خالد اورکزی د
[13.Mar.2025 - 08:35]
خالد اورکزی د خپل فکر او فن په آئينه کې
ليک: امان الله نصرت
ما ټيټ ورته لېمه کړه زما سر نه ټيټېده
شايد چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم
حمزه بابا
د نړۍ ويښ او ژوندي قامونه تل هڅه کوي چې خپله ژبه، کلتور او تاريخ ژوندی وساتي او لکه د نړۍ د نورو ولسونو په شان ېې ملي هويت, قومي تشخص او فرهنګې ځانګړتياوي ځلاندې او خوندي پاتې شي۰
شاعران او ليکوالان چې د ملت سترګې دي د ولس د ر ښتينو او حقيقي استازو په توګه تل هڅه کوي او زيار باسي چی د خپل قام او خپلې خاورې ترجماني وکړي او هغه څه د خپل فن په لمن کې راونغاړي چې په ټولنه کې پېښېږي او ولس ورته اړتيا او ضرورت لري۰
ښه شعر هغه دی چې هم د فکر او فن له پلوه او هم د محتوا او مضمون له پلوه په تول پوره او پياوړی وي او د ټولنې او وګړو د ژوند حالات او واقعات پکې په خوږه ژبه او رنګينو الفاظو سندريز شوي او د هنر د چينو په رنګونو او خوږو پسوللي او سينګار شوي دي۰
زمونږ د ځوانانو شاعرانو په کتار کې يو هم خالد اورکزی دی چې د ډېرې مودې راهيسې ورسره د شعر ښاپېرۍ ملګرې شوې او په ده ېې خپل ګلالي وزرونه غوړولي دي۰
د خالد اورکزي اصلي نوم عطاوالله خان د محمد کريم ځوی او د ارواښاد ملک حاجي ګل بادشاه لمسی دی چې په ۱/۲/۱۹۹۲ ميلادي کال د اورکزيو د سيمې په انجغالي کلي کې زېږېدلی او په خټه ميشتي اورکزي دی۰
خالد اورکزی لومړنۍ زده کړې تر لسم ټولګي د خپل کلي په دولتي ښوونځي کې تر سره کړی او بيا ېې د علامه اقبال له يونيورسټۍ څخه په ۲۰۱۶ کال د دولسم ټولګي د فراغت سند تر لاسه کړی دی۰
خالد اورکزي تر دې دمه د اشعارو دوه ټولګې او يوه د شاعرانو تذکره چاپ او د شعر او ادب مينه والو ته ډالۍ کړي دي چې نومونه ېې په لاندې ډول دي:
۱ - د هنګو ادبی ستوري ( تذکره ) د چاپ کال 2016
۲ - لۀ ځانه ورک یم ... شعري مجموعه 2017 دویم چاپ 2018 دریم چاپ کال 2019
۳ - د ښکلا څړیکې ... شعري مجموعه
چاپ کال 2020 ... منفرد مستزاد غزلونه
خالد اورکزی خو تر اوسه ما نه دی ليدلی او نه مې ورسره کله مخ په مخ سلام کلام شوی خو د فيسبوک په مجازي نړۍ کې مې ملګری شوی او له څه مودې را په دېخوا مو يو بل پېژندلي دي۰
زه د ښاغلي اورکزي څخه د زړه له تله مننه کوم چې ماته ېې خپله نوې چاپ شوې شعري ټولګه ( له ځانه ورک يم ) د پوستې ( ډاګخانې ) له لارې راولېږله او زه ېې په دې ارزښتمنه ډالۍ ونازولم کور ېې ودان ۰
دا وخت زما مخې ته د خالد اورکزي ( له ځانه ورک يم ) د شاعرۍ ښکلی کتاب پروت دی او زه ېې په هره پاڼه کې د شاعر د فکر او خيال د اوچت الوت او پروازونو ننداره کوم او خوږو او سندريزو شاعرانه نغمو ته ېې غوږ غوږ او سترګې سترګې يم۰
خالد اورکزی د ځوان کول په شاعرانو کې د ځانګړي مقام خاوند دی او په هره وينا کې ېې د نوښت او هنري ښکلا تر څنګ د فکر او محتوا له پلوه هم پوخوالی او خوږوالی محوسېږي او څه چې ليکي په ډېر پام ېې ليکي او د فن او هنر په تول ېې پوره ليکي،
همدا لامل دی چې شاعري ېې د لوستونکو او د شعر او ادب د مينه والو خوښېږي، پر زړونو ېې ژور تاثير او اغېز کوي او خپله ادبي تنده پرې ماتوي۰
