(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ټکر جنګ دی

[13.Mar.2025 - 09:33]

''پۀ ټکر جنګ دے''  (خاکه)

 

لیک: پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

پۀ ټکر جنګ دے  - ګولۍ ورېږي 

او ونې پاڼې رژوينه

پۀ ټکر جنګ دے

پۀ ظاهره خو دا يوه اولسي سندره ده چې د مردان تخت بهائي پاتۍ ټکر د شهيدانو پۀ ياد کښې ليکل شوې ده او هم دغه کلي باندې د پېرنګيانو د يرغل او د بې ګناه تش لاسو خدائي خدمتګارو پۀ واقعه پورې تړلې شوې ده چې څومره زلمي ځوانان، ماشومان او بوډاګان پکښې شهيدان او ژوبل شوي وو. دغه واقعه دومره دردوونکې، اعصاب بوږونکې او روح رالړزونکې ده چې اوس هم هر کال دا مياشت او د ټکر د شهيدانو ورځ راځي نو احساس لمبه کېږي او د ضمير پۀ وجود غنې چوکه کېږي. دغه واقعه مشر عبدالخالق خليق صاحب د ماڼکي شريف نوښار پۀ دوؤ منظوم او منثور کتابونوزۀ او زما زمانهاود ازادۍ جنګکښې لوستلے شئ چې خليق صېب د  خپل وخت ډېر بهترين ليکونکے، وقائع نګار، تکل نويس (چې لا چا تکل پېژندۀ هم نه) ښۀ شاعر او بې بدله نثار ؤ چې د باچاخان لۀ اړخه د ''پښتون'' مجلې کشر چلوونکے يا کشر مدير هم ټاکلے شوے ؤ خو زۀ چې دې وړه غوندې خاکه کښې د چا پۀ حقله د مختلفو رنګونو کرښې راکاږم هغه شخصيت د اوسني دور د روان عصر د حالاتو او واقعاتو او د عوامي نېشنل پارټۍ د سلوګن مجلې پښتون مدير ښاغلے ساجد ټکردے. چې پۀ ظاهره خو پۀ وجود نرے نروچکے، لوړ قامته هلک نما سړے دے چې حجامت ئې لوے شي نو پۀ ږيره کښې ئې د تورو سره سپين هم ځلېږي او هغه د ماسټر عبدالکريم خبره چېږيره ئې مۍوريژيده . داسې کۀ د چا د سر وېښتۀ تور او سپين وي نو افغانان  ورتهشين سرےوائي، نو ساجد ټکر کۀ شين سرے نۀ دے خو شين ږيرے ضرور دے او پۀ برېتو کښې ئې هم لږ لږ سپين ځلېږي او هغه د مرحوم ايوب صابر د شعر پۀ مصداق چې:

 دا خبرې کېږي اوس زمونږ د کلي جونو کښې

سپين وېښتۀ زرغون شو د صابر غريب برېتونو کښې

هسې د پاتۍ ټکر د ذکر کولو پۀ وخت ما دشين پوشپير ګوهر مرحوم چې د خپل وخت د ترنم بادشاه يا شهنشاه يادېدو او ډېر ښهٴ روماني شاعر ؤ. دا شعر را يادېدهٴ چې... 

