(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محمود خان

[13.Mar.2025 - 10:13]

محمود خان اڅکزی د نوموتي پښتون ملتپال مبارز، سياستوال او ليکوال عبدالصمد خان اڅکزي زوی دی. عبدالصمد خان اڅکزی د ۱۹۷۳ز کال د ډېسېمبر پر دویمه په کوټه کې په خپل کور کې د بمي برید په نتیجه کې تر وژل کېدو وروسته په "خان شهید" مشهور شو.

محمود خان اڅکزی د ۱۹۴۷ز کال د ډېسېمبر پر ۱۲مه د قلعه عبدالله ضلعې د ګلستان تحصیل په عنایت الله کارېز سيمه کې زېږېدلی دی.

نوموړي لومړۍ زدکړې د عنایت الله کارېز له پرایمري سکوله کړې دي او ۱۰م ټولګی یې هم د خپل کلي له های سکوله ویلی دی.

محمود خان د نورو زدکړو لپاره کوټې ته ولاړ او تر ۱۲م ټولګی يې د کوټې له ساینس کالجه ویلی دی.

وروسته نوموړي د پېښور له پوهنتونه په انجینرۍ کې د لېسانس (بېچلرز) بریليک ترلاسه کړ.

سیاست ته د محمود خان اڅکزي راتګ

محمود خان اڅکزي سیاسي‌ هلې ځلې د خپلو زدکړو پر مهال د پښتنو لوستونکو له سازمانه (پښتون سټوډنټس ارګنایزېشن) څخه پيل کړې چې بیا وروسته په پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن بدل شو.

د عبدالصمد خان اڅکزي تر وژل کېدو وروسته د هغه وخت پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ ۲۵ کلن محمود خان اڅکزی د ګوند مشر وټاکه.

یاد ګوند بیا په ۱۹۸۹ز کې په پښتونخوا ملي عوامي ګوند ونومول شو او مشري یې محمود خان اڅکزي ته ورکړل شوه.

محمود خان اڅکزي د ۱۹۸۳ز کال د اکتوبر پر اوومه په کوټه کې د جمهوریت د بحالۍ تحریک (اېم ار ډي) د جلوس مشري کوله چې د ضیاالحق د مارشلايي یا پوځي حکومت له خوا ډزې ورباندې وشوې.

په هغه پېښه کې محمود خان اڅکزی خوندي پاتې شو خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند څلور غړي اسلم ولسیار، داود خان ، محمد رمضان او کاکا محمود ووژل شول.

محمود خان اڅکزی تر هغه وروسته شپږ نیم کاله په افغانستان کې تېر کړل او په ۱۹۸۹ز کې پاکستان ته ستون شوی وو

سرچېنه:انلاین 

- اڅکزی
بېرته شاته