Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د استاد د خولې
[05.Mar.2025 - 15:40]د اوستاد د خولې پندونه
د خوشال بابا کلیات، مخ ۲۳۲
.
.
خپل اوستاد، و ما ته، ووې څو پندونه
هر یو پند یې ملغلرې دی، لالونه
.
وې یې هره بدي کړه، هغه بد مه کړه
چې له لاسه دې ازار شي د چا زړونه
.
که دې زړه دی چې بد نه مومې له چا نه
اول ته پرېږده د بدو خصلتونه
.
د شهوت په نغوته مه ځه، شهوت اور دی
په دا اور د ډېرو سوي دي کورونه
.
ته، کینه، رخه، حسد، له هېچا مه کړه
د ازل په ورځ مقسوم دي قسموتونه
.
د هر چا سره د ښو سلوک بایده دی
په بدۍ کښې څه فایده ده، څه سودونه
.
د دونیا په مال د نېکو نوم حاصل کړه
تل جهان و چا ته نه پرېږدي مالونه
.
د هر چا سره نرمي ملایمت کړه
ګوندې وي چې په دا خپل کړې د چا زړونه
.
خپل پردي ته د زړه راز خبرې مه کړه
د بوخڅې دننه ښه دي خپل رختونه
.
خوش خوی هر ګوره ښه ده نه دا هومره
چې په باغ کښې دې خرتیزې وهي خرونه
.
هغه کار چې په نرمۍ تر سره کېږي
څه حاجت چې رساوه شي تر جنګونه
.
و هغو وته که قهر کړې، روا دی
چې لري د بدو فعل، بد خویونه
.
د هغو په مرګ ثواب ګټلی بویه
چې یې سېځي له شامته غاړې غرونه
.
که دوښمن دې ډېر زبون، ته ځنې ډار کړه
په یوه بڅري وسوځي ښهرونه
.
د دوشمن په تملق غلطي مه کړه
د روستم غوندې هم مړه دي، په مکرونه
.
عاقبت په خپل ورغوی، په غاښ پرې کا
هر چې کار کا، د دوشمن په درمونه
.
چې دې لاس په دوشمن بر شي، پرې یې مه ږده
عاقلان به ژوندي نه پرېږدي مارونه
.
که پخپله، د خپل ځان په بدۍ نه یې
د مارونو په غار مه منډه لاسونه
.
په خپلوانو باندې هومره خشم مه کړه
چې پردي درځنې تښتي په ملکونه
.
د بادشاه په مهر مینه غره مه شه
زورور په لږ ګناه وهي سرونه
.
بادشاهان چې په چا مخ کا د بدۍ
و سیندونو ته تړل نه شي بندونه
.
په هغې معشوقې څه باور د کړو دی
چې په هر لوري یاران لري زرګونه
.
د پیپلو پاڼې خوره، نه هغه پاستي
چې یې خورې، د نوکرۍ په شرطونه
.
که عمل، که وکالت، که پېر او پلور دی
د هوښیار له لاسه ښه یشي کارونه
.
له بد خویه سره، هېڅ بدي، ته مه کړه
غلیمان ورلره بس دي خپل خویونه
.
د کم ذات په ښو خبرو غلط مه شه
د ګنډېر ونه خواږه لري ګلونه
.
په هر کار کښې چې درپېښ شي بیړه مه کړه
په تلوار سره ورانېږي جوړ کارونه
.
چې دې قول له چا وکړه، نور یې مه کړه
تل په قول عهد ټینګ وي، ښه مېړونه
.
په رښتیا، که په دروغ وي، سوګند مه خوره
منافق دی چې ډېر ډېر خوري سوګندونه
.
د حرص سترګې مړې په قناعت کړه
چې په کور کښې دې انبار شي نعمتونه
.
که هر څو دې علم ډېر چې عمل نه کړې
ته حمار یې، په تا لښلي کتابونه
.
د ښه دین د پاره علم دانش ښه دی
نه په دا چې پرې لوټې پردي کورونه
.
په جهان کښې، که مردان دي، هم هغه دي
چې و سختې وته ونیسي ځانونه
.
په لښکر کښې دې هم ساد وي، هم دې غله وي
کله غشي پکار کېږي، کله ګزونه
.
چې بدانو سره ښه کړې، قباحت دی
د بدانو خو هم تور ښه وي مخونه
.
عاقبت به ملګیري درڅخه پرې کا
چې په لارې تر تا تېز درومي ستا ملونه
.
که دې ورور دی، که دې زوی دی چې بدکار شو
په څپېړه یې کاږه کا ورمېږونه
.
چې بد فعل بد غرض وبله ناست وي
د هغو له ناستي تښته په کروهونه
.
