(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هېواد پالنه

[13.Mar.2025 - 08:05]

هېواد پالنه / نیشنلېزم

 

که په زمکه نظر واچولی شی نو چیرته لوړ دنګ غرونه دي ، چیرته د غرونو په سرونو واورين پټکی دي ، او چيرته ئې ځان په شنو دوشالو کې پټ کړی دی ، چیرته په غړمبار روان سیندونه دی ،او چیرته سردرې ، ځائې په ځائې پکې سمندرونه ، دشتې ، هوار او پراخه میدانونه دي او چیرته چې ورشو ګانې او شاړې شودیارې په ظاهره د زمکی طبعی خدوخال هم دی او د آب و هوا د څرنګوالی عوامل هم دي خو تر شائې په فطری ډول یو عظیم الشان مقصد هم پروت دی . که لږ په غور سره وکتل شی نو د زمکی دغه طبعی خدوخال د مختلفو جغرافيائی وحدتونو څرګندونه کوی . چیرته د یو جغرافیائی وحدت تړون داسی دی چې لوړ ، دنګ او اوچت غرونه ئې د یو سرحد او پراخه سمندر ئې د بل سرحد بندیشونه ښکاره کوی . چیرته د یو هیواد یا جغرافیائی وحدت په یوه او بله غاړه ژور، لوئی او غړمبیدلی دریابونه دی ، او چیرته پراخی صحرا ګانې او دشتونه د جغرافیائی وحدت حدونه په ګوته کوی ، غرض دا چې د زمکې دغه خد و خال په څو څو ډوله د فطرت د تقاضو او منشا ګانو هندارې دي . د فطرت دغه غوښتنې د جغرافيائی وحدت پورې محدودې نه دي . خبره نوره هم په مخه ځی د جغرافیائی وحدت د زمکی د جوړښت او نورو ډیرو عواملو په اشتراک عمل یوه خاصه ژبه او کولتور وجود مومی . دغه ژبه او دغه کولتور په ډیره اوږده موده کې د هیواد جغرافیائی خدوخال نه خپل وجود پیدا کوی . شریک کولتور خلق راغونډ کړی . غونډه، ناسته پاسته ، دود ، دستور پیدا کوی. داسی ورو ، ورو په غیر شعوری ډول یو کولتوری وحدت پیدا شی . چې کله دغه کولتور ی وحدت په جغرافیائی وحدت پورې خپلی اړېکی مضبوط کړی . نو خبره نوره هم په مخه لاړه شی ، فطرت په دغه جغرافیائی وحدت کې د اوسیدونکو د ټولو ضروریاتو بندوبست کوی . او د پیداوار منابع د ولس د ضروریاتو سره سمې موجودې وی . ددغه منابعو ادراک او ضروریات چې سره یو شی نو اقتصاد مینځ ته راوړی . د قامی او انفرادی شته منیوتصور پیدا شی په ټولنه کې اقتصاد خپلې جرړې مضبوطې کړی داسې جغرافیائی وحدت یو کولتوری او اقتصادی وحدت شی . هر کله چې دشته منیو د ملکیت تصور پوخ شی او شعور وده وکړی . نو « د درې اړخیزه وحدت »د ساتنې ، دفاع او انتظام اړتیا سیاست مینځ ته راوړی . درې اړخيزې وحدت چې کله سیاسی وحدت بیامومی نو د یو قام د تشکیل عمل سرته اور سی . داسې ګويا قام هاغه دی چې په یو جغرافیائی ، کولتوری، اقتصادی او سیاسی وحدت کې پیرلی شوی وی . ددې نه پرته قام تشکیل نه شی موندی . غرض دا چې قامونه په فطری ډول د فطرت د منشا سره سم وجود مومی . څو مره چې « څلور اړخیزې وحدت » لرغونی او فطری وی ، هومره ئې وجود سلامت ، مسئلې ئې کمې او ملی افتخارات او شهامت ئې پیاوړی وی . ددی سره په څنګ کې یو بل حقیقت هم موجود دی . چې د تاریخ پاڼې پرې په تواتر سره ګواهی کوی .هغه دا چې هر کله په یو فطری جغرافیائی وحدت کې د بهر نه ګوټې ووهلی شی . یا ددغه جغرافیائی وحدت حدونه د فطری حدونو نه پرته په بلې طریقې سره تشکیل شی نو شخړې پیدا شی . « نیشنل ازم » هم ددغه کشالوعکس عمل ته وائی . لوئې لوئې جنګونه هم کیږی او بشریت د جبر او استبداد نه هم تیریږی د زر ګونو کلونو د کلتوری اشتراک او وحدت نه چې کوم قام تشکیل مومی . د هغوی جذباتی تړون د خپل جغرافیائی وحدت سره دومره زیات وی چې دهغې د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار وی . هم دغه جذبه ده چې ورته « هیواد پالنه »وائی

سرچېنه: پښتون قامي وحدت

لیکوال : محمد افضل خان ( خان لالا)

 
- نېشنلېزم
بېرته شاته