دې ټکر پاتۍ د مشين ګن ګولۍ ليدلي دي

ښائي کۀ زلمي ئې لږ کاږۀ واږۀ له خياله شي

څۀ هم کۀ ما د پيرصاحب د پاره د شين پوش ترکيب استعمال کړۀ خو داسې شاعر به نۀ وي چې قامي او وطني شاعري به ئې نۀ وي کړې او دغه پورتنے بېت ئې هم د سور پوشانو او خدائي خدمتګارو د پاره ليکلے دے نو پۀ خپله قامي جذبه ئې ليکلے دے چې پاتۍ ټکر زمونږ د فخر کلے کور دے او د پښتنو د فخر دې کلي کورته د بلا غېرتي پښتنو د پېدا کولو شرف حاصل دے چې سياسي ليډران لکه دلبرخان ټکر کاکا چې ټول عمر ئې د باچاخان او ولي خان سره پۀ نېپ او اے اېن پي کښې تېر کړے دے او د بهټو پۀ الېکشن کښې د اېم اېن اے سيټ ته هم د مردان د عبدالخالق خلاف ولاړ ؤ، او هاغه وخت چې ملک لکه سور بلکې يوه سره لمبه او غرغنډه ؤ خو د بهټو د منافقانه چالونو له کبله دلبر خان کاکا خپل سيټ بايللے ؤ. خو دې کښې د هغۀ هېڅ قصور نۀ ؤ. دغه رنګ ډېر سرداران او  سلطانان او د ساجد ټکر غوندې خيالولي زلمي زېږولي دي چې د ټکر کلي د پاره هم فخر دے او د دوي د پاره هم د وياړ مقام دے چې پۀ داسې تاريخي کلي کښې پېدا شوي دي چې پېرنګيانو سوزولے ؤ او هېڅ بې هېڅه ئې پۀ تش لاسو پښتنو مشرانو او زلميو ځوانانو او ماشومانو د مشين ګنونو ګولۍ ورولې وې. نو خبره مې د ساجد ټکر زلمي کوله چې نن سبا د باچاخان د تاريخي پښتون مجلې مدير دے، ښۀ ليکونکے، اعلي او بې داغه صحافي چې د زېړ صحافت خلاف او د رښتياؤ ليکلو او وئيلو ګناهګار دے، شاعر هم دے چې کله کله ئې شعرونه پۀ فېس بك تر نظره کېږي، د رسالې د پاره يوه  غوره اداريه نويس او شذره ليکونکے، کالم نګار او پۀ ګړه کښې شمکے ورکوونکے د طنزيه مزاحيه خاکو ليکونکے يعني خاکه نګار هم دے او سياسي جراثيم کۀ ورته د خپل کلي د مشرانو  نه لګېدلي دي خو ادبي جراثيم خصوصاً د تکل او خاکه نګارۍ پۀ حواله پۀ کښې د  معروف او مقبول تکل نويس او خاکه نګار ګل محمد بېتاب او د شاعرۍ جراثيم ورته د روښان مومند(کوډا خېل) نه رښتيا يوسفزي نه لګېدلي دي او کۀ پۀ سټېج د تقرير خبره ئې د شاه منصور د استانې د باباګانو چې زما هم قبله ده او پۀ مور و پلار ئې بلمه

غرض مې د خپل خوږ کوليګ پروفېسر اظهارالحق صاحب د شاه منصور باباجي د ورارۀ او زوے نۀ دے چې نورالامين يوسفزي  ترې هم د استاذۍ، پروفېسرۍ چل زده کړے دے او هم د مقررۍ. زۀ ورسره کله کله ټوقې کوم چې د خلقو چاے ډوډۍ او نور څه ته زړۀ کېږي او د هغې د هضمېدو نه پس چې کوم عمل شروع کېږي، نو هغې ته ئې زړۀ کېږي خو تا له هر وخت تقرير درغلے وي خو پۀ خداے يقين وکړئ او پۀ ما ګناهګار ئې مۀ کوئ چې د تقرير دا فن يا فن خطابت چې يوه ځانله ملکه ده، ئې د نورالامين يوسفزي نه نۀ ده زده کړې بلکې ما ئې د سياسي ليډرانو مشرانو سره پۀ سټېج يو داسې تصوير هم ليدلے دے چې ډائس ته ولاړ دے تقرير کوي او عمر به ئې پۀ مشکله اتلس شل کاله جوړېږي، ولې اوس چې د ټکر د پل لاندې د سوات د سيند ډېرې اوبۀ بهېدلې دي  او عمر ئې څلوېښتو ته قريب شوے دے (زما د اندازې مطابق) نو هم پۀ سټېج د تقرير پۀ وخت ډېرې ښکلې او خوږې خبرې کوي.

