(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

لونګ او

[13.Mar.2025 - 08:55]

لونګ او لونګین په پښتو لنډیو( ټپو) کې

-------------------------------------

په پښتو ټپو( لنډیو) کې دلونګ او لونګین په اړه ډیر ې لنډۍ ( ټپې ) لرو . لونګ هغه دانه ده چې توریا قهوه یي رنګ لري او په انګریزي کې ورته

(clove)

وايي چې په اومه حالت کې تر ډېره شنه او سره ښکاري. دا بوټی تر ډیره د هندپه جنوب ، اندونیشیا او ملیشیا کې شهرت لري او دډېر ې پخوا نۍ زما نې  نه ترې کار اخیستل شوی دی.

ویل کېږي چې په اندونیشیا او ملیشیا هېوادونو کې خلک د لونګو سګرټ هم څکوي.

د آسیا په سویلي هېوادونو کې تر ډېره خلک دنورو مسالو سره یوځای په خوړو کې دلونګو کار اخلي او په ټېره بیادلونګو نه دعطرو ، چایو.درملو او کریمونو په جوړولو کې ګټه اخلي چې خوشبویه شي.

د افغانستان په پښتني سیمو لکه خوست، لوګر، پکتیا ،پکتیکا ، خوست غزني ، کندهار ، زابل ، ننګرهار ،لغمان ، کونړاو پکتیکا کې خلک اوپه تیره بیا کوچیان لونګ د ښکلا او خوشبویې لپاره کاروي. په یادو ولایتونو کې پېغلې او ناوې د لونګو نه دغاړې امیلونه او ځونډي جوړوي چې بیا یې پر کمیس ټومبي. دلونګو نه جوړشوي امیل ته په پښتو کې لونګین وایی چې په پخوا وختونو کې لونګين د ناوې د پسول يوه لازمي برخه وه .په خوست کې کله چې ناوې د خاوند کورته ځي نو د دوه وړې کڅوړې لونګ د ډالۍ په توګه ورکوي.باید وویل شي چې لونګ تیز بوی لري اوپه کوم صندوق کې چې وریښمینې جامي پرتې وي او ورسره لونګ ایښودل شوي وي هغه جامې دچینجیانو نه خوندي وي .

دادی په لاندې ډول تاسو ته دلونګو په اړوند څو لنډۍ ( ټپې ) لیکم:

سپوږمیه سروهه راخیژه

یار دلونګو لوکوي ګوتې ریبینه

لونګ کرمه لوبه ګډ کړم

چې لو مې ګډکړ یاره تا به راولمه

داته چې لاړې مساپرشوې

د شنو لونګو کښت به څوک ریبي مینه

بارانه مه اوره لږتم شه

لیلا لونګ په درمندو شیندلي دینه

که چا لونګ لېدلې نه وي

پېغله خولې که د لونګو بوی یې ځینه

په غرونو تورې لړې راغلې

ښکته یې یووړل د لونګو درمندونه

خاونده بیا دې پسرلی کړو

له وچه ډاګه د لونګو بوی راځینه

خلک مې توره توره بولي

تورخو لونگ دی پا چاهان یې بویوینه

ټینګه می مه نیسه په غیږ کې

سبا به بوی دلونګین درڅخه ځینه

دلونګین په لړ راخیژه

په اوږۍ شپه کړه دچارګل وکړه سیلونه

تور لونګین په ژړا راغى

ماته روپۍ په سينه ځاى نه راکوينه

داتوره شپه بوی دلونګو

چیرته د پېغلو اتڼونه شوی دینه

یار که مي تور دی څه پیغور دي

تور خو لونګ دي باچاھان یې بویوینه

هلک چې تور شي لونګين شي

نجلۍ چې توره شي بنګړي دې خرڅوينه

ته چې راځې ما به خبر کړې

چې په پالنګ درته لونګ وغوړومه

ما په سینه لونګ کرلي

که لو مې ګډ کړو یاره تا به راولمه

کشمالي وکرئ عالمه

نجونې مغروره شوې لونګ نه بویوینه

پلار مې لونګ کرلي نه دي

چې هره ورځ به درته من،من درلیږمه

په نیمه شپه بوی د لونګو

چېرته د مستو پېغلو شوي اتڼونه

سبا به بیا بازار ته لاړ شې

د لونګین ځونډي دې کم راوړي دینه

مخې ته راغله راته ژاړي"

د لونګین نه مې ځونډي شلېدلي دینه

زما جانان له رنګه تور دی

په څلویښتی کې مور لونګ ورکړي دینه.

چې په لونګو دې مشهور کړم

اوس په سینه ټالونه راکړه ګني مرمه.

د لونګین جانان لپاره

خپلو پټو کې د لونګو باغ کومه.

له رنګه توره غنمرنګه

توره لونګه لیونۍ در پسې شومه.

په سينه يو لالی ځايېږي

زه لونګين او لالی دواړه ځايومه.

.دا نېمه شپه ده غله لگیږی

د لونگین مېرمنې وشمېرہ لړونه

د زنې خال دې داسي ښکاري

لکہ مستو ته چې لونگ پرېوتے وینه

ماته لونګ په چیلم کښيږدئ

ناکارې بنګې د يار غم نۀ غولوينه

د لونگین امېل بۀ جوړ کړم.

زۀ مې لالی د زرګر نۀ محتاجومه

دا نیمه شپه بوئ دلونگو

لکه د عطرو بارانونه شوي دینه

که خولګى اخلې اوس يې واخله

ما په شيرينه خوله لونګ ژوولي دينه

په سینه پروت يې لونګینه

جوړ کړی ما یې بوی دې نورو له ورځینه

مخي ته راغله راته ژاړي

دلونګين نه یې  ځونډي شليدلي دينه

(ډاکتر لطیف یاد) Published:13 March 2025

https://www.youtube.com/watch?v=_7vEjw3WkyI


بېرته شاته