زر تر سر
[13.Mar.2025 - 09:04]
زر تر سـر او سـر تر ناموس ځار:
لیک: اعظم سېستاني Azam Sistani
پښتو ژباړه: MK Abdali
د پورته متل مانا دا ده چې افغانان د خپل ناموس لپاره، خپل ککرۍ هم ځاروي ترڅو افغانیت «پښتونولې» پرځای کړي. د هیڅ ناموس لرونکي افغان پت او غرور دا نه مني، او زموږ د هیواد په کړکېښ کښې هم دا نشو موندالای چې څوك دي د خپل ناموس پروا ونلري، او هر یو داسي ښیي چې د نورو د ناموس پروا هم لري او ساتنه ترې کوي ترڅو وګړي یې د خپل مخکښ لارښود په توګه وپېژني. نو غازي وزیر محمد اکبر خان هم باید ترخپل ناموس او خپل پت، افغاني نوم او نښان ځان ځار کړی وای ترڅو خپله کورنۍ د یو کینه پالونکي میرڅمن له منګولو څخه وژغوري.
غازي وزیر محمد اکبرخان د نولسمې زېږدیزې پېړۍ په لمړۍ نېمایي کښې زموږ د وګړو د کړکېښ له هغو دبدبه لرونکو څخه دی چې له وزیر فتح خان وروسته یې زموږ د هیواد کړکېښ ساری نلري. غازي وزیر محمد اکبرخان شپاړلس کالن وو چې د وسلوالو ځواکونو د یو مشر په توګه یې په کندهار کښې شاه شجاع ته په یوه مخامخ جګړه کښې ماتې ورکړه او انګریز جنرال کمپل یې ټپي او یرغمل کړ. شل کالن وو چې پېښور ته نژدې یې په جمرود کښې د سیکهانو سره جګړه وکړه او د سیکهانو د سپهسالار هري سینګهـ سره یواځې په یواځې لاس او ګریوان شو چې هري سینګهـ یې د آس څخه لاندي پر مځکه را شېوه او مړ کړ چې د سیکهانو ځواکونو ماتې وخوړه. دوه ویشت کالن وو چې د رنجیت سینګهـ او شاه شجاع د ګډو ځواکونو د مخنیوي په پار تر خیبر درې پورې مخته لاړی خو مخکې تردې چې د میرڅمنو ځواکونو سره جګړه وکړي نو د هیواد د میرڅمنانو لخوا زهر ورکړل شول او مړژواندی په کټ کښې پروت له خیبر څخه د ارغندۍ په سـنـګـر کښې امیر دوست محمد خان ته راوړل شو او په ډیرو ستونزو له مړېنې څخه وژغورل شو چې لدې وروسته بخارا ته لاړی او هلته ورپسې د بخارا د پاچا بندخونې ته ولوېدی.
غازي وزیر محمد اکبر خان مېړانه او افغانیت یو ګڼل او هیڅکله یې نه غوښتل چې میرڅمن ته شا کړي. کله چې یې د بخارا د پاچا له بندخونې څخه د تېښتې شونتیا ترلاسه کړه خو تېښته یې ونکړه او تېښته یې ناځوانې او هار وګڼله او خپل پلار ته یې ځواب ولېږی چې:«په مېړانه مړېنه منم خو په ناځوانۍ له ژوند کولو څخه کرکه کوم.»
د بخارا د پاچا په بندخونه کښې تر دوه کالونو کړاوونو زغملو وروسته بېرته افغانستان ته را ستون شو او په څلورویشت کالنۍ کښې د انګریزانو په وړاندي د پلازمېنې کابل د ټولګډونه پاڅون مشر وټاکل شو چې د میرڅمن په ماتولو کښې یې مشرتوب او د کابل تر واک لاندي اوسنيو سیمو څخه په بېړه د انګریز ځواکونو وتلو ته اړیستل یې په بریالیتوب او سرلوړۍ ترسره کړل. غازي وزیر محمد اکبر خان ډیر لنډ (دېرش کالونه) ژوند خو له ویاړونو ډک وکړ.