ما چې د ساجد ټکر دې خاکې له دغه پورتنے نوم ورکړے دے نو پۀ دې نسبت هم چې دا ښاغلے د ټکر پېداوار دے او خپل تخلص لکه د سردارعلي ټکر، سلطان خان ټکر او نورو ډېرو ټکرانو سره دټکر” (ډغره وهلو) پۀ سلسله کښې ايښے دے بلکې چې د ټکر پېداوار او استوګن دے نو ځان ته ساجدټکر وائي او ليکي او اوس خو ئې دومره لوے نوم پېدا کړے دے چې ګل محمد بېتاب ئې خاکې او تکل پله راکاږي، روښان ئې شاعرۍ ته ورديکه کوي، نورالامين يوسفزے ئې تقريرونو ته لمسوي او هغه خپل بابا ګڼي، ودرېږه پۀ دېبابابه وروستو خبره کوم. سلطان خان ټکر چې غالباً د دۀ رشته دار او کلي وال دے چې د سياسي مبصر پۀ منصب خوشحالېږي. د کور بنديان لوي واړۀ ئې د چوټۍ پۀ ورځو کښې د تخت بهائي کنډراتو، بازارونو، د ټکر د نهرونو او چکرونو باندې ګرځوي او خداے زده چې زمونږ ورندار به ئې کوم طرفته راکاږي يا به ئې لکه د زمکې کشش ثقل دومره تېز  وي چې ځان پله به ئې راکش کوي نو پۀ دې حواله هم وايم چې ''پۀ ټکر جنګ دے''، پخوا پرې هم تود جنګ ؤ او اوس پرې يو سوړجنګ روان دے او هر څوک وائي چې زما دے خو چې زۀ ئې ووينم او ما سره پۀ ګپ شي نو بيا زۀ وايم چې ساجد ټکر زما دے او داسې به چې څوک هم د پښتون او شهباز اخبار د دفتر پۀ پوڼو خېژي او ساه ساه وي. نو د ساجد ټکر مينه ئې ځان پله راکش کوي. دې کښې را ته د صوابۍ جاوید باچا  صېب چې د ډېرو ملکونو سېلانے دے او ډېره  موده ئې غالباً يورپ او لندن کښې تېره کړې ده خو چې تر څو د قام قلم پخوانيو يارانو خېر ته نۀ وي کېښنولے لکه د تصور مانېروال نو تر هغې ئې خېرونه غواړي او ځانه سره ئې ګرځوي څو چې سر پرې وګرځي نو عقل به ئې سر له را شي يا ذهن به ئې پۀ خود شي. بل اهم سړے رشيداحمد صېب دے چې د رېډيو سټېشن پروډيوسر، پروګرام منېجر او په اخره  د رېډيو سټېشن نه  ډائريکټر پۀ حېث متقاعد(ريتائرډ) الزحمهشوے دے .

