(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هند کې مسلمانان

[13.Mar.2025 - 09:25]

په هند کې مسلمانان

لیک: ډاکټر مبارک علي

په سند کې ډېرو قبيلو تر مسلمانېدو وروسته خپل نسب عربو قبايلو ته ورساوه دغه راز يې خپله ټولنيزه رُتبه لوړه کړه مثلاًتهيمځانونهآل تميموبلل،موريهځانونهآل مغيرهوبلل او داسي فکر يې کاوه چې عباسيان، صديقيان، فاروقيان او عثمانيان دي بلوڅانومحمد بن هارونته خپل نسب ورساوهسمهقبيلې دعکرمه بن ابي جهلکورنۍ ته خپل نسب ورساوهسومروقبيلې دعوه وکړه چې د عباسيانو له پلازميني سامرې څخه راغلي دي ځکه سومرو دي.

که يوې خوا ته په ټولنيزه او کلتوري توګه د خپل حيثيت تر بدلولو وروسته د ځايي مسلمانانو ريښې له خپلي خاوري او کلتور څخه وختلې بلي خوا ته بهرني مسلمانانو د هغوی دې بدلون ته هرکلی و نه وايه په سپکه سترګه يې ورته وکتل او په ټولنه کې د هغوی برابرۍ ته قايل نه شول کومو بهرنيو مسلمانانو چې د ځايي مسلمانو ښځو سره ودونه وکړل او د هغوی څخه چې يې کوم اولادونه پيدا شول هغوی ته هم په کښته سترګه وکتل شول 

د ځايي او د بهرني مسلمانانو له ګډون څخه چې کوم نسل پيدا شو هغه په جنوبي هند کې مېشت شو او د عربو نوايطو په نامه ونومول شول دغه خلک 

دراس کماريپه ختيزه سيمه کې اوسېدل دلته ځينو عربو نوايطو دتاملښځو سره ودونه وکړل له هغه چې کوم ګډ نسل پيدا شو هغه ته يېلبيو ويل عربو نوايطولبيتر ځان کښته بلل.

پهکارومنډلدور ته په عربي کې معبر وايي هلته چې کوم عرب مېشت شول د هغوی د سيمه ييزو مسلمانانو او هندوانو څخه سخته کرکه کېدله.

دسکندر لوديپر تخت په کښېنستلو کې تر ټولو لويه ستونزه دا وه چې د هغه مور د ځايي مسلمانانو له کورنۍ څخه وه افغان اميرانو نه خوښوله چې د يوېزرګريمور زوی دي پر تخت کښېني، په سند کې د مظفر خان ترخان مور دجاريجهقبيلې څخه وه ځکه اميرانو نه پرېښود چې پاچا شي او د هغه مخالفت يې وکړ دغه د ميرزا باقي ترخان مور هم د سند ځايي ښځه وه هغه يې د ملنډو په طرز په دربار کې سندی هلک باله.

د دهلي د سلاطينو د زمانې مؤرخضياء الدين برنيچې د پاچاهانو کوم حالات بيان کړي دي له هغوی څخه معلومېږي چې د مسلمانانو په ټولنه کې د حسب و نسب او د لوړي کورنۍ تصور څومره پوخ شوی و، د حسب او نسب پر بنسټ بهرنيو کورنيو د حکومت ټول لوړ منصبونه اشغال کړي وو او هر ډول ګټي يې پورته کولې ځکه هغوی غوښتل چې دغه نظام دي پر پښو ولاړ وي هغوی اهليت او صلاحيت د نسب په مقابل کې له منځه وړه او يوازي يې هغه چا ته د مخته تلو نوبت ورکاوه چې نسل، نسب او ذات يې لوړ وي د مثال په توګه دشمس الدين التمشپه دور کې وزيرنظام الملک جنيديدقنوجد خواجګۍ لپارهجمال الدين مرزوقپاچا ته ور ووست په دې وخت کې په دربار کې يو اميرخواجه عزيزناست و، هغه چېجمال الدين مرزوقته وکتل نو يې و ويل.

به دست دون مده خامه که گردون را مجال افتد

سيه سنگی که در کعبه است سازد سنگ استنجا

 

ژباړه: د کمصل په ګوتو کې قلم مه ورکوه، که د کمصل وس ورسېد 

د حجر اسود (توره ډبره) به د استنجا لُوټه کړي.

پاچا چې معلومات وکړل رښتيا هم کم اصل و، که څه هم وزير يې سپارښت کړی و، چې ډېر پوه او هوښيار خطاط دی مګر پاچا خوا ورڅخه بده کړه چې د کمصلو د هنر له کبله زما د حکومت رنګ بدېږي تر دې وروسته پاچا امر وکړ چې د هغه په حکومت کې چې څه کمصل خلک لوړو چوکيو ته رسېدلي دي هغه ټول دي پسې واخيستل شي تر تفتيش وروسته پته ولګېده چې ۳۲ کسه کمصل دي دوی ټول يې د حکومت له دندو څخه وشړل.