چې په کالو مشران ته یې حرمت کړه
بیا هغه چې دې په ځای دي لکه ترونه
.
چې د ښځو تر اواز پورې زبون وي
په جهان کښې هغه ږیره ده زبونه
.
په هغه کور کښې چې ښځه چرګه بانګ لي
د هغو خونونه ځي برکتونه
.
هر چې شرع فرمایي، په هغه کار کړه
مه عمل کوه، په رسم، په دودونه
.
نېکو کار، په فقراوو خیر خیرات کا
هرزه کار په عمارت کاندي خرڅونه
.
که دې زړه له وینو ډک شي، و دوشمن ته
لږ او ډېر، په زبان مه راوړه غمونه
.
په هر کار به دې لاس بر وي، په ځوانۍ کښې
که طاعت، که عبادت، که نور کارونه
.
په ځوانۍ کښې چې دې کار له لاسه ووځي
په پیرۍ به دې ور نه رسي لاسونه
.
درته وایم چې په کوم توکي به دروند شې
چې د هر چا سره نه کړې ځوابونه
.
همېشه اوسه، خوله پټه لکه ناوې
چې ضرور شي، هاله وکړه دوه حرفونه
.
تر هغه به نامعقول په جهان څوک وي
چې همېش په خندا سپین لري غاښونه
.
که خبره که خندا کړې جګي جګي
هره چار تر حساب مه کوه بېرونه
.
که دې زړه دی چې دې عیب ښکاره نه شي
چا ته مه شماره د خلکو پټ عیبونه
.
که تر تا نه په قوت د مټو زیات وي
له هغه سره حجت مه کړه، بحثونه
.
چې توانېږي، د هغې خبرې لاف کړه
او که نه، په دروغ مه وهه لافونه
.
په دښنو کښې چې د جنګو خرخشې وي
ته بې غمه خپل هوس کړه خپل ښکارونه
.
که دې واورېدل چې بیا وبله روغ شول
نور په خپله وسله ووهه لاسونه
.
چې د ښځو نه بتر دی، هغه څوک دی
چې د ښځو سره کا مصلحتونه
.
پهٔ جهان کښې چې پرې ننګ او نام ګاټه شي
که پوهېږې، څاربه مږونه دي اسونه
.
خدای هغه په دواړه کونه دي نمانځلي
چې په ورځ یې عدل او داد، په شپه مونځونه
.
چې په زړ ه په تا مین، د هغو ناز وړه
تل نیازمنو سره وړي دي نیازونه
.
د اصیل ښېوه، خپل اصل نهٔ لباس دی
په زربافو کښې یا ډم وي یا مرییونه
.
.
پندونه = پند و نصیحت ته وایو او پندونه د پند جمع دی
ملغلره = ګوهر، دور (دُر)
لال (لعل) = یو سور رنګ ګرانبیه (قیمتي) کاڼی
موندل = تر لاسه کول، لټول
خصلتونه = د خصلت جمع، خصلت لکه خوی، عادت
شهوت = ۱) و جماع ته زړه کېدنه، و کوروالي ته زړه کېدنه ۲) زیات شوق
نغوته = اېشاره (اِشاره)
کینه = بغض، رخه، حسد
رخه = بغض، کینه، حسد
حسد = بغض، کینه، رخه
ازل = هغه زمان چې پیل (شروع) یې جوت (معلوم) نه وي، لومړۍ ورځ
مقسوم = تقسیم شوی ۲) نصیب، حصه، تقدیر
سلوک = چلند
بایده = پکار دی
سودونه = د سود جمع، سود لکه ګټه، منافع
ملایمت (ملائمت) = نرمي، خونسردي، پوستوالی، نازکي، موافقت، سازګاري
ګوندې = کېدای شي
بوخڅې = لویه کڅوړه، لویه ګوتله
رختونه = د رخت جمع، رخت لکه ۱) سامان ۲) جامې، کالي ۳) ټوکی، ټوکر، ټوټه ۴) څرمن
خرتیزه = ټوپ، ترپ، ترپکه
حاجت = اړتیا، ضرورت
رساوه شي = لکه رسولای شي
قهر = غصه، ځاځ، خښم
روا = جایز (جائز)، حلال
بویه = ۱) باید، پکار دی، لازمه ده، مناسبه ده ۲) کېدای شي، ښايي، بايد، ګوندې، شاید
شامت = ۱) نحوست، سپېرتوب، بدمرغه، بدنصيبي، بده ورځ، بدمرغي، بدبختي، اسکېرنه ٢) اجل، پوره، مقرره