هسې پښتون مجله  خو د خپلې پارټۍ سلوګن دے او پکار هم دے خو دساجدټکرپۀ وخت کښې لږ  ډېر   د سياست ښکار دے چې دۀ سره ډېر ياد ملګري شاعران، اديبان، تکل نګاران، افسانه نويس، خاکه نګار او د نفس مضمون ليکونکي دي نو اصل وجه ئې هم دغه ده بلکې ساجد ټکر زۀ پۀ دې حواله خوش بخته ګڼم چې د باچاخان، عبدالاکبر خان ´ خادم،  عبدالخالق خليق، اجمل خټک، قلندر مومند، همېش خليل، ولي محمد طوفان، سيدميرمهدي شاه مهدي باچا، محمد لطيف وهمي، پروفېسرجهانزيب نياز، مرتضي خان شاهين لالا او رحمت شاه سائل صاحبانو(چې څوک د پښتون مديران او څوک د شهباز اخبار ايډيټران پاتې شوي دي) پۀ ډېره غوره او اهمه څوکۍ خپله فرائض منصبي ترسره کوي. ديو کښې د ځينو برخود غلطو او خود ساختهباباګانوچې ما ئې وړاندې ذکر کړے دے  نومونه هم راځي خو زۀ ئې له ليکلو قاصر يم يا ئې زما د قلم ضمير نۀ مني چې د ''بابا'' غوندې مقدس، پاک او سپينې  سپېځلې نامې پۀ توګه وۀ کښم ځکه چې زمونږ باباګان خوشحال بابا، ميروېس بابا، احمد شاه بابا او بزرګ مقبول او معروف شاعر او د پښتو ژبې عالمګير شاعر عبدالرحمان بابا دے او بيا چې پۀ شلمه صدۍ کښې پښتانۀ پۀ کوم بابا را غونډ شوي وو هغه خو د بابا نه علاوه پۀ نورو ډېرو نامو هم ياد شوےدے. لکه خپل نوم ئې عبدالغفارخان ؤ خو خپل پښتون قام خپل باچا ګرځولے ؤ او ځکه د باچاخان پۀ نامه ياد شو، دغه رنګ د شاه ملنګ بابا، سرحدي ګاندهي او فخر افغان او شېخ الافغان پۀ سپينو سپېځلو نامو هم ياد شوے دے نو دې کښې زما،ستا، د دۀ يا د هغۀ غوندې د نورو خود ساخته او برخود غلطو باباګانو ځاے نۀ شته او نۀ پکښې ځائيدے شي او نۀ دېساجدټکرپۀ دې خوش فهمۍ يا غلط فهمۍ کښې مبتلا کېږي ګني سبا به ما ته هم څوک بابا وائي بلکې دا وخت خو ما ته د رحمان بابا دا مشهور شعر رامخې ته کېږي چې.

