(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جېنډر ډیسکریمینېشن

[13.Mar.2025 - 09:57]

 

جېنډر ډسکرمینیشن

لیک: ډاکتر دېدار یوسپزی

 

تاسو به وايئ چې د پښتو پۀ ليک کښې د انګرېزۍ عنوان ولې ؟ سوال پۀ خپل ځائے سهي دے - خو کۀ زۀ " جنسي استحصالوليکم نو ستاسو مازغۀ "جېنډر " طرف ته ځي ؟ بالکل به نۀ ځي - ځکه چې زمونږ سره د جېنډر له پاره د جنس نه علاوه بل هېڅ کتابي ټکے نشته - پۀ دې قابض الرجال ټولنه کښې د زنانه د استحصال دا اولنۍ پوړۍ زمونږ د استحصالي سوچ عکاسي کوي -

 

مخکښې ځو - خبره دلته هم پاتې نۀ ده - بيا د جينۍ پۀ پېدائش ښځې له پېغورونه ورکوو - حالانکه د هغې پۀ دې کښې هېڅ قصور نۀ وي - کۀ خاوند ئې لوفر ، لفنګ وي او د کار روزګار نۀ وي نو د دې ذمه واره هم ښځه ګڼو - ځکه چې زمونږ پۀ مزغو کښې دا دروغ فټ کړے شوي دي - چې رزق د ښځې پۀ نصیب وی - چې د دغې زياتي د لاسه ئې پۀ نفسياتي توګه بيماره کړو - نو وايو پۀ دې پېريان دي - او بيا پرې د باباګانو ، پيرانو ، عاملانو پۀ نامه بله استحصالي لړۍ پېل کړو -

 

مخکښې ځو - چې د مجاهد ملت له پاره پۀ ممبر دعا کيږي - نو وايي خدايه پاکه پلاني نېک صالحه نارينه اولاد ورکړې - نو ايا جينۍ د پېدائش پۀ دې دعا کښې هېڅ حق نۀ لري - بیا د سکول نه محرومي او د پلار د جائداد نه محرومه کول خو د مجاهد ملت يوه بله کارنامه ده -

 

مخکښې ځو - زمونږ خلک چې جينۍ له شاباسے هم ورکوي يا د فخر پۀ توګه ئې رابلي - نو وائي دا زما لور نۀ ده - دا زما ځوئے دے - نو ايا دا د هغې د جېنډر توهين نۀ کيږي - ولې د هغې د پښو نه مونږ د هغې خپل شناخت شوکوو - او د پردي جېنډر پۀ بېساکو ئې ودروو ؟ 

 

مخکښې ځو - ښځه او سړے ، زنانه او نارينه ، نر او ماده متضاد ټکي دي - خو نر مونږ همېشه د بهادر او تکړه پۀ معنو کښې اخلو - د دې مطلب دا دے چې بهادر به صرف سړے وي - دا د جېتډر د نا وئيلي استحصال يو بل اړخ دے

 

مخکښې ځو - زمونږ پۀ ژبه کښې د متلونو يوه لويه ذخيره صرف د زنانوۀ د توهين سبب ګرڅي - لکه 

کۀ د ښځې پوزه نۀ وے نو غ_ل به ئې خوراک وو 

ښځه يا د کور ده يا د ګور ده 

ښځه د پښو پېزار دے

ښځه کږه پښتۍ ده ماته به شي خو سمه به نشي

ښځې ته ګوره او پړي غړلو ته ګوره

د ژوندۍ لور نه مړ ځوے ښۀ دے

او دغسې نورې بلها متلې دي - ايا مونږ نارينه ټولنه به د يو ژوندي قام پۀ حيث پۀ دې د زنانوۀ نه معافي اوغواړي - او دا متلې به د خپل تاريخي پنګې نه حذف کړي ؟

 

مخکښې ځو - ژوندي قامونه چې مخ پۀ وړاندې ځي نو هغه د وخت سره سره خپلې غلطۍ ټيک کوي - انګرېزانو د جېنډر استحصال ختمولو پۀ سبب داسې بلها ټکي بدل کړي دي - لکه

Manpower - Work Force

Sex - Gender

Mankind - Huminity

Fireman - Firefighter

Policeman - Police Officer

 Chairman - Chair

Batsman - Bater

کنېډا خو پۀ خپله قامي ترانه کښې هم پۀ دې حواله بدلون کړے دے - ايا مونږ دومره حوصله لرو - او د خپلې ژبې سره سره خپلې روئې بدلولے شو - چې د دې استحصال خاتمه اوشي ؟ 

ډاکټرديداريوسفزے

Published:13.March 2025

- دېدار یوسپزی
بېرته شاته