(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

غزل

[09.Mar.2025 - 15:48]

څه ډيره چې خايسته ومه بلها کلونه وړاندې 

بېحده  اواره  ومه  بلها کلونه وړاندې 

 

د مينې په اظهار کې تکلف وو گني زه خو

تياره اماده ومه بلها کلونه وړاندې

 

زه هاغه څوک باغي وم چې زما نه بله نه وه

د ځان دننه سره ومه بلها کلونه وړاندې 

 

يو نظم دې زما نه په بيا بيا چې اوريدلو

يو ځل چې درسره ومه بلها کلونه وړاندې

 

 تا ټول شعور ادب او محبت لما زده کړى

په ترخ کې دې بسته ومه بلها کلونه وړاندې

 

ما کله په شا شا کتل چې څوک به راپسې وي

روانه زمانه ومه بلها کلونه وړاندې

 

گوډئ به راسره وه هم همځولې مې لرلې

زه هم چرته وړه ومه بلها کلونه وړاندې

 

دذوق اوداحساس لرؤنکي ټول راپسې مړه وو 

گلاب ومه وږمه ومه بلها کلونه وړاندې

 

که دا وو که هغه خو چې دا اوس يمه دا نه وم

بې نومه بې نامه ومه بلها کلونه وړاندې

 

په خوب کې به همځولې خاپېرئ زما سره وې

د نيا څنگ کې اوده ومه بلها کلونه وړاندې

 

سيده حسينه گل

 

مردان


بېرته شاته