(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پیرانو

[13.Mar.2025 - 08:14]

تاریخ په نړۍ کې دخلکو دکړنو او پیښو هنداره ده

تاریخ راتلونکي کول  (نسل) ته د حقیقتونو بیان دیپه دې کې شک نشته ځنې تاریخ لیکونکو به دخپلو شخصي ګتو او اغراضو په موخه تاریخ تحریف کړی وي، یابه هم ځینو تاریخ لیکونکو د سترو شاهانو، امیرانواو یا زور واکو په فرمایش ځینی پیښې بیان کړي وي، خو داسې سترګور او زړور خلک هم شته چې تور ته یی تور او سپین ته یی سپین ویلي دي .

ځما په اند تر ټولو بد او خاینانه عمل له حقایقو سترګې پتول دي. داچې کوم لیکوال په حال او ماضي کې دتاریخ پاڼې په درواغو ډکوي یو نه بښونکی جرم او جنایت دی.

مونږ په هیواد کې ددې نیمې پېړۍ ژوندي شاهدان یو .ددې هیواد دخلکو په وړاندې مو د ګوندونو، تنظیمونو ، ډلو او شخصیتونو ، رهبرانو ، قوماندانانو او لیډرانو کړنې په خپلو سترګو عملا لیدلي دي.

اوس مهال د افغان غمیزې په تاریخ سلګونه کتابونه لیکل شوي دی شاید ډیر کتابونه ضد او نقیض مفاهیم ولري،  خو هغه څه چې حقیقت دي د یو عیني واقیعت په توګه د خلکو له نظره هیڅکله هم نشي پټېدلای .

دجهادي داړه مارانو اوکمونستو ملګرو کړنې او عملونه د تاریخ تر ټولو توره او کرغېړنه پانه ده. زمونږځنې نالوستي او له سیاسي شعور څخه محروم او بې برخې هیوادوالو ته اوس هم د تنظیمونو او ګوندونو رهبران ملایکې ښکاري او له نامه سره یی د حفظ الله ، او ع،ر وروستاړی تکراروي، داځکه چې دوی ته ددی جنایتکارانو اصلي څېرې او کړنې په سمه او حقیقي توګه نه دي څرګندې شوې.

د پېریانو جګړې کتاب مې څوکاله  وړاندې لوسنلی ؤ، دا کتاب د سټیوکول له خوا لیکل شوی. نوموړی ته په ۱۹۹۰کال کې په شننیز ژورنالیزم کې پوليتزر جایزه ورکړ شوې ده. سټیو کول له ۱۹۸۹کال راهیسې د واشنګټن پوست ورځباڼې د اجرائیوی مدیر په څوکۍ کار کړی او د ۱۹۸۹اود ۱۹۹۲ کلونو ترمنځ یي د نوموړې ورځپاڼې دسهیلي اسیا د بېرو د مشر په توګه د افغانستان حالات څارلي دي. که څه هم ستیوکول د خپل امپریالستې مفکوري د لرلو له امله د نړیوال امپریالیزم چې په سر کې یی د امریکا متحده ایالات  ولاړ دې د شیطاني نقشو او استعماري موخو له لوڅولو ډډه کړې خو د جهادي تنظیمونو  د کرغیړنو عملونو په اړوند یی عینی واقعیتونه په دې کتاب کې لیکلي دی.

دلته یی تاسو ته یو څو لنډې کرښې لبکم، هیله ده په لوستلو یی ستړیا احساس نه کړئ.

په ۱۹۹۳ کال کې کابل په خشونت او بېوزلۍ کې لاهو شو، حکمتیار دکابل ښار له خپلو ډکو زېرمو څخه په بې توپېره توګه په خبلو سلګونو توغندیو وویشت په زرګونه تنه ملکي وګړي په کې مړه او ټپي کېدل. دزړو مجاهدینو مشران له یو بل سره په مؤقتي انډیوالیو کې یوځای کېدل. د کابل په کوڅوکې یی یو بل په توپونو ویشتل ، ښار یي د آیتنیکی او ایډیالوژيکی فراکسیونونو په ډګر بدل کړی ؤ.شعیه ملېشې د کابل د ژوبڼ په سیمه کې د حکمتیار په ضد جنګېدې، بیایی لوری بدل کړ او د مسعود پر خلاف یی جګړه کوله، د سیاف ځواکونه د خپل زاړه ملګری، ربانی سره چې یو ځای یی په اسلامي قانون  کې سبق ویلی ؤ،  ودرېدل او دشیعه ګانو دبوډا نارینه و، ښځو،ماشومانو او.کوڅه یي سپیو سرونه یی په خورا غضب پرېکول. دازبک دوستم ملیشو د کابل په څنډو کې د بې سترۍ کولو او وژلو پر کمپاین لاس پورې کړی ؤ. مسعود په ویجاړشوی دفاع وزارت کې، چې د پاچايي کورنۍ په ورستېدو یوه پخوانۍ ماڼۍ وه،  د ګوتو پر سر ناست ؤ او خپل ځواکونه یی د شمال او سهیل بر لو په ځغلنده جګړو کې ځغلول. په کابل کې بریښنا نه وه. هغه یو څو دیپلوماتان چې لا تر هماغه دمه په کابل کې پاتې و د تیلي جنریترونو او دشمعی په رڼا کې غونډې کولې،  لارې بندې وې.خوراکي شیان په کمېدو او ناروغۍ په خپرېدو وه . دکال تر پایه لس ګونه زره ملکي افغانان په خشنه توګه ووژل شول.

  د پیریانو جګړه(۳۸۰) مخ 

- جګړه
بېرته شاته