د غازي وزیر محمد اکبر خان له زړورتیا، غښتلتیا او سپېڅلي هیوادپالنې ډک ژوند لوستل انسان ته زړورتیا او مېړانه ورکوي او پرهمدغه بنسټ ددغې لیکنې موخه و نوموړي سترې ټولګډونه څهرې (ملي شخصیت) ته د لیکوال ژَوَرْ درنښت دی.
دا لیکنه د هغې مخکینۍ لیکنې بشپړاوی دی چې د غازي وزیر محمد اکبر خان د هیوادپالنې او د انګریز ښکېلاک په وړاندي دهغه د کرکې په ستایلو کښې او همداسي د هغو وګړو دهغو بې بنسټه تورونو او کرکجنو ویناوو په ځواب کښې شوې وه چې غازي وزیر محمد اکبر خان یې د ګـړدو غښتلتیاوو، هیوادپالنو او ویاړونو سره د انګریزانو سره په جوړجاړي او ډار تورنوی. حال دا چې غازي وزیر محمد اکبر خان هیڅکله د انګریزانو سره جوړجاړی نه دی کړی او که یې کوالای نو د جلال آباد په لار کښې شپاړلس نیم زرګونه انګریزان نه تريتم کېدل. د غازي وزیر محمد اکبر خان د نه جوړجاړي له امله وو چې، کله د هند وایسرای پوه شو چې محمد اکبر خان د خپل پلار (دوست محمد خان) د لیك په لارښودنه ګام نه اخلي نو غازي وزیر محمد اکبر خان ته یې داسي لړزه ورکوونکی لیک ولېږی چې:«که وزیر محمد اکبر خان پرېنږدي چې جنرال پالک کابل ته ورسیږي او د انګریزانو له لاس څخه وتلی برم بېرته ترلاسه کړي؛ نو د برېټانیوي هند حکومت به د امیر دوست محمد خان یو سل او پنځوس وګړيئیزه کورنۍ چې د وزیر محمد اکبر خان کور ودانې هم پکښې ده، له هندوستان څخه برېټانیا ته تبعید ولېږي او هغه مهال به بیا د انګریز دولت د هغوي د اسلامي زدکړو او چارو د ترسره کولو هیڅ مسئولیت نلري.» د انګریزانو دغه ګوتڅنډنه چې د غازي وزیر محمد اکبر خان پت او ناموس یې په نښه کړی وو، د غازي وزیر محمد اکبر خان ماغزه او هوښ یې ولړزول او دغه افغانی متل یې وریاد کړل چې:« زر تر ککرۍ ځار او ککرۍ تر ناموس ځار!»
د غویي میاشتې د اوومې نېټې کودتاچیانو ته د شـهید سردار محمد داؤد خان د ځان نه سپارلو لامل هم همدغه وو. شـهید سردار محمد داؤد خان داسي انګېرله چې کودتاچیان به یې د ناموس او کورنۍ سپکاوی وکړي او پر همدغه بنسټ یې مړېنې ته تر هغه ژوند لمړیتوب ورکړ چې دده د سترګو مخته دي کوم څوک دده کور ودانې او یاهم لور ته لاس واچوي.
غازي وزیر سردار محمد اکبرخان چې یو غیرتمن افغان سردار وو نو باید چې خپل ځان یې ترخپل ناموس، خپل پت او افغاني نوم او ننګ ځار کـړی وای. او اړ وو چې وسلواله مبارزه پیل کړي ترڅو خپل هیواد او کورنۍ (پلار، مور، کور ودانې او خپلوان چې ګړده یو سل او پنځوس وګړي ول) چې هندوستان ته تبعید شوي ول د پردیو له نیواک څخه وژغوري.
