امام غزالي
[13.Mar.2025 - 08:11]امام غزالي
لیک: ډاکتر احسان الله درمل
حرام به وي شراب خو د اوقاف له ماله ښۀ دي....
حافظ
امام غزالي د اسلامي تمدن يو له ډېرو متنازعه فیه شخصیتونو څخه دی. څوک يې د فلسفې، تعقل او فلسفيانو د رټلو او تکفيرولو او د تصوف د عامولو او توصيفولو له امله په اسلامي نړۍ کې د علم او پرمختگ د انحطاط اصلي عامل بولي او ځينې يې داسې يو فقيه او عالم بولي، چې وايي که محمد ص نه وای راغلی، نو د نبوت باز به د غزالي په سر ناست وای.
هغه د بغداد د نظاميې استاد او د سلطان سنجر خاص ملگری و. دبدبه او جلال يې تر دې حده ول، چې د ساتونکیو په بدرگه به گرځېده. دی د امام حرمین شیخ جويني شاگرد و او په مناظرو کې داسې تکړه و، چې د منطق او استدلال د ميدان گټل ترې ناممکن غوندې ول.
په ۳۸ کلنۍ کې په غزالي د روحي انقلاب يوه جالبه څپه راځي. د نظاميې استادي، د سلطان سنجر دربار، مدرسه، شاگردان، جاه و جلال هر څه په لغته وهي او يوه شپه په يو جوړ شليدلو جامو کې له يوې کوزې سره له بغداده وځي. د هغه په وينا خپلو ټولو پخوانيو معشوقو ته شا کوي او بېرته د خپل اصل غېږې ته ور گرځي. غزالي د اوسنۍ سوريې دمشق ښار ته رسېږي او هلته د اموي جامع جومات د لوړې منارې په يوه کوټه کې اړوي او بيا هيڅکله نه نظاميې ته ورگرځي، نه مناظرې ته ځي او نه د سلطان سنجر دربار ته.
تر اوږده فکر او ریاضت وروسته هغه اوله درجه فقيه او متکلم د اسلامي تمدن او علم په اړه جالبو پايلو ته رسېږي. موسيقي حلاله گڼي، فقه دنياوي علم بولي او له ديني مناظرو يې ورټ کېږي. د دغومره ستر روحي او معنوي انقلاب تر شا څو عوامل کارفرما ول.
اول دا چې غزالي په خپله زمانه کې ليدل چې په مناظرو کې خلک د حق دفاع نه کوي، بلکې غواړي چې د حق په ځای خپل ځان په کرسۍ کښېنوي. هغه گوري چې مستنطیقين او ناظرین د حق آبرو تويوي خو چې خپله آبرو يې وساتل شي. ټول ناظرین عقل، علم، کلام او منطق د دې لپاره کاروي چې د دۀ د بري توغ هسک شي او دی د نورو ترمنځ عالمتر وگڼل شي، حق او رښتيا که له خاورو سره خاورې کېږي هم توپير نه کوي. غزالي ويني چې ناظرين د خپل حريف حق خبره او سم منطق هم غلط بولي او دا ورته عار ايسي چې سمه خبره دې د ده د حريف له خولې را وتلې وي.
له بلې خوا امام گوري چې ټول خلک هڅه کوي چې فقيهان شي. ځکه چې فقيهان بازار لري. دوی د قضا په مسند کښېناستلای او دربار ته لاره موندلای شي. فقيهان په داسې کيسو بوخت دي، چې ډېرې شاذې او نادرې پېښېږي، د ټولنيزو اخلاقو او ارزښتونو سمول ترې پاتې دي او صرف دې ته يې کار ویلی چې څنگه ډېرو نادرو او په زرگونو کلونو کې يو ځل احتمالي پېښېدونکيو پېښو ته احکام وتراشي او څنگه ځانونو ته حيلې جوړې کړي. د شاذو او نادرو فقهي مسئلو يوه بیلگه دا راوړي چې فقيهان وايي چې که تاسو يو ړوند وينئ چې له يوې پردۍ ښځې سره په دې نیت نږدې کېږي، چې گواکې هغه يې مېرمن ده، نو په دې حالت کې د دې منظر لیدونکی بايد امربالمعروف او نهی عن المنکر وکړي او که نه؟ د امام په قول دا خندنۍ مسئله ډېره نادره پېښېدلای شي او ځکه نو د دې کيسو پر ځای د ټولنې په اخلاقي سمون فکر پکار دی، چې فقيهان ترې محروم دي. هغه وايي فقه د دنياوي کارونو په درد خوري، ځکه خو دنياوي ترين علم دی. د حيله سازيو په بيلگه کې د امام ابوحنيفه شاگرد امام يوسف راوړي، چې د زکات ورکولو په مهال به يې خپل ټول مال خپلې ښځې ته ورکړ او ويل به یې، زه اوس د نصاب خاوند نه يم. خو چې د زکات وخت به تېر شو، نو مال به يې له خپلې ښځې بیرته واخیست او په دې حيله يې ټول عمر ځان له زکاته معاف کړی و. چا امام صاحب ته وويل چې فقيه شاگرد خو دې داسې کانې کوي. هغه ورته وويل: فقيه خو وي همداسې، د شرعې له مخې پرې زکات نشته. خو امام غزالي وايي چې دغه فقه د امام ابو يوسف لپاره د دنياوي گټې سبب کېدای شي، خو له آخرت سره څه کار نه لري. د هغه په وينا په زکات کې ارزښت د خپلې شتمنۍ له يوې برخې څخه د تېرېدو په مېړانه کې پټ دی. دا نه چې د فقهي علم په حيله دا ارزښت بای پاس کړو.