دشمس الدين التمشدغه پاليسيغياث الدين بلبنهم جاري وساتله هغه دامروهېد خواجګۍ منصب ځکهکمال مهيارته ور نه کړ چې د هغه پلار هندو غلام پاته شوی و، دکمال مهيارپه هکله و ويل شول چې ډېر باسواده، لايق او هنر لرونکی انسان دی مګر د کمصل ذات سره اړه لريغياث الدين بلبنويل:زه هيڅکله نه شم کولای چې يو کمصل يا نااهل انسان په هغه حکومت کې راسره ګډ کړم چې خدای ما ته په انعام کې راکړی دی، د نوموړي پاچا په هکله د هغه معاصر مؤرخضياء الدين برنيپه ډېر وياړ سره دغياث الدين بلبنپه هکله ليکي:

(هغه د پاچاهۍ په ټوله دوره کې چې څلوېښت کاله وه د هيڅ رئيس(  )، بازاري( )، مفرد( ) ، کمصل( ) ، ټوکي( ) او رذيل انسان سره خبره و نه کړه). 

محمد تغلق چې د خپلو اميرانو د زور د ماتولو لپاره ځايي مسلمانانو ته کوم منصبونه ورکړل د هغوی پر سر د ده سره زښت مخالفت وښودل شو معاصر مؤرخضياء الدين برنيد هغو خلکو نومونه په خپل کتاب کې راوړي او د داسي احساساتو ښکارندويي کوي چې د هغه زمانې د هند د مسلمانانو ذهني کچه يې ښودله، هغه وليکل:

(د بداهل د زوی نجبا مطرب رُتبه يې ډېره لوړه کړې ده... دغه راز يې 

دعزيز خمارد هغه د ورورفيروز دلاک،منکا اشپز،مسعود خمار،لدا باغواناو نورو کمصلو ته لوړ منصبونه ورکړي،شيخ بابو فلک بچه جولايې خپل څنګ ته کښېنولی دیپيرا باغوانته يې چې د هند تر ټولو رذيل او سپک انسان دی د دېوان وزارت ور سپارلی دی... داحمد ايازغلاممقبلته يې د ګجرات وزارت ورکړی دی).

د مغولو په زمانه کې د بهرني او ځايي مسلمان توپير پاته و، دغه توپير له اروپا څخه راغلي سيلانيبرنيرهم حس کړ او وې ليکل چې له منځنۍ آسيا څخه راغلي خلکو رنګونه سپين دي او ځايي مسلمانان غنم رنګه او تور دي دغه شي د دواړو تر منځ توپير ساتلی دی سپين پوستي مسلمانان ځانونه تر غنم رنګو او تور پوستو مسلمانانو لوړ بولي او هغوی ته په سپکه سترګه ګوري دې ته په کتلو سره اميران او د لوړي طبقې خلک کوښښ کوي چې د کشميري ښځو سره ودونه وکړي تر څو اولادونه يې سپين رنګي وي.

قدرت د بهرنيو مسلمانانو په لاس کې و، هغوی د نورو قومونو په هکله افسانې خپرې کړي وې او د هغوی د ځانګړتياوو په ټاکلو سره يې هغوی ته 

د حکومت يو لړ څانګي ورکړي وې د بېلګي په توګه د منځنۍ آسيا خلکو 

د حکومت لوی منصبونه اشغال کړي وو افغانان او تــُرکان غښتلي او بهادر بلل کېدل لښکر له دوی څخه جوړ شوی و، عربو او عثماني ترکانو ته يې توپخانه 

ور سپارلې وه حبشيان خواجه سرايان وه کشمريان نمک حرام بلل کېدل او نوي مسلمانېدونکي ته يې هيڅ منصب نه ورکاوه د دې ټولو کړنو څخه مرام دا و، چې بهرني مسلمانان قدرت په لاس کې ولري او نور اقوام ورڅخه دمخه نه شي.

په هند کې د مسلمانانو ټولنه په اشرافو او اجلافو تر وېشل کېدو وروسته ټوټې ټوټې شوې وو اشراف هغه خلک وو چې له بهره ورغلي وو په هند کې يې حکومتونه جوړ کړي وو په هغو کې يوه ډله د مغولو وه څنګه چې هند کې دوی واک ته رسېدلي وو دوی هم اشراف بلل کېدل وروسته مغول د ميرزا په نامه سره وبلل شول.

(رالېږونکی :الفت شهاب مومند)

Published: 13.March 2025

- مبارک علي
بېرته شاته