غاړې غرونه = دشت او بیابان، لوړې ژورې، سمه او غر، غرونه رغونه، غاړې مورګې
زبون = خراب، ځپلی، دردېدلی
ځنې = ترې، څخه
ډار = وېره، ترهه
بڅری = ۱) بڅرکی، وړوکی انګار ۲) پوټسکی، لږ څیز، ذره
ښهر = ښار، شهر، مدینه
تملق = چاپلوسي، غوړمالي
روستم = د اریانو یو پالوان و. ځینې وګړي یې پښتون ګڼي
مکرونه = د مکر جمع، مکر لکه فریب، چل، ټګي، دهوکه
عاقبت = پایله، نتیجه، انجام، خاتمه، د هر شي پای
ورغوی = تلی، د لاس د پنجې دننه برخه
درمونه = ؟
عاقلان = د عاقل جمع، عاقل لکه عقلمند، هوښیار، دانا
خشم = خښم، ځاځ، غوسه (غُصه)
بدي = بد، ورانی، ورانکاري، دوښمني، خرابتیا
مهر = مینه
غره = ویاړن، ځان خوښ، ځان ستایونکی، متکبر
پیپل = یو ډول ونه ده چې په پښتونخوا کښې رازرغونېږي. پیپل د اینځر له کورنۍ یوه ونه ده. د پوهنې (ساینسي) نوم یې:
Ficus religiosa
پاستی = ډېره نرمه او پلنه ډوډۍ، څپاتۍ، چپاتۍ
عمل = کړنه
وکالت = د وکیل دنده، د وکیل کار، د شورا غړیتوب
پېر = رانیول، اخیستل
پلور = خرڅول
ښه یشي = ۱) ښه ښکاري ۲) خوښیږي
غلیمان = د غلیم جمع، غلیم لکه دوښمن
لره = لپاره، د پاره
ګنډېر ونه = ګنډېری، ګنډېرڅر، خرزهره، زهر بوټی، تریخ غرییز بوټی، پوهنې (ساینسي) نوم یې:
Nerium oleander
قول = ژمنه، وعده، لوز
عهد = قول، ژمنه، وعده، لوز
مېړونه = د مېړه جمع، مېړه لکه خاوند، څښتن، مالک
سوګند = لوړه، لو، قسم
منافق = دوه مخی، درغل، ټګ، دورنګ
حرص = لالچ، تمه (طمع)
قناعت = صبر
نعمتونه = د نعمت جمع، نعمت لکه ډالۍ، سوغات، بخشش
حمار = خر
لښلي = بارولي
مردان = د مرد جمع، مرد لکه سړی خو دلته په شعر کښې مردان لکه بهادر سړي لکه باتوران
ساد = د غل ضد
قباحت = تاوان، نقصان، عیب، ذلیل کار
ملګیري = ملګري، دوستان
درومي = ځي
ملونه = د مل جمع، مل لکه ملګری، دوست
ورمېږونه = د ورمېږ جمع، ورمېږ لکه ګردن
وبله = یو تر بله، خپلو کښې، د یو بله، په یو بل
کروهونه = د کروه جمع، کروه لکه کوس، قريباً دوه ميل، د ميلانې يوه پخواني اندازه
حرمت = عزت، لحاظ
ترونه = د تره جمع، تره لکه کاکا، اکا
بانګ لي = بانګ وایي
خونونه = د خونه جمع، خونه لکه کور
شرع = اسلامي قانون، رښتونې لار
هرزه کار = بدکار، ګناهګار
کاندي = کوي
خرڅونه = د خرڅ جمع، خرڅ لکه لګښت
طاعت = عبادت، لمانځنه
پیري = بوډاتوب
توکی = ۱) څیز، خبره، قاعده ۲) توګه، ذریعه
نامعقول = کمعقل، د عقل سره اختلاف لرونکی
جګي جګي = دغه وییونه د خواست، منت، التجا، زارۍ لپاره کارېږي
بېرونه = ډارنه، وېرونه
حجت = تکرار، بحث، مباحثه
دښن = دوښمن
خرخشه = فساد، فتنه
هوس = ۱) خواهش، خوشالي ۲) لالچ، حرص
مصلحت = صلاح، مشوره
څاربه = د څورب جمع، څورب لکه چاغ، تکړه، مضبوط
دواړه کونه = دواړه جهان، کون لکه نړۍ، دونیا، عالم، جهان
نمانځل = عبادت کول
ښېوه = ناز، ادا، کرشمه
زرباف = زربفت، زرناپ، کمخاب، یو ورېښمین ټوکی
—————————
(زرچاڼ/غوړچان/ ټاکنه=ممتازخان لونګین)
05.04.2025