غازي وزیر سردار محمد اکبرخان له هیواد څخه د پردیو د شړلو او د خپلې کورنۍ د پت د ژغورلو لپاره په 1841 زېږدیز کال کښې د کابل په ټولګډونه پاڅون کښې ونډه واخیسته ترڅو د افغان مېړنیو وګړو په ملتیا میرڅمن تېښته کولو ته اړباسي او د میرڅمن په یرغمل نیولو سره خپله کورنۍ د میرڅمن له منګولو څخه وژغوري. دغه مهال غازي وزیر محمد اکبر خان نه یواځې دا چې د میرڅمن د نیم ځواک په تريتم کولو بریالی شوی وو، بلکې د دریو سوونو انګریزانو په یرغمل نیولو سره یې کوالای شول چې خپله کورنۍ هم د میرڅمن له منګولو څخه وژغوري.
غازي وزیر محمد اکبر خان ته د جنرال سیل لړزه ورکوونکی پیغام:
غبار لیکي:«جنرال سیل د هند د حکمران ایلنبرو لخوا غازي وزیر محمد اکبر خان ته داسي ګوتڅنډونکی پیغام ولېږی چې پکښې لیکلي ول:"که سردار له سولئیزو خبرو لکه؛ د لانورو ډیرو وینو د توئیدو د مخنیوي، د افغانستان څخه د انګریزانو د وتلو او امیر دوست محمد خان ته د کابل د واکمنۍ ګډۍ سپارلو څخه ډډه وکـړي نو؛ هغه مهال به په بشپړه توګه د پخلاینې وَرْ وتړل شي او امیر دوست محمد خان به د خپلې ګـړده کورنۍ د ښځو چې په هغو کښې د سردار محمد اکـبـر خان کور ودانې هم ده، لندن ته تبعید شي او هغه مهال به بیا د انګریز دولت د نوموړي کورنۍ لپاره د هیڅ ډَوَل اسلامي زدکـړو د لاسرسي مسئولیت نلري او نه په لندن کښې داسي څه د اسلامي زدکـړو لپاره شوني دي."»
( غبار، ص ۵۶۶).
دغه پیغام رښتیاهم لړزه ورکوونکی وو، ځکه ددغه پیغام د تېرې ژبې پام د غازي وزیر محمد اکبر خان د کورنۍ پت ته وو، او هغه دا چې د امیر دوست محمد خان کورنۍ له اسلامي زدکړو کولو او چارو ترسره کولو بې برخې کېده او مانا یې دا وه چې د امیر کورنۍ باید د اسلام سره وروستۍ مخښه وکړي او دا هغه څه ول چې غازي وزیر محمد اکبر خان یې انځور نشو کوالای.
تردې به تېرشو چې د خپل هیواد څخه د یوې کورنۍ تبعید هغه مهال د یو سړي د پت، نوم او ژوند تر پښو لاندي کول وو. خو هرکله چې داسي یو ګواښ (هغه هم د یو ټپي میرڅمن لخوا) چې د سردار محمد اکبر خان پت او ناموس یې ګواښی؛ کچیري پر غازي محمد اکبر خان د نېوکو کوونکو او لدغې ډلې څخه غبار ته داسي ګواښ شوی وای نو آیا هغه به د خپل ناموس ژغورلو په لټون کښې نه وای؟ هیڅ د نه منلو نده چې؛ که څوك ځان ناموس لرونکی افغان شمېري نو تردغو په پېچلو شېبو کښې یې شاتګ کاوه او که یې شاتګ نه وای کـړی نو څرګنده او رڼه مانا یې دا وه چې خپل ناموس ته یې هیڅ پام نه وو. پرهمدغه بنسټ باید غازي وزیر سردار محمد اکبر خان ته هم حق ورکړل شي ترڅو د خپلې کورنۍ د ژغورلو لپاره سمه لار ولټوي.
غازي وزیر محمد اکـبـر خان دغه پیغام لمړی خپلو سرتیرو انډیوالانو او ملګرو لکه غازي محمد شاه خان بابکرخیل او غازي سردار سلطان احمدخان ته ووایه، هغوي سلا ورکړه چې دغه پیغام په یوه غونډه کښې ملي مشرانو ته ووایه او د ملي او ټبریزو مشرانو د اندوینې سره سم چارې ترسره کړه او داسي کوم څه ونکړې چې د خپلې کورنۍ ژوند د ګواښ سره مخامخ کړې.
Published: 13 March 2025