Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د کبیر ستوري پر مړینه
[13.Mar.2025 - 10:26]
یو ستـوری ؤ کـبـیـر چې لـه مـداره ځـیني ووت
د ژونـد لـه دی نیـمـګــړی شــان بـازاره ځـیـنی ووت
خـواخـوږی مـهـربـانـه او مـیـن پـــه پــښــتـو ژبــــې
پـه اړو کــې زمـونــږ اړو لــه کــاره ځـــیــــنـــی ووت
مرګی ئې په بې رحمـۍ ســره چـمـن ته مـخـه کـړی
کــبــیـر مو لـکـــه ګــل چـې د ګـلـزاره ځـیـنـی ووت
خــفه په پـښتنـو ېم چې د سـر خـلـک ئـې سرخوری
کـم سـتـوری چـې زمـونـږ د شــب تاره ځــیـنی ووت
کـبـیر داسی پـښتون ؤ مـور راوړی چـې «سرتـیره»
د نـرخ ځـیـنی ونه ووت خـــو د ښــاره ځــیـنـی ووت
عبدالوهاب سرتیر
04.04.2006
Published:13 March 2025