ښاغلي اورکزي د خپل کتاب تړون د خپلې مور په نوم کړی او دا شعري ټولګه ېې د سعيد ګوهر او شمس القمر انديش سپېڅلو ارواوو ته ډالۍ کړی دی۰
له ځانه ورک يم په شعري ټولګه سليم راز لنډه ليکنه کړې او د شاعر په شاعرۍ ېې په زړه پورې رڼا اچولې ده او د هغې په بېلابېلو اړخونو غږېدلی دی۰
نوموړی ليکي:
د زلمي شاعر خالد اورکزي شاعري په فکري او فني لحاظ د پښتو د روايتي شاعرانه رنګ و اهنګ نه بيخي بدله او بې بديله ده د کم عمرۍ باوجود پکې د پختګۍ د تثترو تر مخه د ژوند او عصر نه حاصل کړي تجربې خپلې څهرې او فکري رويې ښايي چې مطالعه او فکري رياضت به ېې نورې هم روښانه، صحتمندې او توانا کړي چې اندازه ېې ددې دوو شعرونو څخه په اسانه لګي چې:
تر څو به داسې مونږ يو د حالاتو په زندان کې
وجود کې به تر څو ساتو غلامه خاموشي
تر هغې به زمونږه دغه وران وطن جوړ نه شي
تر څو چې تلې نه وي له دې قامه خاموشي
ورپسې فيصل فاران د اورکزي په فکر او فن اوږده تجزيه کړې او د نوموړي شاعري ېې ستايلې ده
ښاغلی فاران ليکي :
خالد اورکزی د يو بل ځوان شاعر خالد ريحان غوندې اوسني وخت کې د هېرولو نه دی هر څو که د هغه شاعري د ناوياته مضامينو او موادو هغه درجې ته نه ده رسېدلې کوم چې د خالد ريحان نه هيله کېږي خو بيا هم د خالد اورکزي د خوند رنګ غزلپال دی او هغه روماني، جمالياتي، سياسي ادراکات او محرکات پکې ليدلی کېږي چې مونږ د يو لوستونکي په توګه خامخا د هغه نه هيله مند کوي۰
جاويد احساس د اورکزي په کتاب خپل نظر داسې څرګند کړی دی:
رښتيا خبره داده چې د خالد تصورات دي که محسوسات، تجربې دي که واردات دا هرڅه ددې حقيقت ګواهي ورکوي چې زمونږ شاعر نه يوازې د عصر سره ځان او جانان وابسته ساتلی دی بلکه د فن او هنر سره کمنټ برقرار ساتلی دی دا وجه ده چې د موصوف په شاعرۍ کې يو قسم عجيبه صداقت محسوسېږي چې مونږ ېې زور محسوسولی شو۰
شاکر اورکزي هم په خپل نوبت د خالد اورکزي د شاعرۍ لنډ جاج اخيستی او د خپلې ليکنې په يوه برخه کې وايي:
خالد اورکزی د حاضر وخت د پښتو شاعرانو په دې ګڼه ګوڼه کې هغه زلمی شاعر دی چې غږ ېې نه صرف څرګند دی بلکه خوږ او اغيزمن هم دی ۰
په داسې وخت کې چې د پښتو شاعران د شماره وتي دي خپل غږ د نورو غږونو نه لږ منفرد ساتل که ناممکن نه دي نو مشکل ضرور دي خو د خالد اورکزي غږ په دې بې شميره غږونو کې مونږ په اسانه پېژندی شو ولې چې دی په شعوري ډول هڅه کوي چې غږ ېې په نورو غږونو کې ورک نه شي۰
همدغه راز مير احمد ياد کابل او ډاکټر همدرد د اورکزي په کتاب خپلې رايې ليکلي او د شاعر د شاعرۍ په هنري رنګونو او سندريزو اهنګونو ېې رڼا اچولې او د هغو ستاينه او ځلونه ېې کړې ده۰
ښاغلي اورکزي له ځانه ورک يم د شعرونو د بهير پيل په يوه ښکلي نعت کړی چې پکې ېې د سرور کائينات او فخر موجودات حضرت رسول اکرم ص سره د خپلې سپېڅلې مينې او عقيدت څرګندونه کړې او خپل ديني احساسات ېې داسې ښکاره کړي دي:
خوره چې د نړۍ په مخ رڼا ده محمده
د ستا د جنتي لهجې دعا ده محمده
ته خدای ته زري وکړه چې پښتون له جنګه خلاص کړي
راوړې مې ستا در ته التجا ده محمده
زما سره نور څه دي زه خالد په دې ژوندی يم
