور هم پسې وونه

نوي هم پسې حساب وو

چې دا ختم دا کتاب وو. (۱۲۹۰ ھ

د امير د شاهي زور دی

عالم ده وته نسکور دی

 

د خپل خاندان شجره او د وسېدو په حقله وايي:

پيښور زمونږ وطن وو

په هغه کښې مو مسکن وو

د خوشحال خټک له ذاته

مونږ يو واړه نېک صفاته

اعلی جد چې مو له وطنه

دلته راغې مبرهنه

خان زمان په نامه دې وو

ډېر په دين کښې ګړندې وو

القصه د خان زمانه

څو فرزند شو و عيان

يو فرزند پکښې برترشو

چې دده د زړګي سر شو

له خويه مکرم وو

په نامه سره کرم وو

بيا له ده څو فرزندان وو

چې دده نور چشمان وو

 يو په دوي کښې سرفراز شو

تر هماو وررڼو ممتاز شو

نور دغه مې قبله ګاه دي

زه بنده يم دوي مې شاه دي

دوست محمد په نامه زه يم

دعا ګو د هر يوه يم

 

د معلومې شجرې او د دوست محمد خټک ددې شعرونو له مخه د دوست محمد خټک شجره دا رانګه ده چې د عبدالقادر خان خټک زوې زرنام خام دې او د زرنام خان زوې زمان خان د زمان خان زوې کرم خان د کرم خان زوې مکرم خان او د مکرم خان زوې دوست محمد خان خټک دی

 

ماخذ

تاريخ مرصع د افضل خان خټک

د پښتو ادب تاريخ صديق الله ريښتين

ګلدسته د عبدالقادر خان خټک چاپ پېتو اکيډمي پېښور

پښتانه شعراء دوهم ټوک صديق الله رېښتين

پټه خزانه د محمد هوتک چاپ کابل

يوسف زليخا د عبدالقادر خان سریزه ميا وکيل شاه فقير خېل چاپ پښتو اکيډمي کوېټه بلوچستان

پښتانه شخصيات د صاحبزاده پروفېسر حميدالله  پشين

خوشحال خان خټک او دده ادبي مکتب , دکتورعارف عثمان  , د علومو اکيډمي کابل,۱۳۶۱ ھ ش

د شېدو د شجرې معلومات د محترم محمد حسنېن خان خټک ولد احسان الله خټک  د 

شېدو 

د ثمين جان خټک د شېدو مرتب  کړي قادرخيلي شجره چاپ, تاريخ ,۱۷, اګست,۲۰۱۲ع

مناقب فقير جميل بيګ رح د شمس الدين کاکا خېل . مرتب ميا فردوس شاه فقير خېل,انجمه اتحاد فقير خېل,چاپ, ۱۹۷۹ع

ميا وکيل شاه فقيرخېل 

Published: 13 March 2025

- شاعر
بېرته شاته