غزالي په دې موخه چې په مسلمانه ټولنه کې د فقهي تجسس شوق و ذوق کم او د نورو هېرو شويو اخلاقي علومو او ارزښتونو تتې شوې ډېوې روښانه کړي، د احيا العلوم په نامه څو ټوکه کتاب ليکي، چې وروسته يې د هغه لنډیز د کیمیای سعادت په نامه په فارسي کې هم ليکلی.
امام غزالي د شپږمې هجري پېړۍ په پيل کې ومړ خو د اسلامي ټولنې او اسلامي علومو په اړه يې ژور بحثونه را پرېښودل. موږ دا دی د پنځلسمې هجري پېړۍ دړه خلاصه کړې ده، خو آیا حالت مو تر پنځمې او شپږمې هجري پېړۍ غوره دی؟ بنده چې هره ورځ د فقيهانو مناظرې گوري، په هغوی کې سپکې سپورې اوري او د حق په وړاندې د ملاوزمه مخلوقاتو دريځونه گوري، د سلطان سنجر د وخت بغداد په غړولو سترگو ويني. له بلې خوا فقيهان په دې بوخت دي، چې په استنجاء کې مبالغه وشي که و نه شي؟ که څوک سپوږمۍ ته وخېږي، د سپوږمۍ په خاوره تيمم کېږي که نه کېږي؟ په هغه ډنډ کې غسل کېږي، چې بل کس په کې له غصب شوي لنگ سره لمبېدلی وي؟ ښځه تعليم وکړي که و يې نۀ کړي؟ تراویح اته رکاته دي که شل؟ سقاط ورکړو که ور يې نکړو؟ دوعا له سنتو وروسته ده که له فرضو؟ لاسونه په نامه ونيسو که په ټټر؟ تکبير او آمين په جهر ووايو که خفيه؟ او په ميليونونو داسې نورې حياتي (!؟) مسئلې.
په دغو ډېرو حياتي مسئلو مو په داسې حال کې له گريوانونو سره نېولي، چې د انسان حرمت او ژوند چاته د ټنگې ارزښت هم نۀ لري؛ تر ټولو زيات يو بل موږ سره وژنو؛ رشوت غلا او دروغ د حلالو او روا کړنو کچې ته راټيټ شوي، خو موسيقي او موسیقار لا هم رټلي دي. بيت المال او د نورو حقوق د مور د شېدو غوندې حلال گڼو خو بحثونه مو په دې دي، چې په ستنې روژه ماتېږي او که نه؟
بنده چې فکر وکړي، هغه د الجابري وینا يې په زړۀ لگېږي چې وايي: د يونان تمدن فلسفي و، د غرب تمدن ساينسي دی خو مسلمانان اسلامي نه، بلکې فقهي تمدن لري.
د فقهي او کلامي تمدن نښې همدا حیل سازي او جدل سازي دي چې هره ورځ يې وينو. له داسې ټولنو نورې ټولې چارې پاتې وي خو په استنجاء او استمناء کې دومره غرق وي، چې متخصصين يې د اخلاقو او صحت تر متخصصينو زيات وي. د ښوونځيو او پوهنتونونو ځای هم مدرسې او خانقاوې نيسي او د ټولنې د اخلاقي، اقتصادي او فکري انحطاط د مخنیوي لپاره یوازینی حل د فقې زده کړه بلل کېږي. د دې ډول تمدن سرلاري دې ته نۀ گوري چې يوه ټولنه د علم د ټولو څانگو څانگه والو ته اړتيا لري او د انسان ټولې ستونزې فقهي نۀ دي. بلکې هڅه يې دا وي چې له يوې خوا د مناظرو ميدانونه فتح کړي او له بلې خوا دا ثابته کړي، چې «اقرأ» يوازې د ده په اړه ویل شوی.
د عقل، ساينس او فلسفي افکارو متخصصان که له امام غزالي سره وران دي، خو د فارابي او ابن سينا په سر به ورسره هډماتي وي. بنده نه پوهېږي، چې د فقیهانو ورسره ولې نالگي ده، چې د احيا العلوم غوندې مهم اثر ډېرو نه دی لوستی؟
خبره مو د بغداد له فقيه پيل کړه او د شیراز په بلبل به یې تمامه کړو، چې د خپلې زمانې له فقيهانو او رياکارانو په زړۀ شين و. د حافظ د زمانې فقيهانو هم ميخانې نړولې خو د اوقافو مالونه يې د مور د شېدو غوندې حلال گڼل. هغه د مست شوي فقيه له خولې، زموږ پام دغو پاراډاکسونو ته ور اړوي.
کُنون که بر کفِ گُل جامِ بادهٔ صاف است
به صدهزار زبان بلبلش در اوصاف است
بخواه دفتر اشعار و راهِ صحرا گیر
چه وقتِ مدرسه و بحثِ کشفِ کَشّاف است؟
فقیهِ مدرسه دی مست بود و فَتوی داد
که مِی حرام ولی بِه ز مالِ اوقاف است
به دُرد و صاف تو را حُکم نیست خوش دَرکَش
که هر چه ساقیِ ما کرد عینِ اَلطاف است
بِبُر ز خَلق و چو عَنقا قیاس کار بگیر
که صیت گوشهنشینان ز قاف تا قاف است
حدیثِ مُدّعیان و خیالِ همکاران
همان حکایت زَردوز و بوریاباف است
خموش حافظ و این نکتههای چون زر سرخ
نگاهدار که قَلّابِ شهر، صرّاف است
پنځلسمه پېړۍاوموږ
Publshed: 13.03.2025