Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
لغمات
[13.Mar.2025 - 10:05]
لغمان ته
شاعر: رحمت شاه سائیل
------
يه د لغمان د نوي ښار د تخليق کار نظره
خداى خو دې دغسې بېدار لره، بېدار نظره
ما ستا د زړۀ فنکار ليدلى ستا په سترګو کې دى
ماته يقين دى ستا تصوير به وي شهکار نظره
دلته به ژوند وي د ګلونو د خوبونو په شان
دلته به خوب وي د مئين زړۀ انتظار نظره
د ګلو څانګې به وي هغه غرونه، دغه غرونه
د لغمان زړۀ به وي د سرو ګلونو ښار نظره
سترګې راواړوه د ټولې دنيا دې کلي ته
لرې د دې کلي نه وشړه آزار نظره
لغمان د هر افغان د خوږ زړګي جانان جانان که
د لغمان هر يو کاڼى بوټى که ګلزار نظره
دا به ډولۍ شي، کجاوې به شي چاپېره غرونه
ته افغانى لره، پښتون لره اقرار نظره
پلونه دې دومره پخواني نه کړې چې ګرد پرې پرېوځي
يو ځلې بيا راشه په دې ګردجنه لار نظره
دغلته هر چا رنګارنګ کاروبارونه کړي
ته پکې وکړه د ګلونو کاروبار نظره
که هر څه وبايلې هم هېڅ به دې باېللي نه وي
بس چې ګټلى دې وي صرف اعتبار نظره
نه کېږي، نه کېږي په صرف دلبري خويونو
راشه باقي خويونه زده که د دلدار نظره
د کوهسارونو سرۀ په دې دشتو دلۍ دلۍ کړه
ترڅو به سرۀ ورننوځي په کوهسار نظره
لکه دوا، لکه دعا، لکه د ګل د نظر
پورې راپورې به وځې د هر بيمار نظره
کړه يې بلد د درد د څړيکې، څړيکې داغه سره
هر زړۀ ته زده که د ريدي د ګلو شمار نظره
دلته به څو د خزانو په سر ولاړ وي غرونه
دلته حاجت دى د شعور د څوکيدار نظره
تر دې په هر لوري بلا بلا تخريب شوى دى
اوس هر لغمان له دى بلا تعمير په کار نظره
لغمان همه که د غاټول او د ريدي د ګلو
د ننګرهار د شهزاده د غاړې هار نظره
لغمان که مخ د کابل، سترګې ننګرهار، کندهار
کړه يې تصوير د پېښور په چوک يادګار نظره
د لغمان هر دشت د غازي امان الله مېنه کړه
په هر پرهر کې دى د ګلو کر پکار نظره
خو دا د خاورو خټو کلي به هم نه هېروو
په دغه لوى وېش د بهار کې د مليار نظره
ساېل شاعر دى د ولس، ساېل زړګى د ولس
ځان يې خوار خوښ دى خو ولس نه غواړي خوار نظره
23 اپريل 2010، د شپې 3 بجې، دانش فرهنګي مرکز لغمان
Published:13 March 2025