Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
مومن خان
[09.Mar.2025 - 15:46]مومن خان او شیرینۍ
اٰخري ګوذار ظفر ؤکړو د غم
مؤمن خان ؤلګېدۀ په زړګي سم
د ګوذار سره ېئ دا ؤکړو اٰواز
ما خوړلے په زړګي دے ګوذار ساز
دا ګوذار د ظفر خان دے شېرينۍ
اٰخري ديدن دے، راشه لېونۍ
خداے د پاره راته دوه سترګې ښکاره کړه
دا حاجت زما د سوي زړۀ پوره کړه
شېرينۍ وئيل لالا جوړې مؤمن دے
بوي راځي د محبت دا مې يقين دے
دې خو منډه کړې کوټې ته په سرتورې
وئيل زر شه ډيوه راؤړه خپلې مورې
اې شاعر جماله اوس به انګولا شي
چې رڼا د مؤمن خان بشر له راشي
(جمال)