ستا مينه خو زما د ژوند بقا ده محمده6
ښاغلی اورکزی د ځوانۍ د تاندې او تنکۍ مرحلې په درشل کې دی نو ځکه خو ېې په هر شعر د عشق او مينې او ښکلاګانو او ښايستونو رنګينو احساساتو او روماني جذبو سيوری غوړېدلی ښکاري او ده پکې د خپلو عواطفو او پټو رازونو اظهار په خوږه شاعرانو ژبه کړی دی۰ وګورۍ دا لاندې غزل چې نوموړي پکې په څومره مهارت او رنګينو لفظونو خپله د زړه خبره منظومه کړې او له مونږ سره شريکه کړې ده:
که سپوږمۍ ده او که ستوري تاته ګوري
د ښايست چينه دې شوري تاته ګوري
دا سړی جوړي په تا باندې مين شو
د بڼو لاندې چې ګورې درته ګوري
چې په دې دنيا کې هم څوک پرښته شته
رحمتونه په تا اوري درته ګوري
دا چې ستر ګو ته دې ګزي مزي راغلل
دا زما د غزل ستوري درته ګوري
ښاغلی اورکزی د يوه وطنپال پښتون او حساس زلمي په توګه د خپلې جنګ ځپلې خاورې له ويرجنو او غملړلو حالاتو څخه ځان پوره اګاه او خبر ساتلی او د خپل ولس او قام په دردونو په زوره زوره ژړېدلی او په اوښکو اوښکو سترګو ېې هغه د خپل شعر په لمن کې رانغښتي او د پښتو ادب پاڼو ته سپارلي دي نوموړی وايي:
څه زرې زرې زرې مري بې اجله
ستا ښکلا ته خو ډېوې مري بې اجله
چې احساس پکې د يو بل پيدا نه شي
پښتانه به تر هغې مري بې اجله
د غيرت په نوم خو لوبه ده روانه
پکې ګل ګل پښتنې مري بې اجله
پښتونخوا په داسې اور کې ده راګېره
څوک د ورځې څوک د شپې مري بې اجله
او په يو بل غزل کې ېې په رنګيونو الفاظو د وخت او حالاتو انځورګري د اسې ګړې چې:
د حالاتو سره زغل کوم روان يم
په اغزو باندې مزل کوم روان يم
په نظر مې راخورې تورې تيارې دي
ارمانونه د منزل کوم روان يم
د خپل ځان سره خپل ځان مشغولومه
جنګ تر منځه د يو بل کوم روان يم
خالد اورکزي د خپل قام او وطن دردونه د خپل قام په ژبه بيان کړي او د خپل ولس سره شريک کړي دي چې د تاريخ برخه شي او راتلونکو نسلونو ته ېې ولېږدوي۰
هغه د خپلې ټولنې خورا په زړه پورۍ ترجماني او عکاسي کړې او څه ېې چې په خپل چاپېريال کې ليدلي او محسوس کړي دی هغه ېې د شعر په ژبه بيان کړي او د خلکو غوږونو ته رسولي دي۰
نوموړې هڅه کړې چې د خپل فن ناوې د هنر په بلابېلو رنګونو او ښکلاګانو ښکلې او رنګينه کړي او د خلکو پام ورته راواړوي۰
د ښاغلي اورکزي ادبي سفر او یون لا روان دی او د پرمختګ په حال کې دی او له يوې ورځې څخه بلې ورځي ته د پوخوالي او او خوږوالي پړاوونه وهي زه به پوره ډاډ سره وايم که اورکزی صيب خپله شاعري همداسې روانه او جاري وساتي نو ډير ژر به د فن او هتر لوړو پوړيو او ګلاليو پړاوونو ته ځان ورسوي او دا ښاغلی به د ښو او نوموتو شلعرانو په لومړي کتار کې د ودرېدو جوګه شي۰
نور نو له ځانه ورک يم شعري ټولګه ستاسو په لاسونو کې ده او له لوستلو وروسته به پرې خپل نظر څرګند او خپله قضاوت وکړۍ چې د نوموړي شاعري څومره په تول پوره او د شعر له غوښتنو او معياراتو سره برابره ده۰
په پای کې ښاغلي اورکزي ته د دغې ښکلې شعري ټولګې د چاپ مبارکي وايم او د ژوند په اړونده چارو او پښتو ژبې او ادب ته ورته د لا زياتو خدمتونو او کارونو توفيق غواړم۰
په شاعرانه مينه
Published: 13.03.2025
- خپل شعر