Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
بیلابیل
[09.Mar.2025 - 15:51]کله نا کله ست د جام کـــــــــــــــــــــوه
پۀ تا مئين يــــــــــــــــــم په ما پام کوه
د رقيب مخکښې راته مــــــــه وايه څه
بس زما دومــــــــــــــــــــره احترام کوه
راغلــــــــــــــــــی يم زۀ مېکدې ته نوی
ساقي لږ ما سره ناکام کــــــــــــــــــــوه
د سحر باده! سرو ګلــــــــــــــــونو سره
مړاو غنچو ته هــــــــــــــــــم سلام کوه
ورکې فتوې زما د کفر ولـــــــــــــــــــې
واعظه! فکـــــــــــــــــــــــر د انجام کوه
سليمه! سم دې کړۀ غــــــزل شرعې ته
لږ په کښې ذکــــــــــــر د خپل قام کوه
سيف الرحمن سليم
-------------------
آرزو مې زړهُ کښې په سلګو شوه تۀ به کله راځې
دَ صبر ساه مې په سکيندو شوه تۀ به کله راځې
ستا دَ راتلو دَ ځواني مرګ اقرار په طمع طمع
زما ځواني لاړه په تلو شوه تۀ به کله راځې
زما په زړهُ کښې دَ زخمونو چمن اوغوړېدهُ
بيا علامه دَ پسرلو شوه تۀ به کله راځې
ستا په کچه وعده مې ولې اعتبار کؤلو
اوګوره شپه په پخېدو شوه تۀ به کله راځې
چې دې زما په ژوند دَ نهُ راتلو قسم کړې ؤو
راشه اوس ساه مې په وتو شوه تۀ به کله راځې
روښانه ستورو ورله ستا دَ راتلو نخښه ورکړه
سپوږمۍ روانه وه تله ورو شوه تۀ به کله راځې
دَ قلندر دَ ارماني ژوندون علاجه مرګه
هغه خو اوس دَ نهُ راتلو شوه تۀ به کله راځې
قلندر مومند
--------------------
دا ستا په یاد ژوندی دی، ښه نو څنګه یې کوې؟
اشنا دا خو زړګی دی، ښه نو څنګه یې کوې؟
پوهېږم ښکلي کبرجن دي، عشق ګناه ده
زړګی خو لیونی دی، ښه نو څنګه یې کوې؟
نو وژنې یې چې ولې ملا شوخ شعرونه وایي؟
بسمل دغسې شی دی، ښه نو څنګه یې کوې؟
*******
لوګر کې اوازه ده، چې محمد علیم میین دی
لږ خلک بد ګومانه دي، یو څه زه ملامت یم
*****
زه يې بس د مړي او ژوندي له كاره وايستم
مخكې داسې نه وم عاشقي له كاره وايستم
تكې سپينې خولې دې ليونى او صحرايي كړمه
تكو تورو سترګو دې بيخي له كاره وايستم
زه او صوفي دواړه له خپل خدايه لرې پاتې يو
دى په تسبو غرق دى زه ځونډي له كاره وايستم
ګوتې مې بسمله د غزل رباب ته جوړې وې
هيرې مې نغمې شوې ملايي له كاره وايستم
ملا محمدعلیم بسمل
---------------