خدايه څۀ شو هغه ښکلي ښکلي خلق

پۀ ظاهر پهٴ باطن سپين سپېځلي خلق

ساجد ټکر زما پۀ دې هم خوښ دے چې د پښتو او پښتون يا پښتونخوا د پاره سپين سپېځلے مخلص ملګرے دے، پۀ دفتر کښې د يارانو يار دے چې د تورې او قهوې دورونه هم چلېږي، کار هم کېږي او ګپونه هم لګي. نننۍ زمانه يا دور د الېکټرانک مېډيا دے هر سړي سره پۀ موټي کښې دنيا ده د ټچ موبائيل يا د وړونکي لوي لېپ ټاپ پۀ شکل کښې، ګوګل دے چې د کمپيوټر د زړۀګوګلدے، يوټيوب دے، پلے سټور دے، فېس بک دے، مسېنجردے، ټک ټاک دے، بلکې دې يو موبائيل پښتو ته د ځانه سره ډېر زيات اصطلاحات را وړي دي او وئيلے شي چې د انسان مازغۀ لا پينځهٴ فيصده هم نۀ دي خرچ شوي چې نوي نوي به نور څومره ايجادونه کېږي نوساجدټکرپۀ دې هم خوش نصيبه ګڼم چې پۀ کمپيوټرائزډ دور کښېپښتوناوشهبازته راغلے او ځان ئې د پښتو او پښتنو د پاره د پښتونخوا د باباګانو د در ملنګ کړے دے، هسې هم هغه ملنګ خويه او عاجز طبعيته بنده دے. بنده د غلام پۀ معني نۀ بلکې د انسان پۀ معني کښې استعمالوم ګڼه د داسې انسانانو د پاره چې عاجز خويه او ملنګ مزاجه وي کلي وال خلق دکمينه خويهپۀ نوم هم يادوي خو پښتوفارسۍ، اردو او هندۍ کښې د کمينه معني ډېره خرابه ده خو مونږ ئې د ساجد ټکر د پاره پۀ اولنۍ معني کښې پکاروو. بهروي کۀ کور، کلي وال خويونه لري، د وړو سره وړوکے او د لويو سره لوے دے، پۀ فېس بک اوږدهٴ پوسټونه کوي او لنډ لنډ سوالونه راپورته کوي، کور کښې ترې بچي پۀ بورډ، کتابونو او د ليکلو لوستلو پۀ ذريعه پښتو زده او بهر ترې لوي د پښتون،شهباز او فېسبوک لۀ لارې او چې پۀ لاره لاره روان شي او د ملګرو سره سره پۀ تازه ترينو ملکي حالاتو بېن المللي تمثيلاتو يا ادبي بحثونو خصوصاً پۀ تلازماتو، خيالاتو، اشاراتو، کناياتو او رنګينو معانيو لګيا شي نو چې د شهباز اخبار يا پښتون دفتر نه د بالاحصار پۀ خوا کښې تېرېږي نو خداے زده چې ذهن ته به ئې کوم کوم رنګ زمانې راځي او چې د قيصه خوانۍ چوک ته رسي يا د چوک يادګار پۀ لاره قيصه خوانۍ ته راورسي نو دلته به ورته يقيناً د خپل کلي پاتۍ ټکر د بې ګناه شهيدانو، مظلومانو انسانانو سره د قيصه خوانۍ د ٢٣اپرېل شهيدان او ژوبل خدائي خدمتګاران ضرور را يادېږي او څو ساعته (منټونه) به د شهيدانو د يادګار سره خوا کښې پښه نيولے کېږي. د مينې عقيدت او احترام سر به ټيټوي او د شهيدانو د درجاتو د بلندۍ دعا به غواړي. بيا چې خېبر بازار ته ورسي نو اول لکه زما بلکې د هر پښتو او پښتون ليکونکي پۀ رنګ به ديونيورسټي بک اېجنسۍد مياګانو صاحبانو سلام ضرور کوي، بيا وروستو به دوحدتپۀ پاڼکوخېژي چرته چې نن سبا پيرهارون شاه صاحب د وحدت اخبار مالک  ايډيټر او ادبي ملګرے ګل محمد بېتاب سره د زړۀ خبرې ضرور شريکوي، دلته هم د تورو او قهوې دورونه چلېږي، پۀ ادبي اصنافو بحثونه کېږي، لر او بر يوکېږي،دلته هم زۀ مرم هلته هم زۀ مرمباندې تبصرې کېږي، پۀ افغان وطن کښې د نجونو پۀ تعليمي حالت زار او پۀ رياستي چارو او پارلېمان کښې د ښځينه حقونو تاودۀ مجلسونه روان وي او پۀ دې هرڅۀ ساجد ټکر ډېر لوي، وسيع او کره سوچه او پوخ او شوخ نظر لري.

ملګرے ساجدټکر پۀ دې هم ښۀ ښکاري چې پۀ نرۍ نروچکي ځاندره باندې پښتنه جامه قميص، پرتوګ، واسکټ اغوندي، بندې ځپلۍ يا پنجه دارې څپلۍ پۀ پښوکوي. پۀ سر ئې وېښتۀ ډېر کم شوي بلکې پۀ کمېدو دي او کۀ پۀ مستطيل مخ(څهره) ئې وړه وړه ږيره پرېښوه نو تش مخ به ئې پرې ډک او ډېر ښائسته وښکاري. د چاے او روټۍ نه علاوه کۀ نورڅۀ نشه کوي يا نۀ خداے به ترې خبر وي خو د نسوارو چونډۍ هم پۀ ټيپيکل پښتون انداز يا د پښتنو حجره پاسو او جومات پاسو مشرانو غوندې ورو شان پۀ بره شونډه کښې ولګوي.

