Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د روژې
[09.Mar.2025 - 15:41]روژه د کور کلي مزه کړي
د پردي ښار څه پيشنمي څه ماښامونه
څنګه بې کسه روژه راغله
څنګه خالي مو د روژې دسترخوانونه
یار په سفر ځي خوله به ورکم
روژه دې ماته شي شپېته به ونیسمه
د مور نه ورکه مسافره
چ پیشمني ته به د څوک راويښؤینه
روژه د خدای لپاره نیسم
په ماښامي کې دُعا ستا لپاره کړمه
د روژې تنده تر ماښامه
د مینې تنده تر لحده پورې وینه
تۀ په روژه کې مرؤر شؤې
د تراوو رکات به څوک راته شمارینه
یار په سفر ځي خوله به ؤرکړم
روژه د ماته شي شپیته به ؤنیسمه
د پیشمني غږونه ؤشؤل
جینۍ د یار له ډډې زلفې خلاصؤینه
تۀ د ملا نه تپوس وکړه
که پۀ خولګۍ روژه ماتیږي غرقه شومه
په شپاړسمه روژه راشه
ما به روژه د پیغلتوب خوړلي وینه
چې ګرده مرده میاشت ختمیږي
زما لالی به روژې نیم خوړلی وینه
سږ مې دې پلار سرسایه ورکړي
بله روژه کې به د یار په څنګ کې ومه
د پیشمني غږونه وشول
جينۍ د يار له ډډې زلفې خلاصوينه
د روژې تنده تر ماښامه
د مینې تنده تر لحده پورې وینه
روژه به بیا په وطن راشي
خاورو ته تللي خلک بېرته نۀ راځینه
تر پیشمني به در سرۀ یم
د ورځې نۀ کیږي جوړه جوړه خوبونه
په پټو سترګو پېشمنی کړي
د ځواني خوب یې لکه بنګه زنګوینه
مُلا! چابک شه اذان وکړه
د یار لوېدلې سترګې زړۀ سوری کوینه
ستا د دیدن ماښام ته ناست یم
زما روژه به تر قیامته پوري وینه
یوه غرمه بله روژه ده
جانان سړی راولیږه چې را دې شینه
په روژه ماتي مې يار راغی
له خوشالۍ مې خولګۍ ورکړله عالمه
د پیشلمي بانګونه وشول
ليلا د يار له مټو زلفې خلاسوينه
که په روژه کې مې يار راغی
په نظرانه کښې به سرې شونډې ورکومه
د پیشلمی اورونه بل شول
زه خواره ناسته مرور پخلا کومه
په سره ګرمۍ کې روژه راغله
لالی مې شونډې رازبېښي تنده ماتوينه
خدایه زما لیلا سخي کړې
چې په روژه کښې مې په شونډو مړوينه
فرضی روژه ده قرار کینه
چې اختر راغی بیا دې هره یوه منمه
قسم په خدای ژړا مې راغله
چې مې رایاد شو د مور جانې طعامونه .
د کلیوالې روژې جارشم
یو دم لمبه شي مازیګر کې تنورونه
د ځوانی وخته را په باد شوی
چی په سبالی باندی موکړلو ختمونه
روژه خو میاشت ده شی به تیره
په غم لړلی پردبسی ودی خوړمه .
دشمن دی خاوری شه وطنه
چی باقی پاتی روژی تاکی ونیسمه
په سفر ځي څادر دي پريده
روژه ګئ راغله تراويح به پري کومه
روژه د صبر مي نيولې
د يار ديدن ته د عمرونو تږې يمه
په پټو سترګــو پيشمنـی کړي.
د ځوانۍ خوب يي لکه بنګه ځنګوينه.
جینکۍ ښې دي دمه وکړي
وړکي تباه دي روژه ټوله ونسینه
رنځوره یاره رنځ دې ورک شه
روژه نیوای شې که غنم دې وباسمه
09.03.2025
نهمه روژه