ساجد ټکر زما پۀ دې هم خوښ دے چې د يارانو دوستانو سره کله کله داسلام اباد، مري او ګلياتو يا سوات، دير، باجوړ چکرې هم لګوي. دې کښې ورسره د صحافت سره تړلي اهلکار ملګري، شاعران،اديبان هم شامل وي او زمونږ پلوه نوښار د هائير سيکنډري سکول د پرنسپل اجمير شاه باچا پۀ ځاے پۀ ګلياتو کښې پۀ اوږدو اوږدو ټرېکونو هم پۀ ټرېک سوټ او جاګر بوټانو کښې ګرځي او اے پۀ لاره لاره د يو يو ملګري خېرخېريت هم دريافت کوي او ګرځنده موبائيلي مرکې (انټرويوز) ورسره هم کوي. خاندي، خوشحالېږي، د ژوند نه خوندونه او مزې اخلي خو مونږ نۀ يو خبر يا خبر يو چې پۀ دې ګرانه ګرانۍ کښې خپلې بې بې له د اختر د پاره د لسو لسو روپو ګته، د ماشومانو د اختر دخوشحالۍ مبارکۍ د پاره ورکوي نو زړۀ ته ئې سکون ورسي او چې بې بې ته كله ووايي مټايانې او کېکونه او ککوړي خو مې د مېلمنو د چايو د پاره را وړي دي نو کۀ دې خوښه وي نو د پيپسي بوتلو يو کاټن به هم ورله را اوړم او هغه ورته پۀ چوڼي تندي ګويانه شي او پۀ ترشه لهجه کښې ورته ووائي چې دغه بلا خو  راپسې را نۀ وړې. يره څنګه چې د دۀ د بې بې دغه تورې اوبۀ (دبدرالحکيم حکيم زي باچا لالا اصطلاح)نۀ وي خوښې داسې زما هم بدې شي او اورېدلي مې دي چې ډېر کيميکل دي پکښې چې فينائل او ډي ډي ټي پکښې هم شاملوي چې زهر قاتل دي يا پرې واش رومونه صفا کوي. خو چې کله کله د عبدالحميد (زما زوے) نه وغواړم چې نيم ګلاس قدرې راته واچوه چې يو څو اډرکي وکړم نو وائي چې تۀ خو وائي دا زهر ما له نۀ دي ښۀ او زۀ ورته تراخۀ کنځل وکړم نو هم چار دې ئې ښۀ وي وخاندي، مسکے شي او غلے  شان روان شي. ښۀ ده چې هم دغه شان ساجد ټکر هم د خپلې بې بې پۀ خبرو نۀ خفه کېږي او نۀ غصه کېږي بلکې مسکے ترې بهر ته روان شي او خپل بچي د ګوتې نه ونيسي د نهر مخه ورکړي، د بازار چکر ورکړي، د تخت بهائي کنډراتو ته ئې بوځي او داسې پرې د خپلو بچو هم جنګ وي او چې کله دے دغه د وړو وړو حالاتو واقعاتو قيصۍ د وړو لويو رپورتاژونو پۀ شکل کښې لکه د ماسټر عبدالکريم پۀ عامه ساده باده سوچه پښتو تورو ټکيو کښې ليکي نو يو خپل ليک  . خپل شان، د ليکلو طرز، څۀ ته چې اردو داناسلوباو انګرېزانسټائيلوائي... او نو پۀ کلي کور، بازار او محلت کښې پرې د خپلو وړو هم لکه د خپلو لويو يارانو دوستانو پۀ شان جنګ وي. يو وائي زما دے. بل وائي زما دے. بېتاب، سلطان ټکر،نورالامين،روښان، رشيداحمد، عزيز بونېرے  او زۀ پرې خپل منځ کښې دعوي ګير يو او جنګ ته پرې تيار يو، نو ځکه زۀ وايم چې ''پۀ ټکر جنګ دے''.

نو دلته يو وار ما ته بيا د پښتو او پښتنو دا اولسي سندره را ياده شي چې 

پۀ ټکر جنګ دے ... 

ګولۍ ورېږي ... 

او ونې پاڼې رژوينه...

پۀ ټکر جنګ دے...

- حسرت
بېرته شاته